شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهکاپیسا کې ۴ دیني عالمانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کاپیسا کې ۴ دیني عالمانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د کابل په ګاونډي ولايت کاپیسا کې نن ناڅرګندو وسله والو پر دیني عالمانو ډزې کړي، چې ۴ تنو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

دا پېښه نن له غرمې مخکې، د کاپيسا په يوه مرکزي سيمه ( ريګ روان) کې هغه مهال شوې، چې دیني عالمان له مدرسې څخه خپلو کورونو ته تلل.

د کاپیسا د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي کریم الله وثیق په پېښه کې د ۲ دیني عالمانو وژل کيدل او د ۲ نورو ټپي کیدل تایید کړي دي.

سرچينې د دغو ديني عالمانو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ويل کيږي، چې وژل شوي دیني عالمان د يوې دولتي مدرسې ښوونکي وو.

د دغې پېښې مسووليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په وروستيو کې د طالبانو او داعش ډلې دواړه د دیني عالمانو په وژلو تورنيږي.

د ځینو خلکو په باور، طالبان تر ډېره هغه دیني عالمان چې اهل حدیث ګڼل کېږي او داعش سره فکري نيږدې والی لري، د‌ وژنو هدف ګرځوي.

د دې ترڅنګ د حنفي مذهب د دیني عالمانو د وژل کيدو پړه تر ډېره پر داعش ډلې اچول کیږي او دليل یې له طالبانو سره د هغوی احتمالي ملاتړ ګڼل کېږي.

د دې باوجود د اهل حدیث یا سلفي مذهبي نظريې ډېرو علماوو د څو غونډو د جوړولو سره د طالبانو ملاتړ کړی او ترې غوښتي، چې ټولو دغو عالمانو ته د داعشیانو په سترګو ونه ګوري او بد چلند ورسره ونه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب