Homeخبرونهدیبرا لاینز: نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړې ده

دیبرا لاینز: نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړې ده

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبرا لاینز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې ملاتړې ده او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.

نوموړې ویلي اوس په دوحه کې د سولې هڅې روانې دي او تمه ده چې افغان جګړه ژر پای ته ورسېږي او له دې سره جوخت د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره پراخ کار ته اړتیا ده.

د نوموړې په وینا اوس نړیوالې ټولنې او مرستندویه هېوادونو ته په کار ده چې له افغانستان سره د بیا رغونې په برخه کې خپلې ژمنې تازه کړي.

هغې ټینګار کړی چې پرمختللی افغانستان د ټولې سیمې په ګټه دی نو د پرمختګ رامنځ ته کول پراخ کار او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...