Homeخبرونهد الجزیرې څېړنه: پاکستان ولې د ټرمپ د کورنۍ له نوي جوړ...

د الجزیرې څېړنه: پاکستان ولې د ټرمپ د کورنۍ له نوي جوړ شوي ډرون کمپنۍ سره قرارداد وکړ؟  

تاند (پنجشنبه، د تلې/ میزان ۲ مه) د الجزیرې په یوه راپور کې دا مسله څېړل شوي چې د پاکستان پوځ ولې د بې پېلوټه الوتکو له یوه امریکايي شرکت سره قرارداد کړی چې د ډونالډ ټرمپ د کورنۍ له خوا یې مالي ملاتړ کېږي.

د پاکستان پوځ د بې‌پیلوټه الوتکو له دغه امریکايي شرکت سره په داسې حال کې قرارداد کړی چې دغه شرکت له یوه کال هم کمه سابقه لري او تر دې مخکې یې په هند کې د خپلو بې‌پیلوټه الوتکو ضد ټکنالوژۍ د تولید اجازه بل شرکت ته سپارلې ده.

د «پاورس» په نوم د امریکايي شرکت یوه پلاوي د سپټمبر پر ۱۶مه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي دفتر کې د وسله‌والو ځواکونو له قوماندان عاصم منیر سره ولیدل. یوه ورځ وروسته پاورس اعلان وکړ چې د پاکستان دفاع وزارت دغه شرکت ته د ډرون هوايي سیستمونو لپاره د «محدود پېرنې امر» ورکړی او د پاکستان له جګپوړو دفاعي چارواکو سره یې جلا هوکړه هم لاسلیک کړې ده.

د دې قرارداد ارزښت او د اخیستل شویو سیستمونو ډول نه دی اعلان شوی، خو د شرکت د ځانګړنو او له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو له امله د دې پوښتنې په اړه بحثونه راپورته شوي چې پاکستان ولې همدا شرکت غوره کړی دی.

پاورس په ۲۰۲۵ کال کې د امریکا په فلوریډا ایالت کې جوړ شوی او ټاکل شوې چې له «اوریوس ګرین‌وې هولډینګز» شرکت سره یوځای شي؛ دغه شرکت په امریکا کې د ګالف د څو میدانونو مالک دی. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مشر زامن، ډونالډ ټرمپ جونییر او ایریک ټرمپ، د «American Ventures» په نوم د یوې ډلې له لارې په دغه شرکت کې پانګونه کړې ده. تمه ده چې له یوځای کېدو وروسته به دغه ډله په ګډ شرکت کې شاوخوا ۹.۹ سلنه ونډه ولري.

د ټرمپ جونییر ویاند ویلي چې هغه یوازې یو غیر فعال پانګه‌وال دی او د شرکت په چارو، تړونونو یا سوداګریزو پرېکړو کې رول نه لري او د پاکستان له قراردادونو څخه هم مخکې خبر نه و. سپینې ماڼۍ هم ویلي چې په دې برخه کې د ګټو ټکر نه شته. پاورس هم الجزیرې ته ویلي چې د ټرمپ زامن د شرکت په اداره یا په امریکا کې دننه او دباندې د دفاعي اړیکو په تنظیم کې هېڅ رول نه لري.

پاکستان له پاورس سره څه تړون کړی؟

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې ویلي چې له پاورس سره په لیدنه کې د دفاعي تجهیزاتو د پېرلو، تولید او د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې د همکارۍ خبرې شوې دي؛ خو د پوځ په خبرپاڼه کې د کوم تفاهم‌لیک یادونه نه ده شوې.

د پاورس ویاند الجزیرې ته ویلي چې دغه تفاهم‌لیک له پاکستاني پوځ سره لاسلیک شوی، په داسې حال کې چې د پېرنې امر د پاکستان دفاع وزارت صادر کړی دی. دغه شرکت ټینګار کړی چې تفاهم‌لیک وروستی تړون نه دی، د پېرلو لپاره کوم تعهد نه رامنځته کوي او عملي کېدل یې د امریکا د قوانینو او د دولتي جوازونو په ترلاسه کولو پورې تړلي دي.

بل لور ته، د پاورس له بنسټګرو برټ ولیکوویچ ویلي چې دغه شرکت په پاکستان کې د خپلې ټکنالوژۍ د تولید لپاره د لارو چارو په ارزولو بوخت دی.

پاورس همداراز ویلي چې په تېرو میاشتو کې یې د امریکا له هوايي ځواکونو سره داسې قرارداد ترلاسه کړی چې اعظمي ارزښت یې ۹۰ میلیونه ډالره دی او شرکت هره میاشت شاوخوا درې زره مخنیوونکې بې‌پیلوټه الوتکې تولیدوي. (هغه درونونه چې د نورو ډرونونو یا توغندو مخه نیسي)

له هند سره د پاورس همکاري ولې مهمه ده؟

د دې قرارداد په اړه یوه مهمه پوښتنه دا ده چې پاورس له هند سره هممهاله همکاري لري.

د الجزیرې د راپور له مخې، له پاکستان سره د قرارداد له لاسلیک څخه څه کم درې میاشتې مخکې، هندي شرکت «Paras Defence and Space Technologies» اعلان کړی و چې پاورس دغه شرکت ته په هند کې د «Guardian-1» په نوم د بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوونکې ټکنالوژۍ د تولید او پلور انحصاري حق ورکړی دی.

دا موضوع ځکه مهمه ده چې هند او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې سیال هېوادونه دي او د تېر کال په مې میاشت کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لنډه خو سخته نښته شوې وه چې بې‌پیلوټه الوتکې پکې کارول شوې وې.

د پاکستان د حکومت یوه پخواني دفاعي شنونکي، چې له الجزیرې سره یې د نوم نه ښودلو په شرط خبرې کړي، ویلي چې ښايي پاکستاني پوځي پلان‌جوړونکي له هند سره د پاورس له همکارۍ خبر وو. هغه په عین حال کې ویلي، له یوه داسې شرکت څخه د پوځي تجهیزاتو پېرل چې له هند سره هم کار کوي، بې‌ساری کار نه دی.

د پاکستان د هوايي ځواکونو یوه متقاعد مارشال هم خبرداری ورکړی چې له داسې ګډ عرضه کوونکي څخه د تجهیزاتو پېرل ښايي پاکستان ته خطرونه ولري؛ په ځانګړي ډول ځکه چې هند هم له همدې سرچینې تجهیزات اخلي او د دغو تجهیزاتو د پېرلو لپاره یې مالي توان تر پاکستان زیات دی.

له اسرائیلو سره د پاورس اړیکې

د دې قرارداد په اړه بله د پام وړ موضوع د پاورس د ځینو مدیرانو مخینه ده.

د شرکت په وېب‌پاڼه کې «زیو ماروم» د پاورس له بنسټګرو څخه او د اسرائیلو د پوځ له پخوانیو سرتېرو څخه بلل شوی دی. په راپور کې ویل شوي چې هغه د «Kaizen Aerospace» شرکت هم جوړ کړی، چې اوس د پاورس فرعي شرکت دی.

د پاورس د ادغام او استملاک مرستیال او د امریکا د سمندري ځواکونو د ځانګړو ځواکونو پخوانی غړی «جسټین ګنز» هم له ۲۰۱۸ تر ۲۰۱۹ کال پورې د «Elbit Systems of America» د مرستیال په توګه کار کړی و. دا شرکت د اسرائیلي دفاعي شرکت «Elbit Systems» امریکايي څانګه ده.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اسرائیل په رسمیت نه پېژني.

د پاکستان د پوځ یوه درې ستوریز متقاعد جنرال الجزیرې ته ویلي، د یوه دفاعي شرکت د وړتیا د ارزونې پر مهال دا ډول مخینه عموماً په پام کې نیول کېږي. هغه زیاته کړې چې په اسرائیلي پوځ کې د شرکت د یوه بنسټګر سابقه ښايي د وړتیا د ارزونې په بهیر کې د حساسیت وړ موضوع وي، خو د یوه سیاسي تفاهم‌لیک لپاره ښايي پرېکنده نه وي.

تحلیلګرانو الجزیرې ته ویلي، له دې مهمه پوښتنه دا ده چې پاکستان په اصل کې د پاورس کومې ټکنالوژۍ ته اړتیا لري؛ ځکه دغه هېواد هم د بې‌پیلوټه الوتکو کورنی تولید لري او هم له چین او ترکیې څخه بېلابېل سیستمونه اخلي.

د پاکستان هوايي ځواک د ترکیې «بیرقدار TB2» او «اکینجي»، د چین «وېنګ لونګ ۲» او خپلې کورنۍ «شاهپار-۲» بې‌پیلوټه الوتکې لري.

د سټاکهولم د نړیوالې سولې د څېړنو د انسټیټیوټ د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ تر ۲۰۲۵ کال پورې پاکستان شاوخوا ۸۰ سلنه وسلې له چین څخه اخیستي دي.

پاکستان همدارنګه د چین «HQ-17AE» هوايي دفاعي سیستم، د ترکیې «Korkut» د الوتکو ضد توپ او «Sahin» بې‌پیلوټه الوتکو ضد سیستم ترلاسه کړی دی. دغه سیستمونه د بې‌پیلوټه الوتکو او د ټیټ ‌الوت د نورو هوايي ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړ شوي دي.

د دفاعي چارو د تخصصي رسنۍ او تحلیلي ډلې «Quwa» بنسټګر بلال خان الجزیرې ته ویلي چې پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د طرحې له پلوه له جدي کمښت سره نه مخامخ کېږي او اصلي ستونزه ښايي د اړتیا وړ سیستمونو په لوی شمېر او په چټکۍ سره تولید یا عملیاتي کولو کې وي.

نوموړي ویلي چې پاکستان له ډېرې مودې راهیسې په امریکايي یا اروپايي سیستمونو کې د اسرائیلي جوړو شوو پرزو له شتون سره بلدتیا لري او زیاته کړې یې ده چې په عمومي توګه، تر هغه چې یو درېیم هېواد د منځګړي په توګه موجود وي، پاکستان له اسرائیلو سره نژدې کېدو ته چندان اندېښمن نه دی.

خو یوه بل متقاعد پاکستانی جنرال ویلي چې د بې‌پیلوټه الوتکو په برخه کې د پاکستان اصلي تشه د تولید په برخه کې نه، بلکې په برېښنايي سیستمونو، د بېلابېلو برخو په یوځای کولو او د بشپړ سیستم په کچه وړتیاوو کې ده؛ د هغه په وینا، امریکايي شرکتونه په دغو برخو کې قوي دي.

د پاورس «Guardian» مخنیوونکې بې‌پیلوټه الوتکې هم کوچني او نسبتاً ارزانه سیستمونه دي چې د بریدګرو بې‌پیلوټه الوتکو د مخنیوي او رانسکورولو لپاره جوړ شوي دي. تحلیلګرانو ویلي، دغه ډول سیستمونه کولی شي د ارزانه بې‌پیلوټه الوتکو او د ګران بیه هوايي دفاعي سیستمونو ترمنځ د لګښت تشه تر یوه حده راکمه کړي.

ایا دا قرارداد تر ډېره سیاسي اړخ لري؟

د پاکستان د پوځ یوه متقاعد پوځي کارپوه الجزیرې ته ویلي، داسې یو شرکت باید له هر ډول ستراتېژیکې دفاعي همکارۍ مخکې مالي، تخنیکي او امنیتي ارزونې او همدارنګه د خپل پخواني فعالیت د سابقې څېړنه تېره کړي.

د هغه په وینا، هغه شرکت چې له جوړېدو یې لا یو کال نه وي تېر شوی، لا په بورس کې نه وي ثبت شوی او د تجهیزاتو د سپارلو سابقه ونه لري، عموماً د داسې ستراتېژیکې همکارۍ لپاره چمتو نه ګڼل کېږي؛ پرته له دې چې تفاهم‌لیک تر پېرنې زیات د «سیاسي پیغام رسولو» بڼه ولري.

بلال خان هم د د دې قرارداد د لاسلیک بهیر غیرمعمولي بللی او ویلي یې دي چې د دې تړون څرنګوالی د پاکستان د پوځ په درېیو برخو ــ ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونو ــ کې د تدارکاتو د مسوولانو له معمولې تصمیم نیونې سره بشپړ سمون نه لري.

دا قرارداد په داسې وخت کې شوی چې عاصم منیر له ډونالډ ټرمپ سره نژدې اړیکې جوړې کړې دي. ټرمپ تر دې مخکې منیر ته «زما د خوښې فیلډ مارشال» خطاب کړی او په بېلابېلو مناسبتونو کې یې ستاینه کړې ده.

پاکستان هم تېر کال د مهمو معدني توکو په برخه کې له یوه امریکايي شرکت سره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړ او منیر او د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره ولیدل. اسلام‌اباد د جنورۍ په میاشت کې هم د «World Liberty Financial» له یوې اړوندې کمپنۍ سره تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و؛ دا د ټرمپ د کورنۍ د کریپټوکرنسۍ له مهمو کاروبارونو څخه دی.

خان وايي، له دې سیاسي ملاحظاتو سره یو ځای، بله احتمالي موخه ښايي د پاکستان د بې‌پیلوټه الوتکو د صنعت لپاره د امریکا د پانګې راجلبول وي. د هغه په وینا، په پاکستان کې د بې‌پیلوټه الوتکو د نوو شرکتونو شمېر زیات شوی، خو ډېری یې د تولیدي زیربناوو د جوړولو لپاره کافي پانګه نه لري او له پاورس او د هغه له ملاتړو سره اړیکې ښايي د امریکايي پانګې په راجلبولو کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې، د استرالیا د ملي پوهنتون د ستراتېژیکو او دفاعي مطالعاتو د مرکز افتخاري استاد منصور احمد باور لري چې د پاکستان هدف ښايي یوازې د یوه مشخص محصول پېرل نه وي؛ بلکې دغه هېواد ښايي د بې‌پیلوټه الوتکو د پرمختللې ټکنالوژۍ په لټه کې وي چې د کورني تولید او بومي کولو زمینه هم برابره کړي.

خو بلال خان باور لري چې له پاورس سره همکاري به اړینه نه وي چې له انقرې او بیجینګ سره د اسلام‌اباد اړیکې کمزورې کړي. د هغه په وینا، ترک شرکتونه عموماً له امریکايي شرکتونو سره همکاري لري او د پاورس وړاندیز شوې ټکنالوژي هم لازمه نه ده چې له هغو سیستمونو سره یو شان وي چې پاکستان او ترکیه یې په ګډه پراخوي.

هغه همدارنګه ویلي، حتی که د پاورس ټکنالوژي په پاکستان کې په ټیټه بیه تولید شي، ښايي د هغې د ځینو فرعي سیستمونو اړتیاوې له چین څخه پوره شي.

په اسلام‌اباد کې د «Strategic Vision Institute» څېړونکي حامد ولید هم ویلي چې د پاورس قرارداد به له چین او ترکیې سره د پاکستان پوځي اړیکې بدلې نه کړي. د هغه په وینا، اسلام‌اباد به لا هم د بې‌پیلوټه او د بې‌پیلوټه الوتکو ضد پرمختللو جنګي سیستمونو لپاره چین او ترکیې ته لومړیتوب ورکړي.

د الجزیرې په وینا، له پاورس سره د قرارداد د جدي والي کچه به د پاکستان د دفاع وزارت د راتلونکو ګامونو له مخې څرګنده شي؛ د بېلګې په توګه دا چې ایا دغه وزارت به په راتلونکو میاشتو کې له نورو بهرنیو یا کورنیو شرکتونو سره ورته قراردادونه لاسلیک کړي او که دغه تړون به یوازې په همدې یوه مورد پورې محدود پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...