لیکوال: انديښمن ځاځي، ازاد خبریال
دا یو روڼ حقیقت دی چې چین په تېرو ۷۷ کالونو کې له کله چې د چین کمونیست ګوند واک ته رسېدلی دی په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. په تېرو څو کلونو کې د چین اقتصادي پرمختګ تر ډېره د تولیدي صنعت، صادراتو او بنسټیزو پروژو پر محور راڅرخېده، خو اوس دا هېواد د پرمختللو ټکنالوژیو او علمي نوښتونو له لارې د نړیوال اقتصاد په نوې سیالۍ کې خپل ځای پیاوړی کوي. چین په ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ کالونو کې د دریو نویو محصولاتو یا په لړ کې برقي موټرونه، لیتیومي بیټرۍ او د لمریزې برېښنا محصولات بازار ته وړاندې کړي وو ،چې د دغه هېواد د صنعتي ځواک او صادراتو مهم ځواک یې نړۍ ته ښکاره کړ او په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د چین لخوا یوه نوې اقتصادي اصطلاح رامنځ ته شوه.
(China’s”NewThree”Products) یانې د چین نوې درې محصولات انساني روبوټونه، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نوښتګر درمل. د چین دغې اقتصادي اصطلاح او د همدې اصطلاح په چوکاټ کې را منځ ته شوي محصولاتو د نړېوالو اقتصادي بنسټونو، نړېوالو بازارونو او پانګوالو ځانګړې پاملرنه ځانته را واړوله، چې په اوسني عصر کې دا د چین د صنعتي بدلون او اقتصادي ودې مهم محرکات ګڼل کېږي.په دغه لیکنه کې به د چین لخوا د تېرو درې نویو محصولاتو او اوسنیو درې نویو محصولاتو ځانګړتیا، ګټو او نړېوالو نظرونو ته یوه لنډه کتنه وکړو.
د چین له خوا پخواني درې نوي محصولات
چین په تېرو دوو لسیزو کې خپل اقتصادي او صنعتي پرمختګ یوازې د ارزانه تولید پر بنسټ نه دی ساتلی، بلکې د وخت له اړتیاوو سره سم یې د خپلو مهمو صنعتونو او تولیداتو بڼه هم بدله کړې ده. د همدې تګلارې په دوام د چین «نوې درې محصولاتو » د لړۍ تر عنوان لاندې برقي موټرونه، لیتیومي بیټرۍ او د لمریزې برېښنا محصولات بازار ته وړاندې کړل ، دغه درې محصولات د چین د صنعتي ځواک او صادراتو مهم خوځښت په ډاګه کړ .
د چین د تېرو درې نویو محصولاتو په لړ کې دغه درې واړه صنعتونه په ګډه د چین اقتصاد ته څو اساسي ګټې ورسولې.
۱- د لوړ ارزښت لرونکو صادراتو کچه لوړه شوه او چین د ټیټ لګښت لرونکي تولید پر ځای د پرمختللو صنعتي محصولاتو صادرونکی شو.
۲- په چین کې د څېړنې او پراختیا لپاره پانګونه زیاته شوه او د نوښت کلتور لا پیاوړی شو.
۳- په چین کې میلیونونو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول کاري فرصتونه رامنځته شول.
۴- د شنې انرژۍ او چاپېریال ساتنې په برخه کې د چین نړیوال نفوذ زیات شو او دغه هېواد د انرژۍ د بدلون په نړیوال بهیر کې مهم رول خپل کړ.
په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو کې د چین تازه درې نوي محصولات
د چین د نوي درې محصولاتو د لړۍ تر بې سارې بریا وروسته دغه هېواد د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو لپاره هم د چین درې نوی محصولاتو په لړ کې مصنوعي ځیرکتیا، انساني روبوټونه او نوښتګر درمل د «راتلونکو دریو نویو محصولاتو» په توګه معرفي کړي دي. د دغو درېیو برخو ځانګړتیا دا ده چې د دودیزو صنعتي محصولاتو په پرتله ډېر د پوهې، نوښت، معلوماتي ټکنالوژۍ او پرمختللو څېړنو پر بنسټ ولاړې دي.
د چین د درې نویو محصولاتو په لړ کې د مصنوعي ځیرکتیا تولید- په وروستیو دوو کلونو کې د چین لخوا دمصنوعي ځیرکتیا تولید د دغه هېواد په صنعتي ډګر کې د بدلون او نوښت یوه د پام وړ بېلګه او ځواک دی. مصنوعي ځیرکتیا به د چین په صنعت کې د تولید، مدیریت او خدماتو بڼه بدله کړي. هوښیارې ( ځیرکې) فابریکې به د معلوماتو پر بنسټ خپلې چارې تنظیم کړي، د تولید کیفیت به لوړ او لګښتونه به راکم شي. مصنوعي ځیرکتیا به د تولید ترڅنګ د روغتیا، مالیې، ترانسپورټ، کرنې او زده کړو په برخو کې هم د نوښت زمینه برابره کړي او د اقتصاد د ډیجیټلي کېدو بهیر به چټک کړي.
په ۲۰۲۶ کې د چین د درې نویو محصولاتو په لړ کې د انساني روبوټونو تولید – د چین لخوا د انساني روبوټونه تولید د چین او نړۍ لپاره د راتلونکي صنعتي انقلاب یوه مهمه برخه ګڼل کېږي. تمه ده چې دا روبوټونه به په فابریکو کې د سختو، خطرناکو او تکراري کارونو یوه لویه برخه ترسره کړي، د کارګرانو د کمښت ستونزه به راکمه کړي او د تولید کچه او کیفیت به لوړ کړي. سربېره پر دې، په روغتونونو، د زړو وګړو د پاملرنې مرکزونو، لوژستیک، بیړنیو مرستو او خدماتي سکټور کې به هم پراخه ونډه ولري. د چین د ګمرکونو د ادارې او رسمي اقتصادي بنسټونو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶ کال کې د انساني روبوټونو صادرات په بېساري ډول زیات شوي دي. یوازې د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د روبوټونو صادرات له ۱۴۰ څخه زیاتو هېوادونو او سیمو ته ترسره شوي، او د جراحي روبوټونو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله څو برابره لوړ شوي دي. همدارنګه د لوړې ټکنالوژۍ لرونکو محصولاتو صادرات د چین د ټول صادراتي جوړښت په ارزښت کې مخ په زیاتېدو ونډه لري.
په وروستیو کلونو کې د چین د درې نویو محصولاتو په لړ کې د نوښتګرو درملو تولید – د چین لخوا د نوښتګرو درملو تولید ددغه هېواد د بایوټکنالوژۍ او روغتیايي صنعت د پرمختګ نښه بلل کيږي. د دغو درملو پراختیا به چین د درملو د نړیوال صنعت په برخه کې په لوی سیال بدل کړي، د سرطان، نادرو ناروغیو او نورو پیچلو ناروغیو د درملنې لپاره به نوي حللارې وړاندې کړي او د لوړ ارزښت لرونکو درملو د صادراتو زمینه به برابره کړي. همدارنګه به د څېړنې، روغتیايي خدمتونو او درمل جوړونې په صنعت کې نوې پانګونې او کاري فرصتونه رامنځته شي.
سږ کال به د چین د نوي درې محصولاتو لړۍ د دغه هېواد صنعت ته څو مهمې او اساسي ګټې هم ورسوي چې په لاندې ډول دي:
۱- مصنوعي ځیرکتیا او انساني روبوټونه به په چین کې د تولید بهیر لا هوښیار، چټک او اغېزناک کړي، د تولید لګښتونه به راکم او د محصولاتو کیفیت به لوړ کړي.
۲- نوښتګر درمل به په چین کې د بایوټکنالوژۍ او روغتیايي صنعت د چټکې ودې لامل شي او د لوړ ارزښت لرونکو محصولاتو صادرات به زیات کړي.
۳- د چین دغه درې واړه صنعتونه به د څېړنې او پراختیا، لوړو ټکنالوژیو او نوښت په برخه کې پانګونه زیاته کړي، د لوړ مهارت لرونکو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو زمینه به برابره کړي او په نړیوال بازار کې به د چین د صنعتي سیالۍ وړتیا لا پیاوړې کړي.
۴- په دې توګه به چین له دودیز تولیدي اقتصاد څخه د نوښت، هوښیار تولید او لوړ ارزښت لرونکو ټکنالوژیو پر بنسټ اقتصادي نظام په لور ګړندي ګامونه پورته کړي.
د (China’s”NewThree”Products) په باب نړېوال نظرونه – نړیوال بانک، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) په خپلو وروستیو ارزونو کې یادونه کړې چې د چین پرمختللی تولید، ډیجیټلي اقتصاد او علمي نوښتونه د نړیوال اقتصادي ودې له مهمو محرکاتو څخه دي. دغو بنسټونو په ځانګړې توګه ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو تولیدي ټکنالوژیو او روغتیايي نوښتونو پراختیا نه یوازې د چین د اقتصادي ودې کیفیت لوړوي، بلکې د نړیوالو عرضې ځنځیرونو د ثبات او د نوښت د چټکتیا لپاره هم مهم رول لوبوي.
بلخوا ځینې نړيوال پانګوال بیا وایي ، د چین د «درې نویو محصولاتو» چټک پرمختګ نړۍ ته دا ښکاره پیغام ورکوي چې د راتلونکو کلونو اقتصادي سیالي به یوازې د تولید پر حجم نه، بلکې د علمي څېړنو، اختراع، مصنوعي ځیرکتیا او لوړ ارزښت لرونکو ټکنالوژیو پر بنسټ وي. له همدې امله ډېری نړیوال شرکتونه د چین له ټکنالوژیکو او درمل جوړونکو شرکتونو سره د ګډو څېړنو، پانګونې او سوداګریزو همکاریو لړۍ پراخوي.
اقتصادي شنونکي باور لري چې د چین د «درې نویو محصولاتو» بریا یوازې د یوې صنعتي لاسته راوړنې معنا نه لري، بلکې دا د نړیوال اقتصاد د جوړښت د بدلون نښه هم ده. پخوا د چین د صادراتو اصلي برخه جامې، کورني وسایل او دودیز صنعتي محصولات وو، خو اوس د لوړ ارزښت لرونکي ټکنالوژیک محصولات د صادراتو مهمه برخه جوړوي. بریښنایي موټر ، شنه انرژي، د انساني ربوټونو تولید او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې مهم پرمختګونه، نوښتګر درمل او دې ته ورته نور مهم تولیدات د چین اقتصادي ودې ته نوی بدلون ورکړی دی او دا بدلون ښيي چې نړیواله سیالي له ارزانه تولید څخه د علم، نوښت او پرمختللې ټکنالوژۍ پر لور روانه ده.
پایله
په ټولیز ډول، که د چین تېر درې نوي محصولات د چین د شنې انرژۍ، پرمختللي تولید او صادراتو د ودې اصلي محرکونه بلل کېدل، نو د ۲۰۲۶ کال درې نوي محصولات د هوښیار اقتصاد، مصنوعي ځیرکتیا، روبوټیک او بایوټکنالوژۍ د عصر استازیتوب کوي. دا بدلون څرګندوي چې چین غواړي یوازې د نړۍ ستر تولیدوونکی هېواد پاتې نه شي، بلکې د نړیوال نوښت، لوړې ټکنالوژۍ او علمي څېړنو مخکښ ځواک هم وګرځي. که دغه ستراتیژي په بریالیتوب عملي شي، نو تمه ده چې د چین صنعتي سیالي، اقتصادي وده، د لوړ مهارت لرونکو دندو شمېر، د نړیوالو ټکنالوژیو په بازار کې ونډه او د نوښت ظرفیت به په راتلونکو کلونو کې لا زیات پیاوړی شي.