یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+ملنګي (د انس حقاني د شعر یو تاثر) یونس تنویر

ملنګي (د انس حقاني د شعر یو تاثر) یونس تنویر

د انس حقاني د ملنګي غزل یو ډول ارمان او یو ډول تواضع ده. اصل کې شعر د فطرت ژبه ده، نو همدا د انسان هغه اصلي شکل دی، چې پرې ظاهر شوی دی، ځکه د فطرت د څرګندولو یوازینې ژبه، چې ډېره پاکه ده؛ هغه شعر دی. انس حقاني تېره ورځ په ټویټر کې خپل غزل د (ملنګي) تر عنوان لاندې خپور کړی و. ددې غزل ماهیت په فطري تقاضو ولاړ و. تقاضې پکې دا وې، لکه: یو ډول د غره ژوند پسې ارمان، د ښار له شوره نفرت او وخت تاج ورکول. ددې ټولو سره سره د ملنګۍ یو فطرت پکې نغښتی و، چې انس دا ژوند زیات خوښ کړی و. شاعران اصل کې تقلیدي رسمیت نه، بلکې یو ډول په چارو کې جدت ته زیات تمایل لري؛ مګر بیا وروسته اعتراف دا وي، چې دا هر څه ازلي و. یانې انساني فطرت بیا هم ملنګي غوره کوي او دا ټول احسن صفتونه یوازې د خدای تعالی (ج) ورکړه ګڼي او پر همدې اعتراف کوي. تاسې یې دا بیتونه راسره ولولئ:

څه له شوره څه له ښاره ستوماني ده

څه مې خوښه بس د غرونو زندګي ده

وخت مې کېښوده په سر د پاچاهۍ تاج

خو فطرت مې زړه کې ايښې ملنګي ده

یانې صلیبي یرغل کابو شل کاله په افغانستان کې مظالم وکړل، ډېر افغانان یې په پیسو مامور کړي ول او د افغانانو میندې او بچیان یې شهیدانول. دا غزل د دغې مقابلې د مبارزې یو ارمان لري، ځکه چې د پاچاهۍ تاج د سیاسي ژوند سره تړون دی. انس حقاني ددې ټولو پېښو، بریاوو مالک ځان نه ګڼي؛ بلکې دا د الله تعالی(ج) نصرت ګڼي:

د حاسد د حسد اور لا په ځلا کړم

پیرزوینه د څښتن ده ازلي ده

یانې هغوی چې په یوه داسې کشمکش کې یې ژوند کړی وي، نو فطري ده، چې ووایي:

د مرګ ژوند له کشمکش سره بلد یو

د فراق وصال کیسه راته عادي ده

انس حقاني ددې ټولو سره سره، بیا هم د هغه ژوند ارمان کوي، چې په سنګرونو او بندیخانو کې و. یانې ددې وطن مشران او کشران، چې داسې وي، نو فطري ده، چې دوی د دین د ساتلو لپاره په هر قیمت قرباني ورکړې ده. یانې قرباني عشق وي او دی په هم هغه عشق، دردونو او د هغوی په خوندونو پسې ارمان کوي، مګر دا دردونه چې چا لږ هم ساتلي وي، د هغوی په برخه کې ما سیوا له خدای تعالی (ج) بله پیروي نه وي. د طالب کلیم له دې بیته هم څرګندیدای شي، چې ارمان به یې ارمان پاتې شي:

وضع زمان قابل دیدن دوباره نیست

روپس نکرد هر که ازین خاکدان ګذشت

مګر دا جد او جهد خپله د حقیقت پیروي ده او په دې بیت کې ښه څرګندیدای شي:

چې مې زړه د مجاز حسن قابو نه کړ

حقیقت پسې مې کړې پیروي ده

مګر که هر څه وي شاعر بیا هم خپل احساس لري او پر خپل تخیل فخر کوي او دا یو مزید یون وي، د چا چې نصیب شوی وي، هغوی یې په تشخیص ښه پوهیږي:

ناست پر تخت د تخیل ګرځم هر چېرې

شاعري څومره عجیبه پاچاهي ده

مګر د دې ټولو باوجود د ازادۍ د خوشحالۍ ارمان د ټولو افغانانو یو شریک ارمان دی، چې ټول یې زمزمه کوي او خوند ترې اخلي:

له خوښۍ یې انس روح شیندم په پښو کې

چم ته بیا راستانه شوې ازادي ده

پای

3 COMMENTS

  1. دا نو دین ته قرباني وه؟
    لکه غله راغلل قدرت هم ای اس ای ورته وویشه صدراعظم یې تر اوسه ګونګ دی، امیر المومنین یې تورې خاورې خوري۔
    کار یې نا اهلو ته وسپاره۔
    ولس یې له قدرت څخه وشاړه
    حکومت ته یوه حد اقل د خړو پوزه هم کشینښوده۔
    خلک ځوروي پداسې حال کې چې عفوه یې اعلان کړی ده۔

  2. لیکونکې چې بی له شکه د حقاني د ډلی غړی یاخواخوږی دی ، غواړي د یو انسان وژونکی او بی رحم قاتل نه یو عاطفه لرونکی او زړه سوانده انسان جوړ کړي، خو تر اوسه لا د هغو سلهاو تنو بیګناه افغانانو وینی لا وچې شوي ندي چې د انس حقانی د وینې زبیښکي ډلی لخواه د کابل ښار د زنبق د څلور لاري، کانتننتال د هوټل او د ښار نورو سیمو په ډلیز وژنو کې خپل ژوند له لاسه ورکړي، لیکونکې د حقانی ډلی په ستاینی کې لیکي « دوی د دین ساتلو لپاره په هر قیمت قربانی ورکړی» آیا دا ټول افغانان کافران او یواځی د حقانی ډله مسلمان و، حقیقت دا ده چې د حقانی ډله د دین ساتلو لپاره نه بلکه د پنجاب د مفاداتو د ساتنو پخاطر قربانی ورکړی او د پاچائی په تخت هم د آی ایس آی د پخوانی مشر حمید فیض لخواه کینول شول.
    لنډه دا چې د انس حقانی د ډلی جنایات او وژنی به هیڅ کله هم زموږ د خلکو له ذهنونو نه هیر نشي او لیکونکې بی ځایه هڅه کوي د یو ظالم او بی رحمه قاتل نه د مهربانه زړه شاعر او بی ضرره انسان جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب