یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهایران کې د یوې ترافیکي له امله ۱۱ افغانان مړه شوي

ایران کې د یوې ترافیکي له امله ۱۱ افغانان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) چارواکي وايي ایران کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۱۳ تنه افغان مسافرو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د فراه ولایت امنیتي چارواکي وایي چې ایران ته د مزدورۍ لپاره تللي ۱۱ تنه افغان کډوال په یاد هېواد کې په یوه ترافیکي پېښه کې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند محب الله محب ویلي، په یوه موټر کې چې افغان کډوال سپاره وو، تېره ورځ یې د ایران په زاهدان کې له یو ټانکر سره ټکر کړی دی.

د ښاغلي محب د معلوماتو له مخې په پېښه کې د ۱۱ وژل شویو کسانو له ډلې شپږ هغه یې د فراه اوسېدونکي دي.

ایران چارواکو هم دا خبر تایید کړی، خو په پېښه کې یې د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب