Homeخبرونهد ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې...

د ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړي

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) ترکي او پاکستاني چارواکو د افغان سولې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث کړی دی.

د راپورونو له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره د افغان سولې پروسې په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

د غه راز د دواړو هېوادونو مشرانو پر سیمه‌ ییز ثبات په ځانګړې توګه د افغان سولې برخه کې د اسانتیاو په رامنځته کولو بحث او خبرې کړي دي.

په دې ټلیفوني خبرو کې قریشي یو ځل بیا د افغان سولې پروسې پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی د سولې خبرو کې د اسانتیا برابرولو ته ژمن دي.

سرچینه کاږي شاه محمود قریشي د کشمیر مسئله کې د ترکیې له دریځه هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د سیمې د ثبات په اړه به دا دوه هېوادونه خپلې همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...