شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزد پېړۍ وروستی منی| شمس الحق حیران

د پېړۍ وروستی منی| شمس الحق حیران

سږنی منی به د دې پېړۍ وروستی منی وي. له دې وروسته به بل هېڅ داسې منی نه راځي چې یو زر او درې سوه یې تر مخ لیکل شوي وي. دا دې یوې اوږدې کیسې پای دی. سږنۍ لوېدونکې ژېړې پاڼې د یوې ستړۍ پېړۍ د ستومانه عمر د پای ته رسېدو پيغام راوړي. سل کاله وروسته به موږ هېڅ یو هم د پېړۍ په وروستي مني کې نه وو. موږ به د خلکو دومره هېر شوي وو؛ لکه اصلا چې دې نړۍ ته راغلي هم نه وو. راځئ، د پېړۍ د وروستي مني سپېره تندی ښکل کړو. راځئ دې پېړۍ د ګردوهلي ملنګ ژوند کچکول ته د مینې، موسکا او تودې غېږې خیرات ورکړو. راځئ د پېړۍ وروستی منی په ګرمه مینه، موسکیو څېرو او یو بل سره په نېک چلند ونمانځو. راځئ د دغو شېبو قدر وکړو چې لاژوندي یو او یو د بل تر څنګ یې تېروو. 

ځمکه، کور، باغونه، ملکیت، پیسې او سیاسي واک د همدې پېړۍ وړوکې برخه ده. دا هر څه به د پېړۍ د څرخ په ګرځنده آرابو کې دل شي. په مینه رغول شوې زرینې بنګلې به یوه ورځ د وخت په معیار برابرې نه وي، د نوې پېړۍ خلک به یې په زاړه سبک او له کاره لوېدلې معمارۍ پورې خاندي. زموږ هغه جامې، پیسې او شته چې له کبله یې موږ نور انسانان خفه کړي وي، د پردیو حق مو خوړلی وي او د وږیو ماشومانو د خولې مړۍ مو د خپلې کورنۍ د تجملي غوښتنو پښو ته غورځولې وې، زموږ د واک غوښتنې لېونۍ نشه چې د نورو انسانانو د وینو تودو څاڅکو نشوای الوزولای، زموږ د ځان غوښتنې ظالمانه احساس چې تر پښو لاندې یې موږ د نورو د عزت ویاړونه راپرځول او زموږ د شهرت د بې سارې لوږې په څېر ټولې غوښتنې او شته به په نوې پېړۍ کې خاورې شي او د تېرې پېړۍ کیسه به شي. موږ به نه یو، موږ به مړه یو، زموږ تږی هوس، لالهاندې هیلې، زموږ زړه کې د بې حسۍ په خوب ویدې موسکاوې او ناویل شوي توري به ټول ګونګ وي. ټولې نالیدلې صحنې به تېرې شوې وې، ټول ناپوره شوي آرمانونه به پیکه شوي وي او د بشپړې پېړۍ په ژوند به خاورې اوښتې وې. 

پېړۍ اوړي؛ خو زموږ فکر لاهم نه دی اوښتی. راځئ خپل زړونه له کرکې، وژنې، وینه تویوونې او هغه لیون حاله خوني احساس څخه ووینځو چې له ډېرې مودې یې زموږ د زړونو مینه ناکه نړۍ تسخیر کړې ده. راځئ سږنی منی هغه وروستی منی کړو، چې سبا به یې موږ د بشري جنایاتو له کبله د پېړۍ د قضاوت د دریځ مخې ته د شرم په خولو لوند تندی او ټيټ سر ولاړ و. 

د پېړۍ وروستی منی تېرېږي، په زړو رشتو ګردونه لوېږي او نوې هستونې د کایناتو په رنګینه لمن د نویو پدیدو تخم شیندي. د پېړۍ وروستی منی ښايي د راتلونکې تاندې پېړی تنکي سپرلي ته خپلې لوڅې لغړې ونې وسپاري او له ګل غوټیو تش بڼوڼه یې په پښو کې انبار کړي؛ نوی پسرلی به دا هر څه په خپلو پسرلنیو وږمو بېرته راژوندي کړي او د نوې ښېرازۍ ساه به پکې وپوکي. همداسې به وشي، سپېره طبیعت به زرغون شي، غرونه به ګلابي جامې واغوندي، له دنګو ونو الوتې توتکۍ به یو ځل بیا په نویو څانګو زړونه وبایلي، غېږې ته به یې راستنې شي او په ټوله مینه مینه به د ژوند سندرې ورته ووایي. خو، موږ به څه وکړو؟ آيا موږ د انسانیت ونې ته بېرته هغه انساني هستۍ راګرځولی شو چې نن یې وژنو؟ آیا هغه تاندې بشري څانګې بېرته رغولی شو چې نن یې په لوی لاس له دې ونې پرې کوو؟ آیا موږ به د دې ونې هغه ښکلا بیا راستنه کړو چې د کرکې، شخړې، یو بل خفه کولو او وژلو په کاڼو مو وېشتلې ده؟ راځئ د پېړۍ د وروستي مني د هر ماذدیګر غېږې ته د خپلو منفي احساساتو لمن تشه کړو؟ راځئ ټولې منفي مفکورې، سخت دریځۍ، ناوړه پلانونه، کاینات خوړونکي فکرونه او ورانکارې طرحې د پېړۍ د وروستي مني د کښتۍ تل وغورځوو چې د زمان څپې یې د ژوند له جزیرې لېرې یوسي او بیا هېڅکله زموږ ټولو ګډ ژوند ونه ګواښي. راځئ د ژوند کلیشه يي معیارونه تر شا کړو. نوې پېړۍ په ځان مینه کړو او پستې غېږې ته یې له نویو هیلو، موسکۍ څېرې، سوله خوښي طبیعت، د ژوند له متفاوت طرز او مثبتو افکارو سره یو ځای وخوځېږو.   

پای

۱۳۹۹ د تلې ۱۵مه

6 COMMENTS

  1. ښکلی لیکنه ده او او ښکلی آرزوګانی پکی ترسیم سوی دی
    خو
    دا باید په ترخه سِنه ومنو چی:
    زموږ د تاریخ او جغرافیا د فصلونو کیسه په منی او ژمنی او پسرلی کی نه ده او نه هم خبره په دی کی ده چی مثلاً ددې او هغه منی او خزان یا پسرلی شا ته دیارلس سوه لیکل سوی دی یا دوولس سوه یا څوارلس سوه
    بلکه
    له دوو پیړیو راهیسی له هغه منی سره مخامخ یو کوم چی همیشه ئی د پسرلیو او دوبو په وړاندی سخت بُخل کړی دی او فقط په څو مقطعی پړاوونو کی ئې د پسرلی لنډو وږمو ته د لنډو ( ظاهراً غولوونکو ) څپو د خپریدو مجال ور کړی دی
    او
    احتمالاً روان خزان به د نړیوال خزان وروستنی او پراخ خزان سره لاس تر غاړی سی او دا تضمین هم شتون نلری چی دا عمومی منی او خزان به د رښتینی ژمی او رښتینی پسرلی زیری له ځان سره ولری که نه ( چی هیله ده وئی لری ).

    • ګران او زړه ته رانيږدې ورور مې غلام حضرت!

      سلامونه او پېرزوینې مې ومنئ.
      له بده مرغه ستاسو ټولې اندېښنې پر ځای دي. کاش دا اندېښنې رښتیا نه وای او زموږ شاعرانه عواطفو د سږني مني ژېړو پاڼو ته غېږه ورکړې وای، د دوی نازکې کیسې یې اورېدلې وای او ډاډ یې ورکړی وای چې لوېدل به یې د نویو او تنکیو پاڼو د وجود زېری وي.
      خو موږ نه یوازې د خپلو منیو/ خزانونو ژېړې پاڼې په ځار او قربان رخصت نه کړې، بلکې انساني سترې هستۍ مو هم د وحشت او جګړه ییز غرور په سکروټو وسېزلې.
      ما د همدغه وینه زبېښونکي انساني احساس جبر کړوي، غرېو مې نیسي او د هغو وختونو په یاد اوښکې تویوم چې انسان ظالم نه و.
      کاش یوه ورځ خپل مني ونمانځو او ګلالیو پسرلیو ته د هرکلي په پار د بوللو رنګین امېل په غاړه کړو!
      جار مو
      ستاسو حیران

  2. سلامونه،
    حیران ورور د لمریز لیږدیز ۱۳۹۹ منی یا خزان ډیر ښه ترسیم کړی ، ادبي ،تاریخی او ټولنیځه ټوټه ده!!!
    خو؛ څنګه چې اوس وطن کښې ډیری د هجري. قمري ۱۴۴۲ ؛ او د میلادي یا عيسوي ۲۰۲۰ کالونه هم لمانځل کیږي ، لا زما په نظر ، د هیواد سرنوشت په قطر کښې غربیانو او اعرابو چې طالبان او پنجابیان هم د هغوی پیروان دي په لاسونو کته پورته کیږي ؛ بیل رقم مني لري (د انګلیسی او فرانسوي آوتم؛ د عربي الخریف ؛ د هالڼډیانو هرفست او د فارسیانو برګریزان-خزان … ادن.) .
    دلته د رنګارنګو رژیدلو پاڼو کوړې پر لیاروپړتې، او ونو کې ځوړندې وي ؛ ځوانان او زاړه ېې له رومانټیکو رنګینیو خوند اخلي ؛ انځورونه ېې باسي ؛
    لاکن سږکال که دا نړیواله وبا ، بلا ، آفت (کورونا) ختمه نه شي ، ډیري انساني شنه به هم ژیړ شي او لکه د هیروشیما، او نړیوالو جګړو دسته جمعي مړي به پراته ء وي.!.
    خدای مو دې آخره خاتمه په خیر کړي. آمین.

    • ګران ورور زړور صافی!

      سلامونه او مینه،
      هو، نړۍ د ویر جامې اغوستې، کرونا وبا د بشر وینې زبېښي او د دې خاورینې کرې په دې برخه (افغانستان) کې موږ د خپل ورور کور ورانوو او د انساني ژوند بلې ډېوې وژنو.
      موږ نه دې پېړیو قدر وکړ، نه د سړیو!
      نه مو اختر او لمر ونمانځل، نه د ژمي واورینې شېبې!
      نه دې سپرلي شنیلیو کې وګرځېدو او نه د دوبي غرمو بیده کړو!
      زموږ منی، ژمی، پسرلی او اوړی هماغه تکرارېدونکې د پېړیو زړه کیسه ده چې وینو او لولو یې، خو د احساس له ګونګې ژبې مو هېڅ غږ نه پورته کېږي او د انساني ترنم تږي طبیعت غېږ هماغسې تشه پاتېږي.

      کاش موږ بېرته خپل انساني اصل ته وګرځو او یو د بل له غاړو چاړې پورته کړو، پر ځای یې د انسانیت په ګډ ټغر د قرآن تر اروا بښونکي سیوري لاندې ژوند وکړو.
      همدومره
      درنښت او مینه

  3. ګران او زړه ته رانيږدې ورور مې غلام حضرت!

    سلامونه او پېرزوینې مې ومنئ.
    له بده مرغه ستاسو ټولې اندېښنې پر ځای دي. کاش دا اندېښنې رښتیا نه وای او زموږ شاعرانه عواطفو د سږني مني ژېړو پاڼو ته غېږه ورکړې وای، د دوی نازکې کیسې یې اورېدلې وای او ډاډ یې ورکړی وای چې لوېدل به یې د نویو او تنکیو پاڼو د وجود زېری وي.
    خو موږ نه یوازې د خپلو منیو/ خزانونو ژېړې پاڼې په ځار او قربان رخصت نه کړې، بلکې انساني سترې هستۍ مو هم د وحشت او جګړه ییز غرور په سکروټو وسېزلې.
    ما د همدغه وینه زبېښونکي انساني احساس جبر کړوي، غرېو مې نیسي او د هغو وختونو په یاد اوښکې تویوم چې انسان ظالم نه و.
    کاش یوه ورځ خپل مني ونمانځو او ګلالیو پسرلیو ته د هرکلي په پار د بوللو رنګین امېل په غاړه کړو!
    جار مو
    ستاسو حیران

  4. سلامونه،
    ګران ورور حیران صیب ! ډېره مڼنه چې زما نا څیزه تبصرې ته مو ادبي تراژیدي رنګ ورکړ او په ورته دعا مو ختمه کړه.
    تاسو وګورئ آذربایجاني ترکتباران ، او ارمنیانو څومره پخوانۍ دشمني او یو څو ورځې جګړه ، په اوربند سره موقتی ختمه کړه او د روس په وساطت خبرو ته کیناستل . مګر زمونږ آخوند زاده ګان او د ب-۵۲ په وزرونو سپاره وزګوړو له کابل نه باغ وحش جوړ کړی او له وطن نه قبرستان!.
    نور به څه ووایو؟!.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب