جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد لغمان د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال د څلور نورو کسانو سره...

د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال د څلور نورو کسانو سره ووژل شو

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) د لغمان ځايي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي، پېښه نن له غرمې وروسته د دولت شاه ولسوالۍ په اندا کوري سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله هغه مهال رامنځته شوې چې ددې ولسوالۍ ولسوال خپلې دندې ته پر لاره و.

د ښاغلي دولتزي په وینا، په دې پېښه کې د ولسوال په ګدون درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د هغه په خبره، له ولسوال سید شریف پاچا پرته نور ټول وژل شوي او ټپیان نظامیان دي او په وخت روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سې شنبې په ورځ د لغمان د ولایتي شورا د رییس عتیق الله عبدالرحیمزي پر موټر هم د سړک غاړې ماین چاودنه کړې وه چې د هغه په ګډون یې ۴ ټنه ټپیان کړي وو.

تر دې یوه ورځ وړاندې د لغمان د والي رحمت الله یارمل د موټرو پر کاروان موټربم چاودنه شوې وه، چې د ۴ ملکیانو په ګډون پکې ۸ تنه وژل شوي او ۳۶ نور یې ټپیان وو چې ډېر هغه یې ملکي وګړي دي.

تر اوسه د دغو درېواړو پېښو مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب