Homeخبرونهزابل کې يوه نفوذي پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

زابل کې يوه نفوذي پولیس خپل شپږ ملګري وژلي

تاند (چهارشنبه د میزان ۱۶) يوه امنيتي سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي رسنیو ته ویلي په زابل ولایت کې یوه نفوذي پولیس خپل ۶ ملګري وېلي دي.

سرچینه وایيو چې دا پېښه تېره شپه د زابل د شهرصفا ولسوالۍ د مانده په امنیتي پوسته کې رامنځ شوې ده.

د سرچنې په خبره هغه نفوذي کس چې د یادې پوستې پنځه ملي پوليس او يو محلي پوليس یې پر ډزو وژلي، خپله له وسلو سره یو ځای له سیمي تښتېدلي.

بل لورته په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومنداني وايي ‎له چاودېدونکو توکو ډک موټر کې سپور يو ځانمرګى بريدګر يې هدف ته د رسیدو مخکي ویشتلي او وژلی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندانۍ په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې تیره شپه يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل چې د کندهار ولایت د معروف ولسوالۍ اړوندو د سرحدي ځواکونو پر پوسته موټر بم بريد وکړي چې هدف ته د رسیدو مخکې د قول اردو د دریمی سرحدی لیوا ځواکونو په نښه کړي او لمنځه وړي.

د سرچنې په وینا په دغه پیښه کې دوه سرحدي پولیس هم ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...