یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد کیمیا نوبل جایزه ۲ ښځو وګټله

د کیمیا نوبل جایزه ۲ ښځو وګټله

تاند- ایمانویل شارپینټر او جینیفر دوندا لومړنۍ ښځې دي چې په ګډه یې د ۲۰۲۰ د نوبل د کیمیا جایزه وګتله.

د نوبل د ویبپاڼې د راپور له مخې، ایمانویل شارپینتر د مایکروبیالوجي، جنټیک او بیوکیمیا په څانګه کې فرانسوۍ څېړونکې او پروفیسره ده.

دا ۵۱ کلنه ده او له ۲۰۱۵ م کال راهیسې په جرمني کې د میکس پلانک موسسې رييسه ده.

جینیفر دوندا ۵۶ کلنه امریکايي بیایوکمیسته (د بیوکیمیا متخصصه) ده او د (CRISPR) جنټیک په انجنیرۍ کې د مهمو څېړنو په خاطر مشهوره ده. دا د کلیفورنیا د بروکلي پوهنتون د کیمیا او د مالیکولي او حجروي بیالوژۍ د دپارتمینټونو استاده ده.

دوی دوو د جنټیک انجینیرۍ (CRISPR/Cas9) بیاتي کشف کړې ده. څېړونکي د دې جنټیکي بیاتۍ په وسیله د ژوو، بوټو او مایکرو اورګانیزمونو ډي این اې په خورا بې ساري دقت بدلولی شي.

دا ټکنالوژي په ژوپوهنه کې مهم اغېز لري او پر دې سربېره د سرطاني ناروغیو د نویو درملنو له انکشاف سره مرسته کوي.

څېړونکي هیله لري چې د دې وسیلې په مرسته په راتلونکې کې موروثي ناروغۍ تداوي کړي.

په زړه پورې دا ده چې دوی دا جنټیکي بیاتي د انتظار خلاف کشف کړه. امانویل شاپینتر د (Streptococcus pyogenes) باکتریا په اړه، چې انسان ته ډېر ضرر رسوي، د څېړنې په ترڅ کې د (tracrRNA) په نوم یو مالیکول ومونده. د دې څېړنې وښوده چې د ډي این اې په غوڅولو دا ویروسونه خنثي کېږي.

شارپینتر خپل کشف په ۲۰۱۱ م کال ثبت کړ. وروسته جینیفر دوندا ورسره ملګرې شوه، چې د آر این اې په برخه کې ډېره پوهه لري. دوی د یو بل په همکارۍ په لابراتوار کې د باکتریا جنټیک بیاتي له سره جوړه او د هغې مالیکولي ترکیبونه اسانه کړل.

د نوبل جایزو په تاریخ کې تراوسه پورې ۵ ښځو د کیمیا جایزه ګټلې چې په درو مواردو کې نارینه هم ورسره ملګري ول. خو دا لومړی ځل دی چې یوازې دوې ښځې د نوبل د کیمیا جایزه ګټي.

تېر کال جان بي ګودینو، ایم سټنلي وایټینګهم او اکیریا یوشینو د چارجېدونکې یوني لیتیم بېټریو د جوړولو په خاطر د نوبل جایزه ګټلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب