سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهنسخه (لنډه کیسه) عنایت الله دیدار 

نسخه (لنډه کیسه) عنایت الله دیدار 

اودل د خندا سلسله جاري وساتله، بیا یې وویل:

غوږونه دې لکه په خره چې دروازې بار کړې.

مجلس وخندل. یو پکې نسکور شو.د هغه بل له خولې چای باد شو.

ګلاجان ماما هم خندل، سوړه خوله یې ښکارېده.

اودل خان د شنو چایو پیاله په زوره پر فرش کېښوده ( دوپ ) یې شول. په لوړ غږ یې وویل:

 چای راواچوه د اچارو بادرنګه !

ټولو وخندل…د ګلاجان ماما له خندا وېړه سوړه خوله هم ښکارېده. ورغی، پیاله یې ور ډکه کړه. اودل ته یې وویل:

خان صېب! چای مې په بنجخو او مچرکو وکړ، غټ لرګي خلاص شوي.

اودل وویل: دا خپل غټ دې ورپسې کړه.

بیا ټولو وخندل…

کوټې ته یو سپین غونډاری هلک ور ننوت، اودل ته یې په غوږ کې څه وویل. اودل ووت، مجلس ورسره ووت.

ګلاجان پېالې ورټولولې. یو ځای توی شوې ګوړه یې په ګوتو ورټوله کړه، مېده ګی یې پاته شو، له جېبه یې ساپي راوویسته، د لور نسخه یې ورسره راووته ، یو، دوه، درې، څلور، پنځه، شپږ… شپږ قلمه دوا یې ورته لیکلې وه. د ګلاجان سترګو ته یو عالم مایوسۍ ونڅېدې، هغوی هم ورپورې خندل. جګ شو، له کړکۍ د باندې یې خپل راټول شوي کباړ ته وکتل او له حجرې ووت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب