سه شنبه, مې 14, 2024

وینه

لیکونکی:  وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل د طب عالی تکنالوجست

 وینه ( Blood) : وینه د بدن یوه ځانګړې مایع ده چې په یونانې ژبه کې ورته هیما haima یانې وینه ویل کیږي . یوسړی چې وزن يې اویاکیلوګرام 70 kg وي ، د بدن په رګونوکې یې لږڅه دپینځونه ترشپږ لیتره (5-6 liter )وینه بهیږي .

وینه د بدن حجروته غذايي اړین موادرسوي او د هغه ځایه بې ګټې یانې فضله مواد له ځانه سره بیرته انتقال کوي . د وینې دنده په لاندې ډول او لنډه توګه بیان کولای شو: • د بدن ټولوحجرو ته اکسیجن رسوي اودهغه ځایه کاربون دای اکساید او د میتابالیزم په کړنلاره کې بې ګټې تولید شوي مواد رااخلي . لومړی اکسیجن د هېموګلوبین په پروتین باندې تړل کیږي اوورپسې د سروکرویاتو په مرسته حجروته انتقال کیږي . •

د بدن معافیتي سیستم دنده ترسره کوي . په وینه کې سپین کرویات بهیږي اودانتي باډيAntibody په مرسته پردي موادتشخیص کوي اوله منځه يې وړی . • وینه داسی ځانګړتیاوې لري چې دوینوحجرولکه Platelets اودفیبرین پروتین په مرسته Fibrin پرڼ کیږي Coagulation ترڅودبدن څخه دوینې دضایع کیدنې مخنیوی وشي . •

وصیل الرحمن بصیری اوریاخیل

د هارمونونواواینزایمونولیږدول اودټپي شووحجروڅخه دزیګنالونورانیول • دبدن د PH یانې تیزابي اوالکالي خواصوکنترول اوبرابرونه چې نارمل قیمت یې 7.35 – 7.45= PH دی . په وینه کې دجامد وبڅرکوپه تیره بیا دالبومینودغلظت اوزموتیک فشاراندازه colloid osmotic pressure ددریوڅخه تر پینځه کیلو پاسکاله پورې 2,7–4,7 kPa رسیږي . وینه دتودوخې په صفرعشاریه شپږدرجې 0,56 °C کې یخ کیږي اوکثافت یې لږڅه یوقیمت لري 1,05–1,06 . • وینه دبدن دننه غړوحرارت ثابت ساتي Core temperature اوهم یې کنترول کوي ترڅوکیماوي تعاملات په سمه توګه ترسره شي . نارمل حرارت 37 °C دی . • همدارنګه وینه دبدن په میتابالیزم کې تولیدشوي مواد چې بدن ته کومه ګټه نه رسوي لکه کاربون دای اکساید CO2 ، یوریا Urea ((NH2)2CO اودشدواسید Lactic acid بهرته انتقال کوي . وینه په شمزیولرونکو ژوو Vertebrates کې دلاندودووبرخوڅخه جوړه شوې ده . لومړی:

دوینې پلازما (Blood plasma) : دوینې ټول حجم په سل کې پینځه پنځوس (55%) دیوې مایع څخه جوړدی چې دوینې پلازما په نامه سره یادیږي . پلازما دوینې په سل کې نوي 90 % اوبه اوپه سل کې اته (7–8 %) پروتین جوړوي . دپلازما پاتې برخه دایونونوIons اولیږدوونکوموادوڅخه ترکیب شوې ده . دویم : دوینې بڅرکي یاحجرې (Blood corpuscle) : دوینې دټول حجم په سل کې پینځه څلویښت 45 % دوینې درې ډوله حجری تشکیلوي چې دسرو کرویاتو erythrocytes ، سپینو کرویاتو leukocytes اوترامبوسایتونو thrombocytes په نامه سره یادیږي .

 دوینې په پلازما کې دوینې نوموړې حجرې لمبووهي . دوینې په پلازما کې لاندې مواد دیادلووړدي . •

دپلازماپروتین چې د البومین (60–80 %) ،ګلوبولین (20–40 %) اوفیبرونیګن Fibrinogen (ca. 4 %) په نامه سره یادیږي . نوموړي پروتین په یوناني ټکولکه الفا ،بیتا اوګاما (α1-, α2-, β- and γ-Globuline) سره ښوول کیږي . دپلازماپروتینودنده دموادوانتقال ، دناروغیو په وړاندی معافیت ، دوینې ټینګیدل او داوزموتیک فشار ثابت ساتل دي . •

په پلازماکې ایونونه لکه سوډیم Na-، کلورایدCl-،مګنیزیوم Mg-،فوسفاټ PO43− ،کلسیمCa- ، سلفراسید اونور ایونونه شتون لري . دوینې په پلازما کې ، امینواسید amino acid، ليپید، پروتین ، ګلوکوز،مالګه ،مینرالي ایونونه ، هارمونونه ، ویټامینونه دمیتابالیزم په کړنلاره کې پیداشوي مواد ،کاربون دای اکساید ،اکسیجن اونورمهم مواد شتون لري اودهغوی د انتقال دنده هم په غاړه لري . په پلازما کې داکسیجن دانتقال ضرفیت دسروکرویاتودهېموګلوبین د کیفیتي جوړښت اودلوړفشارسره تړاولري . هېموګلوبین دڅلوروپیپتید peptides ځنځیرونوڅخه جوړدی چې هریویې یوهیم ګروپ heme groups لري .هیم کمپلکس مرکبات د ي چې په مرکزکې يې داوسپنې دوه قیمته ایون Fe++ اوپه شاوخواکې یې د Porphyrine مالیکول تړلې دي . دوینې رنګ ځکه سوردی چې دهیمګلوبین مالکیول یوه برخه اوسپنه جوړوی . دهېموګلوبین پروتین په هیم ګروپ باندی داکسیجن اتوم تړلې دی . په ۱-شکل کې دوینې یوه هیستولوژيکي نمونه ښوول شوې ده. د اناتومي له مخې وينه يو تړونکی نسج يا connective tissue، بلل کېږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب