جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهلومړۍ مېرمن: د ښځو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول د سولې...

لومړۍ مېرمن: د ښځو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول د سولې د راتلو قیمت نه دی

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) د هیواد لومړۍ میرمن رولا غني وايي افغانستان کې د میرمنو د لاسته راوړنو له لاسه ورکول د سولې د راتلو قیمت نه دی.

آغلې غني د حکومت مذاکراتي ټیم کې د میرمنو حضور ته په اشارې سره ویلي په سیاسي چارو او د پریکړې نیونې پرمهال د میرنو د ونډې غښتلي کیدل د افغانستان د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.

نوموړې د میرمنو څلورمې نړیوالې ناستې ۲۵مه کلیزه کې د خبرو پرمهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو کې د میرمنو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د هېواد لومړۍ مېرمنې ویلي، د افغان دولت مرکچي پلاوي کې د څلورو میرمنو او د ملي روغې جوړې عالي شورا کې د ۵۰ میرمنو ګډون د سولې بهیر کې د ښځو د رغنده رول ښکارندويي کوي.

د هېواد لومړۍ مېرمنې دغه راز زیاته کړې: «سوله به ممکن یو اوږدمهاله بهیر وي، خو دولت دا روښانه کړې چې د سولې قیمت به د افغانستان میرمنې نه وي. سوله به هغه مهال دوامداره وي چې د ښځو حقونه پکې خوندي وي.»

دا څرګندونې وروسته تر هغه کېږي چې قطر کې د سولې د خبرو د پیلېدو کابو یوه میاشت کېږي، خو یو شمیر افغان میرمنې دغو خبرو کې خپلو حقونو او د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو ته اندیښمنې دي.

1 COMMENT

  1. بی بی ګلې!
    د جنګ قیمت مفسدین نه بلکه عام وګړي او د بی سواده میرمنو زامن پری کوي! نه ستا او د عبدالله او ستاسې د شرکت د نورو مفسدینو زامن! د هغو میندو زامن عسکر دي چی ستا په کلینیک کې یوه ګولۍ هم ورته نه شته!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب