Homeخبرونهکرکټ بورډ ننګرهارکې د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم...

کرکټ بورډ ننګرهارکې د بهسودو کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه

تاند ( چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار د بهسودو د کرکټ لوبغالی د نجیب ترکي په نوم ونوموه.

د کرکټ بورډ دخبرپاڼې له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د مشرتابه د پرېکړې پر بنسټ، دا چې نوموړی د ټولو هېوادوالو لپاره د یوه اتل مقام لري او همېشه یې د خپل هېواد بیرغ ځلولی؛ د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالی د هغه په نوم ونومول شو.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیاوړی او تکړه توپوهونکی نجیب الله تر‌کی څو ورځې وړاندې په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شو،چې پرون سه شنبه یې د ننګرهار ولایت په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د ترکي مړینې په هېواد دننه او د باندې د کرکټ مینه وال خواشینې کړل.

د کرکټ مینه والو هم تیره ورځ په ټولنیزو شبکو له کرکټ بورډ نه د ورته پرېکړې غوښتنه کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...