جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبلنډه کیسهځنګل (لنډه کیسه) هیله غضنفر

ځنګل (لنډه کیسه) هیله غضنفر

د ځنګله په کږو وږو لارو ښه ډېره وګرځېده، ستړې شوه۰
د اره شوې ونې په کندې کښېناسته چې ساه سمه کړي۰
په ځمکه پرتې پاڼې یې په پښه وخوځولې. تر پاڼو لاندې ګڼ میږي ول۰
نجلۍ پر پاڼو ودرېده ۰مبایل یې له خپل سره لږ پورته ونیو ، سلفي یې واخیست او د کور په خوا روانه شوه۰
خټې شوې بوټونه یې پر چمن وموښل ۰
په چمن کې د پسرلي خودرویه ګلانو خوند ورکړ، درې دانې یې وشکول په ویښتانو کې یې وټومبل او خپلې کوټې ته لاړه.
په خپلو تورو ویښتو یې د ناز لاس تېر کړ۰ګلان پر ځمکه ولویدل۰
مبایل یې راواخیست۰
اخیستل شوې سلفي یې اډیت کړ، بیا یې په فیس بوک کې خپور کړ ورسره ویې ولیکل:
د ځنګله یوه ښه ورځ!
د نورو پوستونه یې ونه لیدل۰
مبایل یې بند کړ، پاڅېده.
د نرګس ګل ته یې اوبه ورکړې۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب