چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهقرغیزستان کې لاريونوالو واک ترلاسه کړ او لومړی وزير يې وټاکه

قرغیزستان کې لاريونوالو واک ترلاسه کړ او لومړی وزير يې وټاکه

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) د قرغیزستان پارلماني ټاکنو کې درغليو ته غبرګون کې مخالفو لاريون‌کوونکو له څو ورځو لاريونونو وروسته واک ترلاسه کړ او لنډمهالی لومړی وزير يې هم اعلان کړ.

دغه لاريونونه له هغه وروسته پيل شول چې د دې هېواد د ټاکنو کمېسيون په پارلماني ټاکنو کې د روسيې پلوي ولسمشر سورونبای جينبکوف ته نېږدې ګوندونه د ټاکنو ګټونکي اعلان کړل.

قهرجنو لاريون کوونکو چې ادعا کوي ټاکنو کې درغلۍ شوې دي، له څو ورځو لاريونونو وروسته وکولای شول، واک په لاس کې واخلي.

ورسره هم‌مهاله د ټاکنو کمېسيون د پارلماني ټاکنو پايلې باطلې اعلان کړې او پخوانی لومړی وزير کوباتبک بورونوف استعفا ته اړ شو.

صدر جاپاروف نوی لنډمهالی لومړی وزير ټاکل شوی، نوموړی تازه د لاريون کوونکو له لوري له زندانه ازاد کړای شو.

جاپاروف ۱۱ کاله وړاندې د اعتراضونو پر مهال د يوه سيمه‌ييز چارواکي د تښتونې په تور په ۷ کاله بند محکوم شوی وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب