Homeخبرونهملاندیم له یوه پلاوي سره په «روسیه او اسلامي نړۍ» کنفرانس کې...

ملاندیم له یوه پلاوي سره په «روسیه او اسلامي نړۍ» کنفرانس کې د ګډون لپاره کازان ته لاړ

تاند (دوشنبه، د غويي/ ثور ۲۱ مه) د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزیر ندامحمد ندیم په مشرۍ یو پلاوی د روسیې د تاتارستان جمهوریت پلازمېنې کازان ښار ته تللی، چې د «روسیه او اسلامي نړۍ» په اوولسم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت په وینا، له ندیم سره په ملګري  ۱۴ کسیز پلاوی کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د اقتصاد، فواید عامې او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالان او یو شمېر اقتصادي او تخنیکي مسوولان شامل دي.

د لوړو زده کړو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، ټاکل شوې ده چې د کازان د غونډې په څنډه کې د مسکو په غوښتنه د طالبانو او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړۍ غونډه هم جوړه شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې به د اقتصادي، سوداګریزو همکاریو او د طالبانو، روسیې او د اوراسیا اقتصادي اتحادیې ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې وشي.

د «روسیه او اسلامي نړۍ» د اوولسم کنفرانس اصلي پروګرامونه به د روان میلادي کال د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې په کازان ښار کې ترسره شي.

په دې کنفرانس کې د ملاندیم ګډون ښايي له دې نظره مهم وي چې نور ملتونه وګوري چې د خپلو خلکو د سوکالۍ او پرمختګ لپاره څه کوي.

د راپورونو له مخې، د طالبانو هغه مشران، چې د افغانستان له وروسته پاتې کلیو او د بلوچستان له وروسته پاتې سیمو پرته یې نورې سیمې نه دي لیدلي، د نجونو د تعلیم په ګډون له اکثرو عصري او مدرنو پدیدو سره اختلاف لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...