جمعه, نوومبر 1, 2024
Homeخبرونههلمند ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي؛ پر لښکرګاه ښار د وسله والو...

هلمند ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي؛ پر لښکرګاه ښار د وسله والو لوی برید يې پر شا تمبولی

تاند (سه شنبه د ثور ۱۴) د هلمند امنیتي چارواکي وايي چې پر لښکرګاه ښار د وسله والو طالبانو لوی برید يې پر شا تمبولی، خو د امنیتي ګواښونو د لمنځه وړلو لپاره پوځي عملیات لاهم دوام لري.

د راپورونو له مخې د پرون ورځې راهیسې د لښکرګاه ښار د سقوط لپاره پر امنیتي کمربند د وسله طالبانو لوی بریدونه پيل شوي چي په ترڅ کې يې د ولایتي شورا د رئیس عطاءالله افغان په وینا ګڼو امنیتي پوستو پکې سقوط کړی.

د هلمند والي عبدالنبي الهام وايي چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره دوشنبه ماښام ناوخته له کابل او ښوراب پوځي اډې څخه تازه دمي ځانګړي ځواکونه دې ښار ته رسیدلي او د وسله والو پرضد يې پوځي عملیات پيل کړي دي.

ښاغلي الهام نن سه شنبه/ د ثور ۱۴/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو په غبرګون کې افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عملیات پيل کړي چې په ترڅ کې يې لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، « د هوايي او ځمکنيو عملياتو په پایله کې؛ د ۸ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۷ تنه نور يې ټپيان شوي.»

د خبرپاڼې له مخې چې په لښکرګاه ښار او ځينو نورو برخو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي.

د هلمند د والي په خبره چې په دې عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات دغه راز د وسله والو پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

اخوا بیا د هلمند ولایتي شورا نیوکه کوي چې په دغه ولایت کې د ولایتي مسئولینو ترمنځ همغږي کم رنګه ده چې له کبله يې لښکرګاه ښار تر لوړو امنیتي ګواښونو لاندې دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د اډو د سپارلو بهیر رسماً پیل شوی دی.

د ۲۱۵ میوند قول اردو دوه ورځې مخکې وویل چې په هلمند ولایت کې د «انتونیک» په نوم د امریکايي ځواکونو یوه پوځي اډه رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د امریکايي ځواکونو دغه پوځي اډه د هلمند ولایت په شورابک ولسوالۍ کې وه چې د افغان چارواکو په وینا د تېرې یکشنبې په ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شوه.

د میوند قول اردو د معلوماتو له مخې، «انتونيک» اډه د افغان ځانګړو ځواکونو د يوې قرارګاه په توګه په همدې نوم سره ياديږي چې په وینا یې دغه قول اردو به له یادې اډې څخه د تروریزم پر وړاندې خپل عملیات چټک او په سویل لویدیځ کې به د وسله والو ځالې په نښه کړي.

د یادې اډې تر سپارلو وروسته د امریکايي ځواکونو بیرغ راکښته شو او پر ځای یې د افغانستان ملي بیرغ ځوړند شو.

افغان چارواکي وايي چې افغان امنیتي ځواکونه هر ډول وضعیت د کنټرول لپاره تیاری لري او هېچاته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب