پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسوریه: ۱۱ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

سوریه: ۱۱ میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) د ملګرو ملتونو سازمان ویاند په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په سوریه کې اقتصادي وضعیت په شدیده توګه مخ پر ځوړ دی او دمګړی نږدې یوولس میلیونه وګړي بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په خبره که پر وخت اقدام و نه شي نو ښایي دوه میلیونه نور وګړي هم پر یاده شمېره ورزیات شي.

نوموړي همدا راز ویلي چې د خوړو نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ دمګړی په سوریه کې نږدې ۹ میلیونه او پنځه سوه زره وګړي غذايي مصوونیت نه لري او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

ملګرو ملتونو پر نړیوالو غږ کړی چې په سوریه کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...