Homeخبرونهکورونا تر جګړو ډېر امریکایان وژلي

کورونا تر جګړو ډېر امریکایان وژلي

تاند (چهارشنبه، د میزان ۱۶) نیوزویک وایي چې کورونا وبا د افغانستان، عراق، ویتنام او نړیوالې جګړې په پرتله ډېر امریکایي وګړي وژلي دي.

راپور کې د امریکا د وسله‌والو ځواکونو د قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ راغلي، د امریکا په ټولو جګړو کې ۱۵۵ زره او ۷۲ سرتېري وژل شوي دي خو کورونا وبا په هره اوونۍ کې ۷ زره او ۴۳ امریکایان مړه کړي دي.

د جان هاپکینز پوهنتون د وروستیو معلوماتو له مخې تر اوسه په امریکا کې د کورونا وبا له امله د مړه شویو کسانو ټول شمېر دوه لکه او ۵۶۰۰ ته رسېدلی دی.

راپور کاږي دې شمېر ته په کتو کورونا وبا د ټولو جګړو په پرتله ډېر امریکایان وژلي دي او لا هم ورته کوم ډاډمن واکسین نه دی تولید شوی چې دې چارې د امریکایي وګړو په ګډون ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ښادمن علمي خزانه؛ د نوښتونو خزانه | غني حسن

د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي...