شنبه, مې 4, 2024
Home+ستاسو او زموږ ملي ګټې| دولت وزیري

ستاسو او زموږ ملي ګټې| دولت وزیري

هر هغه څه چې د یوه هېواد په ټول ملت پورې اړه لري او ټول ملت يې په اتفاق خپلې ګټې ګڼي ملي ګټې دي.

یا

هغه ارزښتونه چې د یوه هېواد او یوه ملت بقا او شتون ور پورې تړلي وي ملي ګټې دي.

او یا

هغه ارزښتونه چې د یوه هېواد له بقا، پرمختګ، مادي او معنوي هويت سره مخامخ او نه شلیدونکې اړیکې ولري ملي ګټې دي.

یا

هغه څه چې د یوه هېواد او ملت بقا او موجودیت تضمينوي ملي ګټې دي.

او یا

په عمومي توګه هر هغه څه چې د یوه ملت د ژوندانه په چاپېريال کې په مادي او معنوي توګه موجود وي او د هغوی د ژوند د بقا او پرمختګ سبب ګرځي ملي ګټې دي.

په ځانګړې توګه سیاسي او اقتصادي خپلواکي، ملي شتمني، فرهنګ، ځمکنۍ بشپړتیا او فضايي حریم په ملي شتمنیو کې راځي او ساتل يې په ټول ملت پورې اړه لري.

اوس به د یوه افغان او د یوه پنجابي تر منځ بحث ته غوږ شو:

ماته خو ډېر په زړه پوری و.

هیله ده په غور يې ولولئ.

افغان: موږ له خپلو ملي ګټو په هېڅ صورت پنجاب ته نه تېرېږو که د سر په بیه هم وي.

پنجابی: موږ کله ویلي دي چې تاسو له خپلو ملي ګټو موږ ته تېر شئ، موږ خو وایو چې تاسو زموږ ښه دوستان یاست، خپلې ملي ګټې په خپله کله پر روس، کله پر امریکا، کله پر ایران او کله په نورو مه پلورئ. زموږ په څېر له هر چا سره دوستي وکړئ خو خپلې ګټې له یاده مه باسئ. خپله ګناه ولې زموږ په غاړه اچوئ؟

افغان: تاسو په ۱۹۵۳ م کال ولې افغان ځوانان د داود خان پر ضد وروزل او بیا مو د جګړې لپاره افغانستان ته راولېږل؟

پنجابی: ځکه موږ د خپلو ملي ګټو لپاره دا کار وکړ، داودخان ډیورنډ کرښه نه منله، موږ يې پر ضد په خپله له افغانانو ګټه پورته کړه. په دې کې زموږ څه ګناه ده په خپله به مو افغان ځوانان موږ ته نه رالېږل.

افغان: د ډیورند کرښې ها خوا خاوره خو زموږ ده، تاسې ولې په زور نیولې ده؟

پنجابی: تر خندا وروسته وايي، اشنا تاریخ ولوله موږ نه ده نیولې له تاسو انګرېزانو نیولې وه او بیا انګرېزانو موږ ته وبخښله. کله يې تاسو سمه دعوا کړې ده، تر اوسه مو په رسمي توګه په نړیوالو محکمو کې څو ځلې دعوا کړې ده. په یوازې دروغو او د خپل ملت د غولولو په چیغو خو نه کېږي.

افغان: تاسو ولې پښتنو ته حق نه ورکوئ، ولی په پښتونخوا کې پښتو ژبه رسمي نه ده!

پنجابی: دا په تاسو پورې څه اړه لري. تاسو د خپلې ژبې غم په خپل هېواد کې وخورئ، ځکه ټول وخت ستاسو تر منځ د دري او پښتو پر سر جنجال وي. دا جنجال خو موږ نه دی جوړ کړی. زموږ اردو ژبه رسمي ژبه ده چې څوک پرې پوه نه شي ژبه به يې ور غوڅه کړو.

افغان: تاسو د ثور قیام پر ضد ولې افغانان راوپارول، دې ته ښه ګاونډیتوب وايي؟

پنجابی: تاسو عجیب خلک یاست، ستاسو دوستان روسان وو، تاسو روسان راوستل او زموږ دوستان امریکایان وو، موږ امریکایان راوستل. جګړه خو ستاسو په خاوره کې وه زموږ په خاوره کې خو نه وه. زموږ په کې ملي ګټې وساتل شوې او تاسو هر څه له لاسه ورکړل. په دې کې د ګیلې څه حاجت دی، چې خپلې ملي ګټې نه پېژنئ زموږ څه ګناه ده.

افغان: د جلال اباد په جګړه کی ستاسو سرتېري جنګېدل، دې ته د ښه ګاونډیتوب نوم ورکوئ، ښه خو مو مات کړئ.

پنجابی: ستا ټولې خبرې سمې دي خو ستاسو حکومت اوس نه شته او نه مو هغه ویاړلی پوځ شته، خو زموږ هر څه پر ځای دي. خو ستا د خوشحالولو لپاره به زه قبول کړم چې موږ مات شوو.

افغان: تاسو ولې ډاکټر نجیب الله وواژه؟

پنجابی: اوس دې اصلي خبره وکړه، ځکه مو وواژه چې ستا په قول موږ يې د جلال اباد په جګړه کې مات کړي وو. خو موږ کله ویلي دي چې موږ وژلی دی تاسو په خپله نارې وهئ، چې هغه کمونست و نو ځکه مو وواژه.

افغان: تاسو کله شرم لرئ، طالبان هم تاسو راوستل.

پنجابی: عجبه خبره کوې، دا تاسو وئ چې په مجاهدینو مو د شر او فساد نوم کېښود. دا تاسو وئ چې په هر کلي کې مو یو حکومت جوړ کړ، کابل مو لوټې- لوټې کړ او دا تاسو وئ چې طالبانو ته مو د سولې کوترې نوم ورکړی و.

افغان: تاسو ډېر بیغیرته یاست، اسلام موږ در وړی دی او کلونه- کلونه موږ درباندې حکومت کړی دی اوس تاسو موږ ته اسلام را زده کوئ؟

پنجابی: غورې او لافې وهل ستاسو عادت دی، که نه نو ملایان مو ټول د حقاني په نامه یادېږي او حقانیه خو څه په پغمان کې نه ده. بله دا چې تاسو په خپله یو او بل ته کمونست، شر او فساد، ملحد، منافق، مفسد او غدار وايئ. موږ ولې ملامتوئ.

افغان: تاسو دومره بې ننګه یاست چې زموږ د مشرانو نومونه غوري، ابدالي او نور مو پر خپلو وسلو ایښي دي.

پنجابی: تاسو باید خوشحاله شئ، ځکه تاسو خو خپل یو مشر هم نه مني، تاسو کله ابدالي او یا غوري منلي دي. دا موږ د تاسو ښه ګاونډیان یو چې د خپلو مشرانو پر ځای مو ستاسې مشران را ژوندي کړي دي.

افغان: ډېر منافق خلک یاست، وايي چې موږ طالبانو سره مرسته نه کوو، بیا مو ولې شل کاله په خپل هېواد کې ځای ورکړی و.

پنجابی: عجب موږ کله ویلي دي چې مرسته ورسره نه کوو او دلته يې کورنۍ ژوند نه کوي. موږ په سیاست پوهېږو وایو دلته نه شته، خو ولې تاسو ته دا پوښتنه پیدا شي. هلته دښمني کوئ، هلته بیا ګیلی کوئ.

افغان: که تاسو ښه ګاونډیان وای، افغان کډوالو سره به مو ښه ګوزاره کړې وای.

پنجابی: هغوی کله تاسو خپل هېوادوال ګڼئ، په ملیاردو ډالر درته راغلل ټول مو په دوبۍ او نورو ځایونو کې پر مېلو ولګول. که نه نو په هغه ډالرو به مو خپل کډوال خپل هېواد ته راوستي وو.

افغان: تاسو هېڅ خجالت نه باسئ، صدراعظم مو د سعودي د ولیعهد درایوري کوله.

پنجابی: موږ د خپلو ملي ګټو ساتلو لپاره د خپلو دوستانو پښې هم مچې کوو، ستاسو په څېر نه یو چې په کور کې مو د موږک لکۍ نه سپېره کېږي خو تکبر مو سل اوښان نه شي وړلای.

افغان: هو کنه ټول ژوند مو په دال خوړلو تېر شو، تاسو کله په خبره پوهېږئ.

پنجابی: شکر چې دال لرو، شکر چې هر څه لرو او اټوم هم لرو، تاسو په څېر نه یو چې د خیرات په پیسو د دوه لکو ډالرو په زرهي موټرو کې سپاره شو. که دال خورو خپل مو دي، که تاسو پلوونه خورئ په خیرات يې غواړئ.

افغان: اټوم هم پښتون درته جوړ کړی دی تاسو کله دومره ماغزه لرئ.

پنجابي: موږ خپل پټي په غوایانو قلبه کوو، قلبه ځان پسې نه تړو. چې ته زموږ په امر خپل ورور وژنئ، څه په کار چې موږ تورې ته لاس کړو.

افغان،: په هیرا منډوي مو وشرمېږه.

پنجابی: خدای پاک کولای شي ټوله نړۍ مسلمانان کړي، ولې دا کار نه کوي. پاکستان کې هر څوک حق لري چې و اوسېږي، هغه تاسو یاست چې سعودي ته هم اسلام ور زده کوئ. مبارک مو شه نور هم خپل ځانونه ووژنئ، د اسلام نه خبر نه یاست او په اسلام ځان وژنئ. ستاسو ټول ملایان زموږ د مدرسو فارغ دي. هغوی ځکه اول پاکستان مني بیا افغانستان او هغه هم د جګړې لپاره نه د ابادۍ لپاره.

افغان: تاسو زموږ دښمنان یاست، که نه نو اردو مو ولې را خرابه کړه.

پنجابی: پر موږ تهمت مه لګوئ، تاسو په خپله خپل ټانکونه او الوتکې اره کړي، موږ د همدردۍ له مخې در څخه را ونیولې، کنه د لوږې مړه کېدلئ. په موږ تور مه پورې کوئ. کار خپله وکړئ بیا ملامت موږ گڼئ. موږ ولې خپل ټانکونه نه اره کوو. تاسو ولې دا کار کوئ.

افغان: تاسو د افغانانو له غیرت څخه خبر نه یاست، که مو یو ځل تورې ته لاس کړ بیا به په ډهلي کې هم ټينګ نه شئ.

پنجابی: زه ستاسو غیرت منم، عذر کوم تورې ته لاس نه کړئ، همداسې چې روان یو ښه یو. تاسو خیرات غواړئ او موږ به خپل کار کوو.

افغان: ډیر بې غیرته یاست.

پنجابی: بلې ډېر بې غیرته یو.

افغان: ټول د سپي اولاد یاست.

پنجابی: بلې ټول د سپي اولاد یو.

افغان: که دې بله خبره وکړه خوله به در ماته کړم.

پنجابی: تاسو خو زموږ وروڼه یاست، چې ستاسو اجازه نه وي یوه خبره هم نه کوم.

افغان: څنګه وډار شوې.

پنجابی: له تاسو ډېر ډارېږو.

افغان:بیغیرته ولې غوسه نه درځي.

پنجابی: ههههههههههه، ځکه غواړم تاسو لېوني کړم. تاسو په پوره حوصله نابود کړم. له تاسو ټول ویاړونه واخلم. تاسو په خپل ورور ووژنم. ستاسو هېواد په دایمي توګه د جګړو ډګر کړم. د تل لپاره مو یو مصرفي هېواد کړم او ته پوهېږې چې دا کارونه حوصله غواړي. دا د غوسې کار نه دی. تاسو غورې او لافې وهئ، موږ به په حوصله ستاسو هېواد او ستاسو خلک د تباهۍ سره مخ کوو.

تر څو چې تاسو سړي کېږئ، تر څو چې ستاسو عقل سر ته راځي او تر څو چې له لافو لویېږئ او خپل ژوند ته متوجه کېږئ، بیا به: اوبه تر ورخ تېرې وي.

د مچانو په څېر به لاسونه سولوئ او د ګیدړانو په څېر به نارې سورې وهې چې وچ وای خو چې وای.

لویه خدایه، لویه خدایه

دا وګړي ډېر کړې خدایه

زه وایم

لویه خدایه، لویه خدایه

دا وګړو ته عقل ورکړي خدایه

مننه له حوصلې مو

او مننه له احساساتي افغانانو څخه

چې بې له ښکنځلو يې دا د دوو تنو په زړه پورې بحث واوريد.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب