شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeمقالېطالبان، دولتي سیستم او سوله

طالبان، دولتي سیستم او سوله

جاوید ستانکزی – لندن 

له څو  اونیو راهیسی د طالبانو او د افغانستان حکومت ترمنځ د سولې مذاکرات د قطر په مرکز دوحه کې پیل شوی. د دغو مذاکراتو لپاره د افغانستان دولت یو پلاوی ټاکلې چې د ځوانانو په شمول د ښځو او لږکیو نمایندګي په کښي موجوده ده. 

د یادو مذاکراتو لپاره طالبانو هم یو مذاکراتي پلاوی چمتو کړی چې له مولویانو (ملایانو) څخه جوړ دی. د طالبانو مذاکراتي ټیم ته په کتو ویلای شو چې د دوی د سیاسي بصیرت او ملت پالنې لمن څومره پراخه ده او په خپل دریځ کې یې څومره بدلون راوستی. په قطر کې میشت طالب مشران یوه خبره تکراروی چې په افغانستان کې اسلامي نظام غواړي او د افغانستان اسلامی جمهوریت ته د پردیو له خوا تپل شوی د «کابل اداره» وایي. 

طالبان په خپلو ویناؤ کې تل د اسلامي نظام خبره کوي، چې ګویا اوسنی نظام غیر اسلامي دی او د دوی لپاره د منلو نه دی او غواړي چې پر ځای يې یو اسلامي نظام چې یواځې د طالبانو ډله یې تعریفولای شي رامنځ ته کړي. د دوی له دغه ډول ویناؤ داسی ښکاري چې ګواکې دوی اصلا د دغې موضوع په تفصیل سر نه خلاصوی او دا د دوی د سیاسي بصیرت په نه درلودلو دلالت کوي. 

نظام د یو هیواد د حاکمو قوانینو، سیستمونو او بنسټونو مجموعه ده چې د یو هیواد د ځمکنۍ بشپرتیا، ملي حاکمیت، خپلواکۍ او د اتباعو د بنیادي حقوقو ساتنه کوي او حکومت په موجوده نظام کې د سیسټم د چلولو په موخه د یو هیواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د ټاکلې مودې لپاره د ولس په رایو ټاکل کیږي. په افغانستان کې واکمن نظام د اسلامي لارښونو او ارزښتونو په رڼا کې یو ولسواکه نظام دی او اوسنی حکومت د ولس په رایو راغلې مشروع حکومت دی چې د نافذه اساسي قانون په رڼا کې د ټاکلې مودې لپاره د چارو د پرمختګ مسؤلیت په غاړه لري. په دی کې شک نشته چې اوسنی نظام نیمګړتیاوې لری او په حکومت کې د فساد ترڅنګ په نورو ستونزو هیڅوک سترګې نشی پټولای. د افغانستان د حکومت کابینه کې پیژندل شوی شخصیتونه د هیواد خدمت کوی او په نړیواله کچه نمایندګي یې هم خپله افغانان په غاړه لري. د نیمګړتیاؤ سره سره د افغانستان حکومت یو مشروع حکومت دی چې د نه مؤثریت یو ستر لامل یې په هیواد کې ناامني ګڼل کیدای شي. 

خو برعکس د طالبانو ډله د نړی په کچه د ورانکارې ډلې په توګه پیژندل کیږي. طالبان د پیدا کیدو له ورځې تر اوسه په دی ونه توانیدل چې خپل ځان د یوه سیاسي ځواک په ډول مطرح کړي. طالبان نه سیاسي دریځ لری، نه کوم منظم جوړښت لري او نه هم د چارو د پرمخ ته وړو لپاره کوم سیستم لري. د دوی ترکیب ته په کتو ویل کیدای شې د طالبانو تحریک له «اخوند» یا «مولوی صاحب» څخه پیل او په «مولوی صاحب» تمامیږي. د دوی د مشرتابه ټاکنه د نامعلومو له خوا ترسره کیږي او تر ټاکل کیدو وروسته تش نومونه اوریدل کیږي او بس. اختریز پیغامونه یې د پښتو او دري ترڅنګ په اردو ژبه خپریږي او حتی د پښتو پیغامونه یې هم د اردو ژبی په لیکدود لیکل شوی وي. تراوسه د طالبانو رهبري شورا نه د رسنیو پر وړاندي راڅرګنده شوی او نه یې کوم دقیق آدرس او منظم کار خپور شوی. د طالبانو اوسني جوړښت ته کتو دا ګنګوسې حقیقت مومي چې طالبان د مجاهدینو د تنظیمونو په څیر یوه غیر منسجمه ډله ده چې په خپل ذات کې په کوچنو ډلو او دریځونو ویشل شوی چې هره کوچنۍ ډله خپل جلا جلا تمویلونکي او اهداف لري. جهادي تنظیمونو ته ورته نه دوی کوم سیاسي جوړښت لری، نه سیاسي ارزښتونو ته احترام لری او نه هم دولتي سیستم سره آشنایي لري. 

 طالبان په ځان انتقاد نه مني او د دوی په کړنو او حملو ګوته نیونکي خپل ژوند له لاسی ورکوي چې یوه ښه بیلګه یې د لویې پکتیا قلم الدین دی. زغم د سیاسي حرکت لمړنی اصل دی خو له بده مرغه دغه لمړنی اصل په طالبانو کې شتون لري او نه هم ورته چمتو والی ښیي. 

د سولې د خبرو له پیل څخه اونې تیریږي خو تراوسه د طالبانو له خوا د هغوی د غوښتنو او یا له مذاکراتو د احتمالي هدف په باره کې څه نه دی ویل شوی خو د ژورنالستانو په ځواب کې هرځل یوه خبره تکرار وی چې «مونږ په افغانستان کې اسلامي نظام غواړو» خو تر اوسه یې د خپلې دغی هیلې تفصیل نه دی په ډاګه کړی چې څه ډول اسلامي نظام غواړي. آیا په افغانستان کې اوسنې نظام او حکومت غیر اسلامي دی؟ آیا  د ولتي چارواکي او یا کارکونکي مسلمان نه دی؟ آیا د افغانستان موجوده اساسي قانون د اسلام ضد دی؟ آیا په ولسي او مشرانو جرګو کې ناست استازي مسلمانان نه دی؟ آیا د افغانستان په مسجدو کې آذان او لمونځ نه اداکیږی؟ او دا ډول ډیرې نورې پوښتنی شته چې طالبانو سره یې نه ځواب شته او نه بدیل. انسانان تل له خپلو تیرو وختو او تجربو زده کړه کوي او د سبا لپاره د پرون په پرتله حقیقی پلانونه ترتیبوی خو داسي بریښي چې ګوا کی طالبانو له خپل پرونه هیڅ هم نه دی زده کړی او د دوی اوسني کاذب اعتماد به دوی ته د کامیابي پرځای ډیرې ستونزې راولاړی کړي. 

البته حقیقت خو دا دې چې ټول افغانان د دغې خاورې بچیان دي. نه د طالب له هویته څوک انکار کوی او نه د افغان دولت په عقیده څوک شک کولای شي. افغان ولس د اوسني نظام د رامنځ ته کولو لپاره ډیرې قربانې ورکړي او له لاسه ورکول یې له ملت او هیواد سره ستره جفا ده. د افغانستان اوسنې نظام د افغانانو په لاس جوړ دی او په دی لړ کې نړیوالو د همسایه هیوادو په شمول ټولو تر وسه مرسته ورسره کړی. ممکن د ځینې هیوادو مرسته د نورو په پرتله ډیره وي خو دا هرڅه د نړیوالو نورمونو په رڼا کې او د تړونونو د امضا له لارې ترسره شوی او کیږي. له افغان حکومت سره د هر هیواد مرسته او همکاري علني ده او د تړونونو مواد له ولس سره شریک شوي خو برعکس که د طالبانو ډلې ته وکتل شي نو هیڅ ډول معلومات نه ترسترګو کیږي. د دوی د رهبري په څیر تراوسه دوی په ډاګه نشي ویلای چې د جنګ اکمالات او مصارف له کومه ځایه ترلاسه کوی. د مالي مرستو د ترلاسه کولو لپاره له کوم میکانیزم څخه کار اخلي او داسي نورې ډیرې پوښتنې چې پوښتل یې د سر په بیه تمامیدلای شي.  

  آیا طالبان سوله غواړي: که د مذاکراتو له پیل څخه وروسته حالاتو ته وکتل شي نو په تاوتریخواي کي کمښت نه ترسترګو کیږي بلکه ډیروالی په کښې راغلی. طالبان مذاکرات او عملیات دواړه کاره په یو وخت کې ترسره کوی. په ننګرهار او لغمان کې چاودنې، زنځیري وژنې او د هیواد په نورو برخو کې حملې چې په نتیجه کې یې د تل په څیر په سلهاؤ بیګناه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکوی، دوام لري. د کابل په شمول د هیواد په مختلفو برخو کې د طالبانو عملیات، حملې او چاودنې د پخوا په څیر جاري دی او د تم کیدو نوم نه اخلي. د سولې د مذاکراتو لپاره د باور رامنځ ته کول اړین دي، او باور تش په خبرو نه بلکه په عمل سره باید رامنځ ته شي خو  طالبان د دغه باور رامنځ ته کولو لپاره خپل هیڅ عمل د دلیل په ډول له ولس سره نه شي شریکولای. د تاوتریخوالي کمول او اوربند د ټولو افغانانو هیله ده. دغه هیله د هغه طالب د کورنۍ هم ده چې غواړې بچې یې د سولې په فضا کې ژوند وکړي. 

طالبانو په لمړي ځل په ۱۹۹۶م کال کې کابل ونیو او خپل نظام یې حاکم کړ چې له پاکستان او سعودی عربستان پرته هیچا په رسمیت ونه پیژندل او نه یې سیاسي اړیکې ورسره ټینګې کړی. علت یې واضح دی، طالبان یو سیاسي حرکت نه بلکه یوه جنګي ډله ده چې تګلاره یې نا معلومه ده او له همدی امله نړیوالو د دوی واک او حکومت نه په رسمیت وپیژاند او نه یې اړیکې ورسره ټینګې کړی. د سولې پروسه د افغان ولس لپاره ده، ځکه چې د جګړی مستقیم، غیر مستقیم او معکوس ضرر یواځې او یواځې افغان ولس ته متوجه ده. 

طالبان له هرڅه د محدود فکر له هغه کاذب باکس څخه رابهر شي چې دوی په کې پراته دي او د دوی سیاسي بصیرت یې محدود کړی. له هرڅه دمخه خپله سیاسي تګلاره ترتیب، په خپل منځ کې په اصلاح کار پیل او د جنګي ډلی پرځای ځان یو سیاسي حرکت ثابت کړي څو ولس او نړیوالو ته د منلو وړ وګرځي او د دغه کار آسانه پیل د تاوتریخوالې کمول او اوربند ته غاړه کیښودل دي. 

4 COMMENTS

  1. سوله هلته راځی چه د مقابل طرف غوښتنی ومنی. که د طالبانو تسلیمیدل د دولت غوښتنه وی نو باید په ډاګه ووایی. هغه کسان چه په خبره پوهیږی نو د افغانستان د اوسنی اساسی قانون په اسلامیتوب دی غلط معلومات نه خپروی. نه تنها اوسنی اساسی قانون اسلامی کولو ته ضرورت لری بلکه د امریکایی استعمار په دوران کی نور نوی قوانین هم بیدینه اصول لری.
    پیشرفت د نورو پیښو ته نه وایی پیشرفت د اسلام په چوکات کی نوښت ته ویل کیږی. که څوک په اسلام ټینګار د مسلمانو شاته پاتی دریځ ګڼی نو هغه دی بیا په نره د مسلمانو له لیکی ووځی او په نره دی د دیموکراسی ناری ووهی ترڅو پوه سی چه څومره افغانانو ته دیموکراسی خوندوره ده.

  2. ثابت سايب له تبصري نه مو داسي بريښي چه طاليبي او د آی اس. آی اسلام په افغانستانکي کارول غواړي، دا غوښتني د افغانستان له اساسي قانون سره چه د اسلام مبارک دين په ستنو ولاړ دی هيڅ کوم ارطبات نلري دا ستاسو او آی اس. آی اختراعات دي
    ولي خپلي غوښتني ښکاره او واضح د اسلام مبارک دين په چوکاټ کي نه ليکي اوکه داسي غوښتني نه لري يا نه پري پوهيږي نو له د عوام فريبي نه لاس واخله څوک چه د طالب اسلامي قانون غواړي هغه د افغانستان تسليمول آی. آس. آی ته غواړي او افغانستان د نيندرتال د وخت دوري ته غورځوي.

  3. د چا خبره، په سیاست میاست می ډیر سر نه خلاصیږی خو دومره پوهیږم:
    لویه فتنه همدا زموږ د طبیعی جغرافیا ډکو جیبونو را منځته کړی ده
    که زموږ غرونه ظاهراً ښکلی او باطناً سپیره وای ( چی البته اوس ظاهراً سپیره او باطناً ښکلی او غنی دی ) نو باور وکی که موږ هیڅ سیاسی – اجتماعی – سیمه ایز – نړیوال مشکل او ستونزه درلودای
    یقیناً
    همدا زموږ غرونه او غنی رغونه دی چی له یخی سِنی او وچ ستونی څخه ئی د پېړۍ په اوږدو کی د سقاویزم، نجات! ، آرام ! سلطنتی نظام ، قلابی جمهوریت، د کارګر او بزګر په غیاب کی کارګری! او بزګری ستر! انقلاب! ( چی له بریالیتوب مخکی ناکام سو ) ، سپیڅلی جهاد ! ( چی د شوروی په وړاندی د برحقی وطنی جګړی نوم باید جهاد نه بلکه ژغورنکې جګړه وای ) ، توپکیزم ( مَګَسیزم ) او بالآخره د پورته یاد سوو ترخو تئاترونو د ټولو لوبغاړو څخه تشکیله سوی مجموعه ( چی البته اکثره لوبغاړی ئې هغه کسان وه چی غریبو افغان مهاجر پلرونو ئې هغوی د يوې ګېډی ډوډی پخاطر پاکستانی مدرسو ته لیږلی وه البته د پاکستان پر بیرغ او تاریخ مینو پښتنو په شمول ) ډارنوونکی او ځوروونکی او په عین حال کی خندوونکی او ژړوونکی ږغونه اوریدل سوی دی او اوریدل کیږی او مسلّماً ددی ږغونو اصلی مدیران او ایجادکوونکی ددې ظاهراً سپیرو غرونو په لمنه او جیبونو کی پراته ثروت او شتمنی ته پټ ناست دلالان او ( مُفت خریداران ) تر سترګو کیږی.
    امّا ګران ورور ثابت صیب!
    د حقائقو د درک د اعا د ثبوت سند یوازی اسلامی پاکه عقیده او یا پاکه ملی روحیه کفایت نه کوی څو د پېښو په هکله پراخ بصیرت او سپیڅلی جرئت او سالم قضاوت ور سره ملګری نه وی.
    بس همدومره.

  4. سرمست سیب ښایی تاسو د قانون اساسی او اسلامی فقهی متخصص نه یاست. نو د بښنی وړ یاست. زما لیکنی تعقیب کړه چه پوه سی. شل کاله کیږی چه د ای اس آی په نامه د استعمار په اشاره ملی اختناق و چلیدو خو فایده یی ونکړه. د نازی اختناقګرو نه مو ندی اوریدلی چه خلک د همیش لپاره نسی خطاکولی.
    که د استعمار له موسسو او تشکیل سره تړلی نه یاست او یا د استعمار خیراتخور نه یاست نو زما په خبره به زر پوه سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب