جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهشهزاد اکبر: د جګړې دوام به افغانستان نور هم د بیوزلۍ سره...

شهزاد اکبر: د جګړې دوام به افغانستان نور هم د بیوزلۍ سره مخ کړي

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره شهزاد اکبر په هېواد کې پر روان تاوتریخوالي د جګړو پر دوام اندېښنه ښيي او وایي د جګړې د دوام عواقب به د افغانستان لپاره لا خطرناک او دردوونکي وي.

نوموړې ویلي د جګړو دوام به افغانستان لا بېوزله، دردمن او نارامه کړي.

اکبر پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره جګړه ودروي او د ملکي وګړو ژوند ته متوجه خطر له منځه یوسي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون څو ورځې وړاندې په یوه راپور کې هم د جګړو پر دوام او د تاوتریخوالي پر ډېرېدو جدي اندېښنه ښودلې وه او له ښکېلو لورو یې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې وه.

شهزاد اکبر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په افغانستان کې ورځ تر بلې وضعیت کړکیچن کیږي او د طالبانو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...