Homeخبرونهایران: د سولې په برخه کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ...

ایران: د سولې په برخه کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ اعلان کوو

تاند(چهارشنبه، د میزان ۱۶) په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان د ولسمشر له دویم مرستیال سرور دانش سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د سولې په روانو بحثونو او هڅو کې د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي.

د هغه په خبره ایران هم په افغانستان کې د جمهوریت او لاس ته راوړنو له ساتلو ملاتړ کوي او د داسې سولې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې د لا پرمختګ او ثبات سبب شي.

امینیان ویلي چې ایران به د سولې له راتګ وروسته په افغانستان کې په روغتیايي، تعلیمي او فرهنګي برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

ایران داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرې پیل شوې چې ډیری هیوادونو ترې خپل ملاتړ اعلان کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...