یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Home+خرافات / محيب رحمتي 

خرافات / محيب رحمتي 

په 1970 کي د جنرال يحى خان د حکومت د اطلاعاتو وزير جنرل شير علي خان په ډېر احترام سره د اندونیزیا يوه ښځه زهره فورنا پاکستان ته راوسته. (هغې ادعا کوله چي په نس کي يې حضرت مهدي عليه السلام دى او هغه د ورځي 5 وخته اذان او تلاوت هم کوي چي غږ يې د نس څخه د باندي اورېدل کېږي.)

په پاکستان کي د زهره فورنا په ډېر درنښت هر کلى وشو. د هغه وخت علماو له هغې سره ملاقاتونه وکړل. د هغې له نس مبارک سره يې غوږونه ونښلول او د تلاوت د اورېدو سعادت يې ترلاسه کړ. د ملک په نورو برخو کي هم د هغې په درنښت غونډي جوړي شوې.
کله چي يې ختيځ پاکستان ډهاکې ته د تلو اراده وکړه نو د هغه ځاى علماوو يې سخت مخالفت وکړ نو ډهاکې ته د تلو پروګرام کېنسل سو او په کراچي ښار کي په يوه لوى ميدان کي د مهدي د مور سره د جمعې د لمانځه بندوبست وشو. ښځي د امامت په مسله د قبلې خواته پښې وغځولې او په يوه خاص ځاى کي مايک نصب سوى و. د جمعې لمونځ وشو چي په زرګونو خلکو پکي ګډون کړى و.
کله چي دا تماشه روانه وه نو د کراچۍ پوهنتون پروفيسرانو او د جناح پوهنتون ډاکټران ددې پروګرام مخالف و.
د کراچۍ په ګورنر هاوس کي د غرمې د ډوډۍ په مهال زهره فورنا مسموم سوه چي هسپتال ته يووړل سوه. د جناح هسپتال ډاکټرانو هغه معاينه کړه او د محترمي د لينګو له منځه يې يو کوچنى ټيپ را وايست او ډرامه يې ختمه کړه.
د زهره فونا راوستونکو هغه له پولي هند ته په اړولو کاميابه سول.
وروسته په اندونيزيا کي يوې محکمې هغه په لس کاله او مېړه يې په اوه کاله بند محکوم کړ.
يوازي پاکستان کي دا حال نه دى افغانستان تر پاکستان ډېر په دې لعنت اخته دى. همدا اوس په خپل شاوخوا کي وګورئ چي څه حال ده او په څه ډول خلک د کوډو، جادو وغيره په نومونو لوټل کېږي. دا ټول کارونه زموږ د جهالت او بېسوادي له امله دي. جلال اباد خواته خو بېخي په زيارتونو خلک په ځنځیر تړل کېږي. هغه وخت چي ما په يوه راډيو کي کار کاوو له خوسته مو همکار يو راپور رالېږلى و چي په کوم زيارت کي يو کس چي په کومه نجلۍ مين و په زيارت کي وروڼو په ځنځير تړلى و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب