Homeخبرونهروېټرز: اردوغان په نړیوال نظم کې د غوره ځای موندنې هڅه کوي

روېټرز: اردوغان په نړیوال نظم کې د غوره ځای موندنې هڅه کوي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) روېټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دې وروستیو کې په اسلامي نړۍ ځانګړې توګه اذربایجان، سوریه او لیبیا کې د جګړو په اړه څرګندونې کوي او هڅه کوي د یادو جګړو په درولو کې خپل رول ولوبوي.

په ورته مهال ترکیې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قره‌باغ کې د باکو ملاتړ کړی او ارمنستان ته یې د اشغالګر خطاب کړی دی.

ترکیې دغه راز له ارمنستان څخه په کلکه غوښتنه کړې، چې باید هر څه ژر له یادو سیمې څخه په شا شي.

رویټرز همدې ټکو ته په اشارې ویلي چې اردوغان هڅه کوي په نړیوال نظم کې ځان ته غوره ځای ومومي او په یو ډول نه یو ډول ځان د اسلامي نړۍ ملاتړی معرفي کړي.

د سرچینې په خبره نوموړي د دې کار لامل دا دی چې غواړي په کور دننه او دباندې پراخ ملاتړ خپل کړي چې تر ډېره په خپل تازه پلان کې بریالی هم دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...