جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکلیفورنیا: سږنیو اورلګېدنو څلور میلیونه هکتار ځنګل سوځولی

کلیفورنیا: سږنیو اورلګېدنو څلور میلیونه هکتار ځنګل سوځولی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) د امریکا د اور وژنې ادارې ویلي چې سږ کال اورلګېدنې په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وې او په ګڼو ساحو کې یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د سرچینې په خبره په څلورو ځایونو کې خورا پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې ټولټال یې څلور میلیونه هکتاره ځنګل سوځولی دی.

امریکایي چارواکي وایي دوی په یوه وخت کې ان د پنځوس زره هکتاره ځمکې پر سر د اوروژنې وړتیا نه لري، خو اوس له داسې یوه وضعیت سره مخ دي چې باید پر درې سوه زره هکتاره ځمکه د بل شوي اور پر وړاندې مقابله وکړي.

دغه اورلګېدنه له اګست میاشتې راهیسې روانه ده او لا هم د کلیفورنیا او نورو ایالتونو ځنګلي سیمې د لمبو خوراک کېږي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب