یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeسپورتد اسټراليا ښځینه کرکټ لوبډلې د ۲۳۲ منډو په توپير نيوزلينډ ته...

د اسټراليا ښځینه کرکټ لوبډلې د ۲۳۲ منډو په توپير نيوزلينډ ته ماتې ورکړه

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) د اسټراليا او نيوزلینډ ښځینه کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د اسټراليا په کوربه توب د درېیو يو ورځنيو سياليو درې واړه لوبې اسټراليا لوبډلې وګټلې.

په دې لوبو کې استرالیا ښځینه لوبډلې نيوزلينډ ښځېنه لوبډله کلين سويب کړه.

په وروستۍ لوبه کې اسټراليا لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه، چې د پنځو لوبغاړو په زيان يې په پوره ۵۰ اورونو کې ۳۲۴ منډې جوړې کړې او سيالې لوبډلې ته يې د ۳۲۵ منډو ستر هدف ورکړ.

نيوزلينډ ښځېنه کرکټ لوبډله په دې ونه توانیده چې، هدف ته ځان ورسوي او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو يې په ۲۷ اورونو کې يوازي ۹۳ منډې تر لاسه کړې او د ۲۳۲ منډو په توپير يې ستره ماتې وخوړه.

یاده دې وي چې له دې سياليو وړاندې اسټراليا لوبډلې په شل اوريز سيريز کې هم نيوزيلينډ ته دوه پر يو ماتې ورکړې وه او د شل اوريزو لوبو لړۍ يې هم په خپل نوم کړې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب