شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامیرخان متقي راتلونکې اونۍ بیا دوحې ته سفر کوي

امیرخان متقي راتلونکې اونۍ بیا دوحې ته سفر کوي

تاند:( چار شنبه، د قوس درېیمه)‏‏ د طالبانو خبري سرچینې وايي، چې دوی ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي به د یوه لوړ پوړی پلاوي په مشرۍ، د شنبې په ورځ د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړي.

ويل کيږي، چې نوموړی او ورسره ملګری پلاوی به په دوحه کې د اروپایي ټولنې او امریکا استازو سره د افغانستان اړوند موضوعاتو خبرې وکړي.

 دا قطر ته د طالبانو له واکمنیدو وروسته، د مولوي متقي دویم سفر دی.

د ياد شوي سفر په اړه طالبانو ډېر جزییات نه دي ورکړي.

تمه کيږي، چې راتلونکې اونۍ به د طالبانو او امريکا متحده ايالاتو تر منځ د مذاکراتو بل پړاو هم پیل شي.

دا سفر په داسې مهال پلان شوی، چې افغانستان کې بشري بحران ورځ تر بلې شدید کیږي او د خلکو شکایتونه په زیاتیدو دي.

نړيوالو بنسټونو خبرداری ورکړی، چې د افغانستان بانکي نظام د سقوط پر لور روان دی او د نقدو پيسو کمښت ورځ تر بلې په جدي ستونزې بدلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب