دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبکره کتنهد خبرو دنيا | اجمل ښکلى

د خبرو دنيا | اجمل ښکلى

سريزه:

د “ادبياتو دنيا” د استاد نجيب منلي او استاد اسدالله غضنفر د مرکو ټولګه ده، چې په دې وروستيو کې خپره شوې ده.  دا نقد پر همدې اثر ليکل شوى.

له ډرامو هاخوا په علمي متن کې د مکالمو د کارونې تاريخ د اپلاتون تر جمهوريت پورې رسېږي، چې له سقراط سره يې د بېلابېلو خلکو فلسفي بحثونه راټول کړي دي. د سقراط په اړه تاريخ ليکي، چې ګرځند سړى و او چې هر ځاى به پرې خلک راټول شول، ده به په يوې ډېرې عادي پوښتنې بحث پيل کړ، خو چې بحث به پايته رسېده، ګرچاپېره خلک به يو څه ترلاسه کړي وو. په لرغوني يونان کې فلسفه عامه وه، چې مورخان يې د فکري ارتقا تر شا د فلسفې خپرېدا ښيي. پوهان دا هم وايي، چې تر لرغوني يونان وروسته چې فلسفه له مکالمو او بحث راووته، د خواصو په انحصار کې کېوته.

https://taand.net/%d8%a7%d8%ac%d9%85%d9%84-%da%9a%da%a9%d9%84%db%8c-%d8%af-%d8%b4%d8%b9%d8%b1-%da%a9%d9%88%d9%86%d8%ac%d9%8a-%d9%84%d9%87-%d8%b4%d8%a7%d8%b9%d8%b1-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af%d9%87/

د لرغوني يونان بېلګه راته وايي، چې د مکالمو له تخنيک نه پر داستاني ادب سربېره په علمي حوزه کې هم ګټوره استفاده کولاى شو. د دې څو ګټې دي: يو دا چې مکالمې د عادي ژبې اساسي برخه ده. دا چې عوام تر نورو داستاني ادبياتو ډرامې ته تود هرکلى وايي، يو لامل يې مکالمه هم ده، ځکه مکالمه عادي ژبې ته ډېره نېژدې ده. د علمي بحثونو لپاره له مکالمو نه استفاده د اورېدونکو ساحه پراخوي؛ نو که ” د ادبياتو دنيا”  مرکو ته د ليکنو بڼه ورکړو، څه به پېښ شي؟ رسمي بڼه به پيدا کړي. په ليکنۍ بڼه کې متني انسجام او ترتيب او په دې توګه ايجاز مهم اصل دى، چې ډېر جزييات يې ممکن د يوه عادي لوستونکي ذهن ته لار و نه کړي. د مکالمو يوه ګټه دا ده، چې پوښتنه وي، بيا يې ځواب، بيا پوښتنه، بيا ځواب او داسې دا پوښتنې او ځوابونه له يو بل سره اړيکه لري. زموږ په ذهن کې د معلوماتو تشه او فرضيې د پوښتنو په بڼه وي. همدا لامل دى، چې په تدريسي کتابونو کې پوښتنې مهمې ګڼل کېږي. په دې ډول تر علمي ليکنو، د بحثونو مينه وال ډېر وي، ځکه چې د عادي ژبې د مکالمې له امله ورسره نېژدېوالى احساسوي. په مقاله کې يو ډولوالى او وحدت احساسوو، چې برخه برخه يې ذهن ته نشو سپارلى؛ خو “د ادبياتو دنيا” غوندې علمي بحثونو کې يوه موضوع د پوښتنو پر بنسټ په برخو وېشل شوې وي او موږ يې په اسانه برخه برخه زده کولاى شو.

د کارونپوهنې او ا.ډ.س[1] له زاويې نه:

پر دې بنسټ “د ادبياتو دنيا” لومړۍ ګټه هغو کسانو ته رسي، چې ادبيات زده کوي او په دې کې لويه برخه د محصلانو ده. محصلان د پوښتنې او ځواب له مېتود سره ښه اشنا وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې “د ادبياتو دنيا” ته د مکالمو يوه ټولګه ويلاى شو؟ مکالمه يوه ژبنۍ او داستاني اصطلاح ده او بحث يوه علمي اصطلاح ده، چې د شاربلو مانا پکې متبارزه ده. د مرکې اصطلاح هم شته؛ خو مرکه پخپله د بحث او مکالمې يو ډول دى. کله چې موږ د مرکې خبره کوو، ذهن ته مو د سوال او ځواب يوه مفهوم درېږي؛ خو په بحث يا مکالمه کې د خپل دريځ د دفاع مانا پرته ده. که له دې زاويې ورته وګورو، “د ادبياتو دنيا” د مکالمو او بحث يوه ټولګه ده؛ خو دا ګنې همغسې تود بحث دى، چې زموږ او ستاسو په تلوېزيونونو او راديوګانو کې وي؟ له سياسته تېرېږم؛ خو زموږ رسنۍ د علمي او ادبي بحث له پلوه شنډې دي. زموږ زياتره ادبي خپرونې شخصيت محوره وي، مثلا يو ليکوال يا شاعر پکې مېلمه وي او مرکچي د هغه د شخصي ژوند او ادبي هڅو په اړه همغه کليشه پوښتنې کوي، چې مخکې مو څو واره اورېدلې وي: که د خپل ژوند په اړه راته ووايئ؟ شاعري/ليکوالي مو څه وخت پيل کړه؟ څو ټولګې مو چاپ شوي؟ زموږ اورېدونکو ته څه پيغام لرئ؟ د دې يو زيان دا دى، چې ټولنه شخصيت پرسته کوي او په فرهنګي وده کې هېڅ نقش نه لري. په دې توګه استاد منلى او استاد غضنفر د ستاينې وړ دي، چې د لوستونکي توجه يې د شخصيت پر ځاى علم ته اړولې او دا زموږ د راديويي او تلويزيوني مرکو لپاره يو ماډل دى.

https://taand.net/%da%a9%d9%88%d9%85%db%90-%da%a9%d9%84%d9%85%db%90-%d9%8a%d9%88%da%81%d8%a7%d9%89-%d8%a7%d9%88-%da%a9%d9%88%d9%85%db%90-%d8%a8%db%90%d9%84%db%90-%d9%88%d9%84%d9%8a%da%a9%d9%88%d8%9f-%d8%a7%d8%ac%d9%85/

“د ادبياتو دنيا” کې يو بحث پر مکالمه دى. غضنفر صاحب وايي: “مکالمه اصلا د ډرامې تخنيک دى. له لويه سره له ډرامې سره ډېر تعلق لري او د ډرامو په اړه ويل کېږي، چې مکالمې بايد تر ډېره حده د تضاد پر بنياد ولاړې وي، داسې نه وي، چې د يوه بل خبرې تاييد کړي، ځکه چې بيا په ډرامه کې حرکت نه راځي او پېښه پر مخ نه ځي… که احمد ووايي، چې نن چهارشنبه ده او محمود ځواب ورکوي، هو نن چهارشنبه ده، دا به مړه مکالمه وي.” اوس که د مړې مکالمې همدا تعريف پر “د ادبياتو دنيا باندې” تطبيق کړو؛ نو پايله به څه وي؟ څرنګه چې دا يو بحث او يوه مکالمه نه ده، بلکې ګڼې مکالمې دي؛ نو پايله متنوع ده. په ځينو مواردو کې دواړه استادان له يو بل سره مخالفت هم لري؛ خو دا مخالفت داسې نرم دى، که ډير ورته دقيق نشئ، نه ورته متوجه کېږئ. مثلا: که استاد منلى د استاد غضنفر له خبرې سره همغږى نه وي، د زغرد “نه” پر ځاى د “زه فکر کوم، چې…،  يا داسې نور ژبني توکي کاروي يا صفر وي. د صٖفر مطلب دا چې مستقيما خپل نظر وايي. همداسې غضنفر صاحب هم په پوښتنو کې احتياط کوي، پوښتنه او نظر په داسې طرز وايي، چې استاد منلى فکر و نه کړي، چې زه پرې د خپلو معلوماتو د تحميلولو هڅه کوم يا يې ننګوم. مثلا: که زه ووايم، ټون له ټولو هنرونو سره تعلق لري. دا يو مثبته جمله ده، چې يوه ادعا او يو قاطع حکم پکې پروت دى. که زه په مرکه کې دا ډول جملې ډېر کړم، دا ممکنه ده، چې د مخاطب حساسيت راوپاروي؛ خو که ووايم: تون ممکن له ټولو هنرونو سره تعلق ولري؛ نو مخاطب ته دا تصور ورکوم، چې زه مطمين نه يم او له تاسو هيله کوم، چې په دې اړه راته وغږېږئ. همدا جمله “د ادبياتو د دنيا” د ښکلا د بحث وروستۍ پوښتنه ده، چې غضنفر صاحب له استاد منلي نه کړې ده.  زه فکر کوم، چې د يوې بريالۍ علمي مرکې لپاره دا کتاب يو ښه ماډل دى.

مکالمه په لومړي سر کې يوه ژبنۍ چاره ده او ژبه د پوهاوي راپوهاوي دنده د مکالمې په مټ ترسروي. مکالمه پخپله د ژبنيو توکيو لپاره له ژبې بهر يو پراګماتيک لوښى دى، چې په قرينه کې يې د ژبې د پوهاوى چاره اسانېږي. له دې امله په کارونپوهنه(پراګماتيکس) کې مطالعه کېږي. د مکالمې په دوو اصولو کې يو اصل د همکارۍ اصل دى. د همکارۍ اصل په دې مانا چې د مکالمې هر لورى خپل نقش په مناسبه بڼه ولوبوي(اګريدي، ۱۳۹۰: ۳۰۰). په بله وينا، ويناوال په مکالمه کې داسې برخه واخلي، چې د مکالمې موخه يې ايجابوي.(يول، ۱۳۹۱: ۵۴) د همکارۍ اصل بيا نور فرعي اصول لري، لکه: د تړاو اصل، چې د مکالمې له دواړو لوريو غواړي، چې بې ربطه خبرې و نه کړي، د څومره والي اصل، چې خبرې مو بايد د مخاطب له توقع سره برابرې وي، يعنې زياتې او کمې نه وي. “د ادبياتو دنيا” نه د چاپ پر مهال د همدې اصل له مخې خبرې لرې شي، چې ممکن اضافي خبرې به هم لرې شوې؛ خو بيا هم زه فکر کوم، چې د متني انسجام لپاره يو څه لاسوهنو ته اړتيا شته او دا خبره استاد اسدالله غضنفر د کتاب په “سر خبرې” کې هم کوي، چې ممکن په دويم چاپ کې ورته پام وشي. د همکارۍ په اصل کې درېيم اصل د کيفيت اصل دى، چې ويناوال بايد مخاطب ته سم او مستند معلومات ورکړي. زه فکر کوم، څرنګه چې دا ډېر مهم اثر دى؛ نو کره کتونکي وخت ته اړتيا لري، چې هر بحث د کيفيت د اصل پر بنسټ په دقت ولولي او دا هم ممکنه ده، چې پر هر بحث بېل نقد وليکل شي؛ خو څومره چې زه خبر يم، دواړو استادانو د هر بحث لپاره لږ تر لږه يوه اوونۍ پرله پسې مطالعه کړې او خبرې يې مستندې دي. “د ادبياتو دنيا” يو بحث پر سټرکچرليزم دى، چې ما ته داسې ښکاري، چې د رغښتوالې او فورماليزم ترمنځ تړاو پکې ګونګ دى. دواړو استادانو پر رغښتواله ژور او خوندور بحث کړى. له کرونولوژيک پلوه په ژبه کې د سوسور رغښتواله او په ادب کې د فورماليزم مکتب ډېر سره نېژدې دي. د عمومي ژبې درس د سوسور تر مړينې درې کاله وروسته په ۱۹۱۶ کې د ده شاګردانو خپور کړ او د روسي فورماليزم پيل د شکلوفسکي تر اثر او په ۱۹۱۷ کې  د ده تر بل اثر “هنر يعنې تخنيک” پورې رسي. که څه هم فورماليزم د غرب د نولسمې پېړۍ د هغې دوديزې کره کتنې په مخالفت کې راڅرګند شو، چې ادب يې له چاپېريال، د توليد له مهال او د پنځګر له شخصيت سره په تړاو کې مطالعه کاوه؛ خو د جوړښت، کلي وحدت او رابطې مباحث يې د سوسور له رغښتي نظريې سره بې اړيکې نه وو. په کيسه پوهنه کې د مشهور روسي فورماليست د ولاديمير پراپ اثر “د ښاپېريو د کيسو مورفالوژي”، چې په ۱۹۲۸ کې خپور شو، د ادبي داستانونو په اړه د فورماليزم په لومړنيو آثارو کې راځي، چې د سوسور له رغښتي نظريې يې په ادب کې استفاده کړې؛ خو کله چې په کيسه پوهنه کې د رغښتوالې خبره کوو؛ نو بيا دا سمه ښکاري، چې له فورماليزم سره اړيکه لري. په ټوله کې په ادب کې د فورماليزم او سټرکچرليزم اړيکه ډېره پېچلې ده، البته توپير يې هم شته. فورماليزم د هر اثر جوړښت بېل مطالعه کوي او د هر اثر په کل کې د اجزاوو په اړيکه پسې ګرځي؛ خو سټرکچرليزم هر ادبي اثر يو ادبي پارول بولي، چې په بالفعل بڼه موجود دى او ادبي ماهيت يې د ادبي لانګ له مخې معلومېږي. مثلا: لنډه کيسه يو لانګ لري، رغښتي کره کتنه يوه کيسه د همدې لانګ له مخې مطالعه کوي. له تاريخي پلوه که وګورو، رغښتواله ژبه او فورماليزم هنر له بهرنيو شرايطو خپلواک بولي. رغښتواله د تاريخي ژبپوهنې او ويناوال نفي ده او فورماليزم په کره کتنه کې د زمانې او پنځګر نفي ده. فورماليزم ادب په يوې زمانې پورې نه تړي؛ خو رغښتواله د نااشنا کولو او غير عادي کولو غوندې اصطلاحات نه کاروي.

https://taand.net/%d9%88%d9%86%da%a9%db%8c-%d8%a7%d8%ac%d9%85%d9%84-%da%9a%da%a9%d9%84%db%8c/

زه فکر کوم، چې ځينې بحثونه لږ نور دقت ته اړتيا لري. مثلا يو بحث پر ژبپوهنه دى، چې د ژبپوهنې د تاريخ په اړه نور کار ته هم اړتيا لري. په دې بحث کې د زړې او معاصرې ژبپوهنې ترمنځ توپيرونه لا دقت غواړي. پخواني ګرامرونه تعليمي وو او لومړۍ هڅه يې دا وه، چې پر بنسټ يې بايد خلک ژبه زده کړي؛ خو معاصره ژبپوهنه د ژبې په اړه پراخ مباحث رانغاړي، لکه د ژبې پيدايښت، زوکړه، نقش، جوړښت، له ذهن، ټولنې او روان سره يې اړيکه. همدا ډول د پانيني کار تر ډېره د سانسکريت پر غږونو څرخيده او موخه يې مذهبي وه، چې خلک د هېرې شوې ويدې ژبې دعاګانې په سم تلفظ ووايي، چې قبولې شي. ويليم جونز د تاريخي ژبپوهنې يو ژبپوه و، چې د سانسکريت، يوناني او لاتيني د پرتلې پر بنسټ يې د هندو اروپايي کورنۍ بنسټ کېښود. سوسور سره له دې چې پخپله هم د تاريخي ژبپوهنې عالم و؛ خو د عمومي ژبې کورس لومړۍ او لويه برخه يې د ډايکرونيک ليدلوري رد دى او د ژبې سينکرونيکه مطالعې ته اهميت ورکوي. نوموړى د دواړو توپير د شطرنج په بېلګه کې ښيي، چې که د شطرنج هره دانه وسوزي، پاتې دانې په خپلو کې د اړيکو يو مکمل جال لري.

څرنګه چې په دې اثر کې د ادب د بېلابېلو سرليکنو په بڼه د ادب پر جزيياتو بحثونه شوي، داسې د ژبپوهنې پر جزيياتو هم ممکنه وه، ځکه ژبپوهنه يو پراخه مفهوم دى، چې تاريخ او ګڼې نظريې لري او هره نظريه يې لږ تر لږه په يو اثر ارزي.

په کتاب کې يو بحث پر پټه خزانه دى، چې استاد منلي د پټې خزانې د واقعيت او تقدس او د مخالفانو او موافقانو د دريځونو په اړه زړه پورې خبرې کړې دي، چې زموږ پټه خزانه پرست يې بايد ولولي؛ خو يوځاى پکې افضل خان د مغولو له امپراتورۍ سره په ټکر کې بلل شوى. تاريخ وايي، چې د خوشال تر مړينې وروسته افضل خان د مغولو منصب منلى و او د دې منصب لپاره يې له ترونو سره جګړې هم کړې وې.

د همکارۍ بل اصل د خبرو طرز دى، خبرې بايد رڼې، منظمې او له ابهام او بېځايه ايجاز او اطناب پاکې وي. “د ادبياتو دنيا” کې راغلو کې دواړو استادانو د ټاکلي وخت له امله هم دا اصل عملي کړى او خبرې يې له اضافي معلوماتو پاکې، رڼې او د پوهاوي وړ دي.

د دې اثر د کلي انسجام لپاره يوه بله خبره هم د يادونې وړ ده. په دې اثر کې راغلې مرکې په مختلفو موضوعاتو او مختلفو وختونو کې شوې؛ خو کله چې دا د يوه اثر په توګه چاپېده، دا ظرفيت پکې و، چې د موضوعاتو پر بنسټ ډلبندي شوې واى او نېژدې موضوعات سره پکې پرله پسې راغلي واى. دا هم ممکنه وه، چې د موضوعات له پلوه ويشل شوې واى. د انسان ذهن شيان ډلبندي کوي، ورته شيان په يوه ټولۍ کې ځايوي، چې د اړيکې له امله يې ورته درک اسانه وي. بل دا چې په بهر نړۍ کې بېشمېره شيان دي، د ډلبندۍ يوه ګټه سپما ده. انسان ډېر شيان په دې ډول په کمه حافظه کې ځايوي. مثلا: اوس په دې اثر کې خيال، دود او نوښت، تخلص، چاربېته، مکالمه او ژبپوهنه پرله پسې راغلي، چې له يو بل نه له موضوعي پلوه ډېره فاصله لري. دا ممکنه وه، چې خيال، تصوير، تمثيلي حکايت… پرله پسې يا تر يوه څپرکي لاندې راغلي واى، کرکټرايزېشن، داستاني کرکټرونه، مکالمه… پرله پسې راغلي واى او ژانر، چاربېته، غزل، څلوريزه او نور پرله پسې راغلي واى. زما وړانديز دا دى، چې په دويم چاپ کې که د ډلبندۍ له روش نه استفاده وشي؛ نو لوستونکى به سيستماتيک معلومات ترلاسه کړي. بل دا چې ښاغلي استادان به پکې تکراري خبرو ته هم متوجه شي او که يې ترې وباسي، د اثر له انسجام سره به مرسته وکړي.

د دې مرکو يوه ښېګڼه دا ده، چې د عادي ژبې غوندې کيسې، خاطرې او طرز لري او دې دا کتاب خوندور کړى، ځکه چې لوستونکى علمي موضوعات په عادي ژبه کې اوري.

……………………………………….

د انتقادي ډسکورس شننې(اډس) له پلوه:

هره ژبه په وينا(ډسکورس) کې رامنځته کېږي. په دسکورس شننه کې د ډسکورس بله مانا هغه چوکاټ دى، چې د ټولنې يو پوړ يې له مخې فکر او خبرې کوي. مثلا: د ايران فرهنګي يرغل، افغانستان په وچه ايسار هېواد دى او داسې نور زموږ ډسکورسونه دي. دا ممکنه ده، چې ډسکورسونه مطلق پر واقعيت نه وي ولاړ؛ خو واقعيتونو ته لار جوړوي. ميشل فوکو چې د انتقادي ډسکورس شننې(CDA) مهم عالم دى، ډسکورس د ځواک څښتن بولي، ځکه چې د خلکو فکر ته لورى ورکوي او عمل ته يې هڅوي. د فوکو په اند، پوسټ ماډرن نړۍ د ايډيالوژيو پر ځاى د ډسکورسونو نړۍ ده، چې په رسنيو کې د بحثونو له لارې تبليغېږي او په دې ډول ځواکمن پوړ پر خلکو واک چلوي.

د سياسي ډسکورسونو غوندې ادبي ډسکورسونه هم وي. هره ادبي دوره يو لړ ډسکورسونه لري، چې د هغې له مخې ادب رامنحته کېږي. مثلا يو وخت يوازې شاعري ادب ګڼل کېده، غزل د خوبانو ستاينې ته بېل و، يو وخت ادبي ټوټه زموږ د ادبي ډسکورس مهم اړخ و، د دې دنيا له بېوفايۍ شاعر سر ټکاوه. کله چې علمي پاراډيم بدل شي، ډسکورسونه هم بدل شي. په نولسمه او شلمه پېړۍ کې چې د ماډرنيزم په ظرف کې د پښتو د ګړنيو ادبياتو راټولول پيل شول؛ نو ادبي تاريخونو د ليکنيو او ګړنيو ادبياتو ترمنح توپير وکړ. دا توپير په پخوانيو ادبي دورو کې په لږ مختلف ډول موجود و، هغه وخت ولسي ادب يو ډول مبتذل ادب ګڼل کېده. په وروستيو پېړيو کې دا ادب راټول شو، خو بيا هم هغه مقام يې و نه موند، لکه ليکنيو ادبياتو چې درلوده. زموږ چاربېته د غزل يا مثنوي سياله و نه ګڼل شوه. همدا علت دى، چې د غزل او نورو ديواني فورمونو شاعران خو ډېر دي؛ خو د ولسي فورمونو هغه ګوتشمېر. زه د استاد منلي له دې خبرې سره همغږى يم، چې د ولسي او غير ولسي ادب ترمنځ توپير کول يو ډول د پښتو د شعر د دنيا نيمول دي، دغه نيمول مناسب نه ښکاري. پر دې بنسټ فکر کوم، چې دا ډول کتابونه زموږ د هېواد ادبي ډسکورسونه بدلولاى او ننګولاى شي.

زموږ د پخواني ډسکورس يوه ځانګړنه دا وه، چې شعر ته يې د شاعر د شخصيت په آيينه کې کتل؛ خو په دې کتاب هر ادبي بحث د ادبي متن د خپلواکۍ اعلان کوي؛ نو دا ويل به له انصافه لرې نه وي، چې “د ادبياتو دنيا” غوندې کتابونو زموږ په ادبي ډسکورسونو کې ادبي د بدلون غږ دى. همدارنګه د نثر، ادب تاريخ، د ژانر، ادبي کره کتنې او نور په اړه نوي مباحث لري، چې نويو مباحثو ته لار پرانيزي.

زموږ د علمي مرکزونو څېړنې هم تر ډېره کليشه وې او لا دي. مثلا؛ موږ د خوشال د ژوند په اړه پر ډېرو جزيياتو خبر يو؛ خو د هغه د هنر پر کمالونو کمو څېړونکو کار کړى. د رغښتوالې او فورماليزم پر بنسټ د رامنځته شوي نوي نقد پام تر ډېره متن ته وي او کاش زموږ څېړونکي او ليکوال موږ د خپلو ادبياتو له کمالونو خبر کړي. پر دې سربېره “د عليخان د شاعرۍ قافيې” يا “د کاظم خان شيدا د تشبيه ډولونه” غوندې موضوعات راسره د د دوى د شاعرۍ او په ټوله کې د ادب په پېژندلو کې چندان مرسته نه کوي. د “ادبياتو دنيا” کمال دا دى، چې د لوستونکو مخه له دا ډول کليشه او بې ګټې موضوعاتو پخپله د يوه ادبي متن د ماهيت نويو اړخونو ته اړوي.

پايله:

د پاى خبره دا چې “د ادبياتو دنيا” هره مرکه مهم او نوى بحث دى او استادانو د شلو يا دېرشو دقيقو په لنډ تنګ وخت کې پرې ګټورې خبرې کړې او مهم اړخونه يې رابرسېره کړي؛ خو بيا هم د بحث موضوع يو کتاب خبرې غواړي او زه فکر کوم، چې دا زموږ ځوانانو او محصلانو ته وايي، چې پر دې هره موضوع تېزس ليکل کېداى شي. مثلا: يوه موضوع د ماډرنيزم او پوسټ ماډرنيزم په اړه ده، چې لوستونکي ته يو لورى ورکوي او دا پخپله هم مهم کار دى؛ خو د ماډرنيزم، په تېره د پوسټ ماډړنيزم په اړه بايد لوستونکى نوره مطالعه وکړي او څېړونکي پرې کار وکړي، ځکه دا يو لوى فرهنګي جريان دى، چې د علم په هره حوزه کې يې بدلون راووست. دا کتاب په دې برخه کې هم ګټور دى، خو درېغه که څوک دا موضوعات د مونوګرافونو او تېزسونو په کچ وشني.

 

ماخذونه:

۱- اګريدى، ويليام. ۱۳۹۰. درآمدى بر زبانشناسى معاصر، ترجمۀ على درزى، تهران: سمت.

۲- غضنفر، اسدالله او نجيب منلى. ۱۳۹۹. د ادبياتو دنيا. کابل.

۳- يول، جورج. ۱۳۹۱. کاربردشناسى زبان، ترجمۀ دکتر محمد عموزاده و دکتر منوچهر توانګر، چاپ پنجم، تهران: سمت.

[1] انتقادي ډسکورس شننه

https://taand.net/%d9%be%d9%87-%d9%85%d8%aa%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%86%d9%8a-%d9%84%d9%88%d8%b3%d8%aa%d9%88%d9%86%da%a9%d9%8a-%d9%88%d9%86%da%89%d9%87-%d8%a7%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d8%af-%d8%a7/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب