یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزابل کې په امنیتي سرتېرو ډله ییز برید شوی

زابل کې په امنیتي سرتېرو ډله ییز برید شوی

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) چارواکي وايي وسله والو طالبانو تېره شپه زابل کې د امنیتي سرتېرو پر پوستې ډله ییز برید کړی دی.

د زابل د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو تېره شپه ددغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د برایم مانده په نوم د امنیتي سرتېرو پر پوسته ډله ییز برید کړی، چې دوی یې مخه نېولې او په شاه تمبول شوي دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، طالب جنګیالیو نن سهار ۴:۳۰ بجې یو ځل بیا په یاده پوسته وسله وال ډله ییز برید وکړ چې سیمې ته د کمکي سرتېرو په رسېدو سره په شاه شول او د پوستې د سقوط مخه ونیول شوه.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې پېښه کې دوه طالب جنګیالي او درې تنه امنیتي سرتېري وژل شوي او د دوو طالبانو په ګډون درې افغان سرتېري ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي وو چې د شهر صفا ولسوالۍ په برایم مانده نومي پوسته کې د یوه نفوذي پولیس له خوا خپل ۶ ملګري وژل شوي دي.

https://taand.net/%d8%b2%d8%a7%d8%a8%d9%84-%da%a9%db%90-%d9%8a%d9%88%d9%87-%d9%86%d9%81%d9%88%d8%b0%d9%8a-%d9%be%d9%88%d9%84%db%8c%d8%b3-%d8%ae%d9%be%d9%84-%d8%b4%d9%be%da%96-%d9%85%d9%84%da%ab%d8%b1%d9%8a-%d9%88%da%98/

د سرچنې په خبره یاد کس د پوستې پنځه ملي پوليس او يو محلي پوليس پر ډزو وژلي او خپله له وسلو سره یو ځای له سیمي تښتېدلی دی.

طالبانو تر اوسه په دې هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب