چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبشعرد عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

د عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه

  این چرخ که با کسی نمیگوید راز

کشته به ستم هزار محمود و ایاز

می خور که بکس عمر دوباره ندهند

هر کس که شد از جهان نیمیآید باز

دا فلک دی چی هیچا ته د زړه نه وایی رازونه

هم محمود او هم ایاز یې په ستم وړي زرگونه

شراب وچښه چی عمر بیا په لاس درتللای نه سي

څوک چی تللي له جهانه رایې نغلل احوالونه

کردیم دگر شیوه رندی آغاز

تکبیر همی زنیم بر پنج نماز

هر جا که پیاله ایست مارا بینی

گردن چو صراحی پی او کرده دراز

د رندۍ لار مو پیل کړې اوس روان پر دې کوڅې یو

د پنځو لمونځونو وخت کی په تکبیر او په نارې  یو

چی هر ځای پیالې شرنگېږی  پر هغه میدان مو غواړه

صراحی رنگه مو غاړی اوږدې کړي ورپسې یو

 رو بر سر افلاک جهان خاک انداز

می میخور و گرد ماهرویان میتاز

چی جای عبادتست و چه جای نماز

کز جمله ء رفتگان کسی نامد باز

ولاړ سه توری خاوری توی که پر جهان د اسمانونو

د ښایستو حورو په منځ کی  پورته کړنگ که د جامونو

څه به ځای د عبادت وی څه محراب  دی د لمونځونو

څوک چی تللي ستانه نه سول له  ناپایو سفرونو

آب رخ نو عروس رز پاک مریز

جز خون دل تاءب ناپاک مریز

خون دو هزار تاءب نامعلوم

بر خاک بریز و جرعه  بر خاک مریز

چی رسوا درڅخه نه سي د مغان د لور رازونه

د ناپاکو توبه گارو همېشه تېر سه له خونه

د دوو زرو منافقو توبه گارو وینی توی که

پام چی توی پر خاورو نه کې نه یو څاڅکی نه جامونه

وقت سحراست خیز ای طرفه پسر

پر باده لعل کن بلورین ساغر

کین یکدمه عاریت درین کنج فنا

بسیار بجویی و نیابی دیگر

د سحر وخت دی نو خطه دا موسم رانه تېرېږی

بلوړی جام مي را ډک که له سرو میو چی ځلېږی

له فاني دنیا  په پور دی دا یو دم را رسېدلی

بیا به ډېر ورپسی گرځې وخت چی تېر سی نه ستنېږی

گر باده خوری تو با خردمندان خور

یا با پسر ساده رخ خندان خور

بسیار مخور ورد مکن فاش مساز

اندک خور و گاه گاه خور و پنهان خور

که شراب چښې چښه یې  په صحبت د هوښیارانو

له نوخط سره یې نوش که په ټولۍ کی د یارانو

مه یې ډېر خوره مه یې تل خوره  مه دی راز وایه وچاته

هم یې لږ خوره کله کله او هم پټ له  رقیبانو

در پرده اسرار کسی را راه نیست

زین تعبیه جان هیچکس آگه نیست

جز در دل خاک تیره منزلگه نیست

بشنو که چنین فسانها کوته نیست

د اسرار پردو ته تللي ټولي لاری یې تیارې دي

هلته هر عقل کوټه دی د هر چا پر فکر شپې دي

د هستۍ وروستی ربات دی  تور زړگی د تورو خارو

دا د زړه په غوږو  واوره چی اوږدې دا افسانې دي

ای چرخ دلم همیشه غمناک کني

پیراهن خوشدلی من چاک کنی

بادی که وزد به آتش کنیش

آبی که  خورم در دهنم خاک کنی

اې فلکه همیشه  می زړگی شین تغمې تغمې کې

د خوښۍ جامې کړې څیری زما گرېوان ریښې ریښې کې

چی پر خوا می نسیم راسي زما پر تن یې سره لمبه کې

چی یو څاڅکی وړم تر ستوني زما په خوله خاوری ایرې کې

ای باده ء خوشگوار درجام بهی

بر پای خرد تمام بند و گرهی

هر کس که زتو خورد امانش ندهی

تا گوهر او برکف د ستش ندهی

اې د میو سرو لعلونو درته جام او پیالې ښایی

چی ته نه یې په خلوت کی عقل بند وی خودی ستایی

څوک چی جام کی پر سر پورته بیا امان ورلره نسته

چی هر څه لری په زړه کی هغه ټول په ژبه وایی

ای از حرم ذات تو عقل آگه نې

وز معصیت و طاعت ما مستغنی

مستم ز گناه و وز رجا هشیارم

امید برحمت تو دارم یعنی

تاته عقل نه رسیږی لوړ تر فکر د هر چایې

له گناه او عبادته مستغني یې بې  پروایې

که هر څو له گناه مست یم ستا سخا لره هوښیار یم

د رحمت امید لرمه ته قادر یې ته دانا یې

افتاد مرا با می ومستی کاری

خلقم ز چه میکند ملامت باری

ایکاش که هر حرام مستی کردی

تا من بجهان ندیدمی هوشیاری

ماته می او مستي دواړه په قسمت دي رسیدلي

ټولو خلکو ولی ماته د پیغور سترگی نیولی

کشکی ټولو گناهونو انسانان نشه کولای

په دنیا کی  به مي چیرته هوښیاران نه وای لیدلی

از دیر برون آمده ناپاک تنی

وز دود جهنم بتنش پیرهنی

بشکست صراحیم که عمرش کم باد

وانگه چی می لطیف و مردی چو منی

له خلوته را وتلی کر غیړن لړلی ځان و

دوږخي جامې اغوستي په زړه تور لکه شیطان و

صراحی یې کړه را ماته خدایه عمر یې ور لنډ کې

هغه څه ښایسته شراب وه دلته ما غوندی انسان و

از دفتر عمر بر گرفتیم فالی

ناگاه ز سوز سینه صاحب حالی

میگفت خوشا کسی که اندر بر او

یاریست چو ماهي و شبې چون سالی

ما د عمر په دفتر کی ځانته اچول فالونه

یوه پیر د زړه له سوزه راته وویل حالونه

ویل څومره  دی نیک بخته هغه څوک چی یې په څنگ کی

د سپوږمۍ په شانی یاروی شپې اوږدې لکه کلونه

تا کی ز چراغ مسجد و دود کنشت

تا چند زیان دوزخ و سود بهشت

رو بر سر لوح بین که استاد قلم

روز ازل آنچه بودنی بود نوشت

لا تر څو ډېوه محراب کی په کنشت کی اور بلیږی

څو به ځغلې له دوږخه  او جنت ته دی زړه کیږی

پر تخته د اسمان گوره چی استاد په خپل قلم  دي

د ازل په ورځ لیکلي هغه توري نه بد لیږي

از آمدن بهار و ازرفتن دی

اوراق وجود ما همیگردد طی

می خور مخور اندوه که گفتست حکیم

غمهای جهان چو زهر و تریاکش می

سر پر سر پسرلي راسي او تیرېږي خزانونه

د هستۍ پاڼی مو اوړي او ډکیږی کتابونه

می چښه غمونه مه خوره دا وینا د حکیمانو

د جهان غمونه زهر او تریاک( درمل) یې دی جامونه

آن مایه ز دنیا که خوری یا پوشی

معذوری اگر در طلب آن  کوشی

باقی همه رایگان نیرزد هوشدار

تا عمر گران مایه بدان نفروشی

پر دنیا که د خوړلو اغوستو دي نعمتونه

په طلب کی دي تاوان دی چی پر لار یې ږدې گامونه

نور چی هر څه دلته وینې وړیا نه ارزي هوښیار ته

چی په دې متاع خرڅ نه کې د خپل  عمر گران کلونه

یک جرعه می  کهنه ز ملک نو به

وز هر چه  نه می طریق بیرون  به 

خشت  سر خم ز تاج کیخسرو به

جامیش به ازملک  فریدون به

زما زاړه شراب په کار دي نه شاهی نوي ملکونه

بیله میو بیهوده دي ټولي لاري منزلونه

جام یې سل ځله بهتر دی له شوکت د افریدونه

خم دي زما وي ته در واخله کیسخرو دی که تاجونه

نقشی است که بر وجود ما ریخته ای

صد بوالعجبی زما بر انگیخته ای

من زان به ازین نمیتوانم بودن

کز بوته مرا چنین فرو ریخته ای

یو تصویر دي اچولی  زموږ پر تن باندی څښتنه

سل عجیبی  ولا ړېږی د دې جبر له وطنه

ښه کیدلای  تر دې نه سم له ازله داسی جوړ یم

روح می بل چیرته پیوند دی تمه نه کیږی له تنه

من ترک همه گیرم و ترک می نه

وز جمله گزیر باشدم از وی نه

آیا بود آنکه من مسلمان گردم

پس ترک می مغانه گیرم هی نه

زه او جام به سره مله یو نور له هر څه توبه گار یم

دا هستي می در پرېږدمه یو د  سرو شرابو یار یم

ته خو ښه وایې ناصحه چی را واوړه مسلمان سه

بیا نو می او مغان پرېږدم هغه نه کیږی هوښیار یم

دانی  ز چه روی اوفتادست و چه راه

آزادی سرو و سوسن اندر افواه

کین دارد ده زبان  ولیکن خاموش

وآنراست دو صد دست و لیکن کوتاه

ته پوهیږې چی دا ولي  آوازې دی چی خپرېږی

چی سوسن  سرو ازاد دي خوله پر خوله یې کیسې کیږی

د سوسن  سره لس ژبی خو هیڅ نه وایی خاموش دی

او د سروی سل لاسونه  خو له ځانه نه اوږدېږی

چند از پی  حرص و آز فرسوده

سرگشته دوي گرد جهان بیهوده

افتند و رویم و دیگر  آیند و روند

یکدم بمراد خویشتن نابوده

لا دي څو د حرص پر لاره روح او تن دي سولولي

لا لهانده پر جهان یې تر زړگي اغزي ختلي

راغلل، ځو به، نور به راسي د هغوی هم دغه لار ده

څوک یو دم تر خپل هدفه دلته نه دي رسیدلي

جانا ز کدام دست برخاسته ای

کز طلعت خویش ماه را کاسته ای

خو بان جهان بعید رو آورند

تو عید بروی خویش آراسته یی

زما ښایستې له کومه  لاسه کوم کماله یې راغلې

چی له مخه دي سپوږمۍ ده په  اسمان کی شرمیدلې

د نړۍ ښکلي مخونه د اختر په ورځ سینگار کړي

تا په خپل مخ د اختر ورځ ښکلې کړې سینگار کړې

تن در غم روزگار بیداد مده

مارا زغم گذشتگان یاد مده

دل جز بسر زلف پریزاد مده

بی باده مباش و عمر برباد مده

ډېر چی ځای نه کې په زړه کی  د زمان ظالم غمونه

موږ ته مه رواړه نا خوالي د پیړیو تیر کلونه

زړه د یار په زلفو بند که هیروه  دا نور بندونه

پیاله  مه ایږده له لاسه چی برباد نه کې کلونه

تا کی غم آن خورم که دارم یانه

وین عمر بخوشدلی گذارم یانه

پر کن قدح باده که معلومم نیست

کین دم که فروبرم بر آرم یانه

غم تر څو خورمه دوستانو څه   لرم څه نه لرمه

دا څو ورځی  په مستیو تیروم که یې پرېږدمه

جا م مي ډک که له شرابو  چی معلومه راته نه ده

له سینې یې بیرته باسم  دا نفس چی کښته وړمه

پیری دیدم بخواب مستی خفته

وز گرد شعور خانه ء تن رفته

می خورده و مست خفته و آشفته

والله لطیف بعباده گفته

ما بوډا مست له شرابو بیده ولیدی یارانو

نه په غم کی و د عقل نه په بند کی د رندانو

بیخبره له جهانه دا یو ذکر یې  په خوله و

په والله چی مهربان دی خدای پر خپلو بندگانو

بنگر ز صبا دامن گل چاک شده

بلبل ز جمال گل طربناک شده

در سایه ء گل نشین  که بسیار این گل

در خاک فروریزد و ما خاک شده

د سهار نسیم الوتی د غوټۍ گرېوان څیرېږی

د گلونو له جماله بلبلان  دي چی مستیږی

نن د گل سیوري ته کښینه چی  گیډۍ د دې گلونو

رژېدلي دي پر خاورو زموږ په شانی خاوری کیږی

این چرخ چو کاسی است نگون افتاده 

در وی همه زیرکان زبون افتاده

در دوستی شیشه و ساغر نگرید

لب برلب و در میانه خون افتاده

دا فلک لکه کاسه ده را لوېدلې سرنگونه

پکښی عقل سر گردان دی پکښی بند دي تدبیرونه

له دوستۍ در معلومیږی د مینا او د جامونو

خوله پر خوله یې سره ایښې ډک له وینو لري زړونه

1 COMMENT

  1. خدای د وکړي چې ستا فرهنګي خدمتونه او قیمتونه د یوو غوره شاعر په توګه افغانان وپيژني او دوحشیانوعمل درسره ونکړي
    ته یو لوی شاعر او ادیب یې
    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب