شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهصالح: افغان بانکونه نه سقوط کیږي، سقوط شوي دي

صالح: افغان بانکونه نه سقوط کیږي، سقوط شوي دي

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د افغانستان د بې واکه شوي ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې د افغانستان بانکونه د سقوط په حال کې نه دي، بلکې دا بانکونه عملاً سقوط شوي دي.

هغه په یوه ټویټ کې ویلي، چې بانکونه د مراجعینو او ګټې د نشتوالي له کبله سقوط شوي او عملاً یې چارې مخ په پای ته رسیدو دي.

مخکیني مرستیال ولسمشر یو ځل بیا پاکستان د افغانستان په اشغالولو تورن کړی او ویلي، چې اوس دې پاکستان خپلو استازو(طالبانو) ته نقدې پیسې واستوي او ودې ژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې مختلفو نړیوالو اقتصادي او نورو ادارو په افغانستان کې د بانکي نظام د سقوط خبرداری ورکړی دی.

طالبانو بیا ویلي، چې دوی افغانستان ته د ازادۍ په اخیستو خپل مسوولیت ترسره کړی او نور که هره فاجعه رامنځته کیږي نړیواله ټولنه او امریکا متحده ایالات یې مسوول دي.

د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، چې طالبانو سره یې د امریکا د سولې تړون لاسلیک کړی و، د طالبانو دغه تور رد کړی.

هغه ویلي، چې امریکا د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه هیڅ کوم مسوولیت نه لري.

1 COMMENT

  1. صالح جان بلکل ريښتیا وایي او له خپلې تجربې یې وايي، که بانکونه شته وای فعال وای دی خوار چېرې مجبورېده چې ۶ میلیونه ډالره او طلاوو خښتې کورکې سرپه سر کیږدي هههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب