ژباړونکى: ح حقوېش،
دا وخت په پنجاب کي د زيارتونو شمېر 598 دى، په دې کي د 64 زيارتونو مينجور(ملنګان)، متوليان او پیران مستقماً په سياست كي برخه لري. سرګوده (سرګودھا)، جنګ (جهنګ)، پاکپتن، ساهیوال، وهاړي، منډي بهاوالدین، اوکاړہ، حجرہ شاہ مقیم، ملتان، چشتیان او د خیرپور ټامیوالا ګدۍ نشين مستقيماً په ټولټاکنو کي برخه اخلي. د دې ځاى ګدۍ نشين لومړى ځل د ازادۍ په جنګ کي د مجاهدينو د ځپلو لپاره د ختیځ هند (ايسټ انډيا) کمپنۍ سره لاس يو کړ او د انګريزانو په حق کي يې فتوې ورکړې جنګ يې بغاوت ياد کړ او په امتياز کي يې مځكي ترلاسه کړې. همدا لامل وو چي دا ګدۍ نشين انګريزانو د نوې آبادي د واک سره په پاور سټرکچر کي ورګډ کړل او د کورټ آف وارډز له لارې هغوى ته مستقل سیاسي طاقت ورکړل شو، د کورټ آف وارډز سسټم له لاري چي کومو ګدۍ نشینو ته مځكي ورکړل شوې د هغوى تفصیلات په لاندي ډول دي:
په 1930ز کال کي د شاہ پور غلام محمد شاہ، ریاض حسین شاہ ته 6423 ایکټره مځکه، د اټک سردار شېر محمد خان ته 25185 ایکټره، د جهنګ د شاہ جیونا کورنۍ خضر حیات شاہ، مبارک علي، عابد حسین ته 9564 ایکټره، د ملتان سید عامر حیدر شاہ، سید غلام اکبر شاہ، مخدوم پير شاہ ته 11917 ایکټره، د ملتان ګردیزي سید جن کي سید محمد نواز شاہ، سید محمد باقر شاہ، جعفر شاہ ته 7165 ایکټره، د جلالپور پیر والا سید غلام عباس، سید محمد غوث ته 34144 ایکټره، ګیلاني سید آف ملتان په هغه كي سید حامد شاہ او فتح شاہ په نوم 11467 ایکټره، د دولتانه کورنۍ اللہ یار خان آف لډھن ته 21680 ایکټره، د ډیرہ غازي خان میاشاہ نواز خان آف حاجي پور ته 726 ایکټره، د مظفر ګړ د ډیرہ دین پناہ کورنۍ ملک اللہ بخش، قادر بخش، احمد یار او نور محمد ته 2641 ایکټره او د ستپور مخدوم شیخ محمد حسن ته 23500 ایکټره مځكه ورکړل شوه. نن ددې کورنيو ځاى ناستي او اولادونه د ولايتي شورا(صوبائي اسمبلي) او ولسي جرګې(قومي اسمبلي) په څوکيو ناست دي او د ولسواکي دفاع کوونکي دي.
بریتانیايي استعمار د مځکو ورکولو سره سره د درباريانو ګدۍ نشينو کورنيو ته د ذیلدار(چي يوڅه سيمي يې تر واک لاندې وي) عهدې هم ورکړې، په دې کي د مظفر ګړ څخه دیوان محمد غوث، سید باندې شاہ، خان صاحب مخدوم محمد حسن، سید تراب علي شاہ، سید عامر احمد شاہ، سید غلام سرور شاہ، سید جندوډا شاہ، د میانوالې څخه سید قايم حسین شاہ، غلام قاسم شاہ، د شاہ پور څخه پیر چن پیر، سید نجف شاہ، فیروز دین شاہ، پیر سلطان علي شاہ، علي حیدر شاہ، د جهنګ څخه محمد شاہ، اللہ یار شاہ، محمد غوث او بهادر شاہ ته د ذیلدار عهده ورکړل شوه.
په هندستان د برتانيې له تسلط څخه 180 کاله وروسته په 1937ز کال کي محدود جمهوري انتخابات ترسره شول چي په یونینسټ ګوند کي شامل همدا مځکوال، ګدۍ نشین او پیران انتخاب شول. د 1946ز کال په انتخاباتو کي بيا هم دغه کورنۍ واکمنۍ ته ورسېدلې، د جنوبي پنجاب څخه ګیلاني، قریشي، د ډیرہ غازي خان څخه پرته د منځني پنجاب څخه پیر نسیر الدین شاہ آف کمالیه، شاہ جیونا آف جهنګ، مخدوم سید علي رضا شاہ آف سندھلیانوالي، مخدوم ناصر حسین شاہ، پیر محی الدین لال بادشاہ آف مکهد شریف له اټک څخه په نښه وو. دې کورنيو د یونینسټ ګوند پرېښود په آل انډیا مسلم لیګ کي ورګډ شول او خپلي ګټي يې د پاکستان د حمايت سره وتړلې.
د پاکستان له جوړېدو وروسته دا ګدۍ نشينه پيران د قومي جمهوري او مارشال لا په سياست کي په مستقل ډول ورننوتل. د ایوب خان د ولسواکۍ له فکر څخه رانيولې د ضیاء الحق په مجلس شوریٰ کي د اسلامائزیشن فکر ته وده ورکول او د جنرال پرویز مشرف د روشن خیال فکرونو څخه په حمایت کي دا ګدۍ نشین له هر چا څخه لومړي وو.
په ملي او ولايتي سياست کي د درباري نمايندګانو د همدې اثر لرونكي ګدۍ نشينو او پيرانو حلقې که وڅېړل شي، نو دلته به د تعليم کچه په بوږنونکي ډول سره کمه وي. د دربارونو همدا مذهبي نمايندګان د خپلو مُریدانو څخه نظرانې، خوړې او خيراتونه اخلي. او د اوقافو په ادارې هر وخت ددوى کنټرول وي، څه موده وړاندي د پنجاب اسمبلۍ ته د اوقافو وزير راپور ورکړ چي د ادارې تر انتظام لاندې د 544 زيارتونو څخه د کال څه باندې 150 ميليارده روپۍ د حکومت ماليې ته د مُریدانو او سيلانيانو له خوړې او نظرانې څخه ورکول کيږي. او ددې مځکوالو مځكي سلګونه ايکټره دې، د ځينو زيارتونو ګدۍ نشين په اصل كي اوس په جانشين اوښتي دي، او هغوى د ګدۍ نشينو يا متوليانو په مټ د کلني عرُس لمانځغونډې جوړيږي.
کوم مرداری په دي ملک کي نشته. دا پارازيت که پير ده که فقير که ملا ده که سيد که مير ده که حضرت او خپل سري سلامي نمايندګان دبشريت د پښو ځولني د چه انسانان پرمختګ ته يي نه پزيږدي.
دا پارازيت موږته هم له انګريزانو څخه ميراث پاته شوي بايد ځان ځيني خلاس کړو.
سلامونه،
یو خو ماته ډیره عجیبه ښکاره شوه چې دا دومره پراخه په زر هاوو هکټاره ځمکې که جمع کړو خو له ۱/۳ پوکیسټاین نه هم زیاتیږي او دا دومره کروړي پارټئ چې هلته د ډیموکراسۍ او پیپلیزم ، عوامیتوب ادن… په شعارونو قدرت ته یو نه څو ځلي رسیدلي ، چرته دي تر څو د خدای د مخلوق او بیتالمال حقوق له دا څو منجاورینو او پیرانو ، میاګانو، تش په نامه سیدانو ادن… څخه واخلي؟
افغانستان کښې ، د خلقو ډیموکراتیک ګوند لڼډ اقتدار کې ېې خو د حضرتانو ، مضرتانو او مامدزایانو … غصب کړي جایدادونه بیرته بیتالمال ته رانیولي ول ؛ مګر تر اوسه ېې افراطیون راست و چپ د فقید حفیظ اله امین او تره کي بابا پسې بد وايي؟
ان اکرمکم عند الله اتقیکم.