یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهامریکا: که روسیه او چین ط په رسمیت وپېژني، بیا یې هم...

امریکا: که روسیه او چین ط په رسمیت وپېژني، بیا یې هم موږ نه پېژنو

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټام ویسټ ویلي، چې د روسیې او چین له لوري که طالبان په رسمیت وهم پېژني، دوی به یې بیا هم په رسمیت ونه پېژني.

هغه له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې دا احتمال هم رد کړی، چې یاد شوي هېوادونه به طالبان په رسمیت وپېژني.

نوموړي بیا ټینګار کړی، چې دوی د زور له لارې د طالبانو د واک ته رسیدو خلاف وو او پر خپل دې ټینګار لا هم کلک دي.

دده په وینا، د افغانستان د بانکي زېرمو د کنګل ساتلو لپاره حقوقي او قانوني دلایل شته او د هغې په اساس نه شي کیدای، چې له یوه اکونټ څخه دغه پیسې بل اکونټ ته واستول شي.

د ویسټ په وینا، د افغانستان له ۱۰ میلیارده بانکي زېرمو ور اخوا د دغه هېواد ۲ میلیارده نورې بانکي پیسې په نورو هېوادونو کې شته، چې هغه هم اوس د طالبانو لخوا د استفادې وړ نه دي.

طالبانو د امریکایي استازي څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

تمه کیږي، چې زر د هغه او طالب مشرانو ترمنځ په دوحه کې بیا خبرې پيل شي.

د خبرو د پیل هدف دا ښودل شوی، چې له افغانستان څخه د امریکایي اتباعو او هغوی همکاران په خوندي ډول ولېږدول شي.

د دې ترڅنګ به د افغانستان د کنګل شویو بانکي زېرمو او له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کیدو په اړه بحث و خبرې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی