چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهسي‌جي‌ټي‌ان: امریکا په بشپړ ډول له افغانستان څخه نه وځي

سي‌جي‌ټي‌ان: امریکا په بشپړ ډول له افغانستان څخه نه وځي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) سي‌جي‌ټي‌ان په یو راپور کې افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو موارد څېړلي دي.

یاد تلویزیون د بهرنیو نظامي څېړنو انسټیټیوټ څېړونکي، لي یون د یوې مقالې په ترڅ کې ویلي، امریکا چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په اوومه نېټه یې له تروریزم سره د مبارزې په نامه افغانستان کې جګړه پیل کړه ورته ډېره ګرانه تمامه شوې ده.

راپور کاږي، امریکا پر دې جګړه لږ تر لږه دوه ټریلیونه ډالر لګښت کړی، دوه زره او ۴۰۰ سرتېري یې وژل شوي او تر ۱۰ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

راپور کې راغلي، یوازې دا نه، بلکې د امریکا له میلیاردونو ډالرو پانګونې سره سره په دغه هېواد کې د بې کارۍ کچه دېرش سلنه لوړه شوې ده.

راپور کې دې ته په اشارې چې امریکا ولې له افغانستان څخه په بشپړه توګه نه وځي زیاته شوې، دا سمه ده چې امریکا د دوحې هوکړه کې منلې چې خپل ځواکونه به له افغانستان څخه وباسي خو په دې هېواد کې لګښتونو او قربانیو ته په پام امریکا دومره په اسانه دا هېواد خپلو رقیبانو ته نه شي پرېښودلی.

د راپور له مخې، ټرمپ ممکن ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم کړي خو په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو ښکاره دلیل دا دی چې له دې جیوستراتیژیکې سیمې څخه د امریکایي ځواکونو شاتګ یو نه منل کېدونکی حقیقت دی.

دویم دلیل دا دی چې افغانستان داسې طبیعي زېرمې لري چې ارزښت یې ټریلیونونه ډالرو ته رسېږي او هیڅ لاس یې نه ده خوړلی نو دا هم د امریکا لپاره د کوچو ګوله ده چې په هیڅ صورت به یې د بل خولې ته پرېنږدي.

سي جي ټي ان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې چې یو مهم شرط د طالبانو همدا دی چې بهرنیان باید ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب