Homeخبرونهمالیې وزارت: په تېرو ۲ اونیو کې څه باندې ۹ میلیارده افغانۍ...

مالیې وزارت: په تېرو ۲ اونیو کې څه باندې ۹ میلیارده افغانۍ ملي عواید راټول شوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان د مالیې وزارت وايي، چې د ۱۳۹۹ مالي کال د تلې میاشتې له لومړۍ نېټې تر ۱۵ مې نېټې ۹ میلیارده ۴۰۷ میلیونه افغانۍ ملي عواید راټول شوي دي.

یاد وزارت زياتوي،چې د راټول شویو عوایدو له دې ډلې ۵۱۵ میلیونه یې له مستوفیتونو، ۲ میلیارده ۲۹۷ میلیونه یې له مالیاتي عوایدو، ۲ میلیارده ۴۷۶ میلیونه یې له غیر مالیاتي عوایدو او ۴ میلیارده ۱۱۹ میلیونه یې له ګمرکونو څخه تر لاسه شوي دي.

مالیې وزارت داسې مهال د عوایدو له زیاتوالي خبر ورکوي چې لاهم د کورونا له امله اقتصادي سیستم په خپل حال نه دی راغلی.

سوداګر شکایت کوي چې اوس هم په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې سوداګري کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...