شنبه, اپریل 20, 2024
Homeمقالېاقتصادد ننګرهار د والي په توګه زما د کار اته میاشتنی راپور/...

د ننګرهار د والي په توګه زما د کار اته میاشتنی راپور/ میاخېل

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل

د ځینو په اند د ننګرهار والي یوازې په فیسبوک لیکنې کوي. خوشاله په دې یم چې ما د فیسبوک د لیکنولپاره څوک نه دي استخدام کړې چې لیکل راته وکړي ځکه یو څه مات ګوډ لیکل کولې شم. په دې اساس زه هم د خپلې دندې د تقریبا اتومیاشتو لنډ کارې راپور، د فیسبوک قدرمنو دوستانو سره شریکوم. قضاوت بیا دوستان کولې شي چې په تقریبا اتو میاشتو کې څومره وخت په فیسبوک ضایع کړی دی.

ځینې مغرضه کړې شاید ووایې چې دا کارونه پخپله شویدي، فرق نه کوي ځکه مونږ د دغه مغرضو کړیو لپاره کار نه کوو بلکې د ولسونو لپاره کار کوو. که ځینې مغرضه کړې خفه وي، بیا هم فرق نه کوي ځکه د دوی خفګان د ولسونو او زما د خوشالیو سبب ګرځي. څومره چې د مغرضه او مشهود الحاله کړیو چیغي زیاتیږي، بیا هم خوشاله کیږم چې په دوی ساحه د فساد تنګه شویده. د حکومتولۍ د پياوړتیا او د قانون حاکمیت مخ په ښه کیدو دی.

تر هر څه د مخه په خپلوامنیتي او دفاعي قوتونو، د ننګرهار په ولسونو، د ولایتې ادارې په ټیم او همداشان د خپلو فیسبوکي او د تویتر په قدرمنو ملګرو ویاړم او د دوی د حمایت او ملاتړ منندوې یم چې راسره یې عملا د فساد سره په مبارزه کې مرسته کړیده او زما مورال یې لوړ ساتلې دی. د ترورستي او جنایې فاسدو کړیو سره د جنګ لویه برخه روانې جګړه ده، نو په دې اساس، زما د فیسبوک او تویتر ملګري د ما سره په دغه مبارزه کې مستقمیا شریک دي.

امنيتي ساحه کې:

زما د دندې په لومړېو ورځو کې مې د امنیتي ادارو د مشرانو سره د همغږي ښه مکانیزم جوړ کړ. د ولسونو ویره وه چې د پسرلي او اوړي جنګي موسوم په راتګ سره به طالبان او یا ترورستي ډلې بیا د ننګرهار ځینې ولسوالي ونیسي او د جلال اباد په ښار به د پروسږکال په شان درندې حملې ترسره ورسوي. د نظامي شورا د مشرتیابه سره په مشوره، یو منظم امنیتي پلان مو جوړاو په ښه توګه تر اوسه تطبیق کړ. په تدریجې توګه مو تیرې لاسته راونې وساتلې او امنیت توسعه لپاره مو کار وکړ. د دغه پلان په اساس مو لاندې کارونه په امنیتي ساحه کې وکړل.

1. د لعل پورې ولسوالې ۹۰سلنه سیمې د چکنور په شمول پس له دولس کلونو نا امنې نه وروسته، بې له وینې تویولوتصفیه او ونیولې. دایمې پوستې مو هلته واچولې.

2. د چپرهار ولسوالې زیاته برخه چې د کلونو راهسې نا امنه وه، تصفیه او په مکمله توګه ونیول شوه. دایمې پوستې هلته واچول شوې.

3. د سره رود د ککړک، باغ بانې، بالا باغ، شمشپور او کړسو سیمې چې د نه لس کلونو راپدیخوا د حکومت په کنترول کې نه وي، تصفیه او بیر ته ونیولې. دایمې پوستې مو هلته واچولې.

4. د اچین د باندار سیمه د داعش د موجودیت نه تصفیه او د دایمې پوستو اچولو پروسه روانه ده.

5. د پسرلي او اوړې د جنګ په موسم کې د طالبانو د الفتح عملیات ناکام، د شیرزادو او حصارک د ولسوالیو د سقوط مخه ونیول شوه. طالب، داعش او نورو ترورستې ډلو ونه شو کولاې چې د جنګ په موسم کې یوه پوسته هم زمونږ د امنیتي او دفاعي قوتونو نه ونیسي. په دې جنګي موسم کې د ننګرهار تلفات د افغانستان د نورو سیمو پرتله ډیر کم و.

6. د ملي امنیت او ملي پولیسو له خوا د ۱۲۷۱ ترورستې او انفجاریه پيښو مخه نیول شویده.

7. یوازې امنیت ملي ۶۴۲ کسان د بیلا بیلو پیښو په تړاو نیولې دي او ملي پولیسو هم په سل ګونو کسان د بیلابیلو پیښو په تړاو څارنوالې ته معرفي کړیدي.

8. د دولس زره کیلوګرامو نه زیات انفجاریه مواد، ۱۵ انتهاري واسکټونه او په سل ګونو ماینونه نیول شوې او خنثې شویدي. یوه د چسپکې ماینونوماینونو فابریکه د سره رود د بړینې په جومات کې له منځه یوړل شوه.

9. د دریو موټر بمونو او یو موټر سایکل بم مخه ونیول شوه.

10. د نیول شوو کسانو ۲۹۷ دوسیې د عدلي تعقیب لاندې دي چې په ۱۷۳ دوسیو باندې فیصله شویده. په محکومو کسانو باندې د دریو کلونو نه نیولې حتی د اعدام پورې هم فیصله شویده. ۱۲۴ دوسیې په دوران کې دي.

11. د لومړې ځل لپاره په لوی تعداد د ولسوالیو امنیه قوماندانان او لوړ پوړې کسان د امنیه قوماندانې له خوا څارنوالې ته معرفي‌شویدي. لکه د خوګياڼو، د سره رود، روداتو، مهمندرې او شینوارو د ولسوالیو امنیه قوماندانان، د امنیه قوماندانې د تخنیک، لوجستیک او اقتصادي جرایمو مدیران.

12. د پنځلس ټنو په حدودو کې مخدره مواد او الکولې مشروبات نیول شوي او له منځه وړل شوی دي.

13. پخوانې لاسته راوړنې وساتل شوې او هم د محلي اردو ټولي په بټي کوټ، هسکه مینه، غني خیل، نازیانو او خوګياڼو کې ځای په ځآی شول. دوه ټولي د خوګیاڼو او شیرزادو، او یو ټولې د چپرهار د ټریننګ لاندې دي.

14. د سولې لوې جرګې لپاره ټاکنې ترسره شوې چې کلک امنیتي تدابیرو ته یې اړتیا درلود.

15. د جمهوري ریاست ټاکنو اود کاندیدانو د کمپين لپاره امنیتي تدابیر په ښه توګه ونیول شول.

16. د خپلواکۍ سلمه کلیزه په شاندارو مراسمو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ولمانځل شوه.

17. د امنیتي او دفاعي‌قواو ورځ، نارنج ګل، اخترونو لمانځل د بل هر کال نه په توګه ښه ولمانځل شول. په لس ګونو زرو کسانو په دې ورځو او مراسمو کې د ننګرهار په مرکز او ولسوالیو کې برخه واخستله. د دې ورځو لمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول څه اسانه کار نه و.

18. د ننګرهار شلو ولسوالیو ته دولتي مامورین او ولسي وګړي شپه او ورځ په اسانې سره تګ او راتګ کولې شي. پروسږکال دا کار امکان نه درلود.

د حکومتولۍ ښه کول:

19. مهم اصل د ښې حکومتولۍ د معلوماتو شریکول دي. روایتې مدیریت په خلاف مې د فیسبوک، رسنیو او د مستقیمو اړیکو له لارې کوښښ کړې چې د حکومتولۍ د ښه والي، امنیتي ستونځو او پرمختګونو، او انکشافي کارونو په هکله کره معلومات د ولسونو سره په متداومه توګه شریک کړم.

20. په بیلا بیلو نومونو فاسدو کړیو سره مبارزه مې پيل کړیده او دا مبارزه اړینه ده ځکه چې په عمومي توګه د فساد سره مبارزه په امنیت، انکشاف او د حکومتولۍ په ښه والي مستقیم تاثیر لري.

21. دولتي ادارې د باجګریو نه خلاصول او فساد سره مبارزه.

22. د اداري اصلاحاتو له لارې د تقرر پروسه مو تر ډیره حده شفافه کړې، د کمپیوترې امتحان مرکز فعال کړ او درې څلور سوه خالي بستونه ډک شول.

23. د ترورستي او جنایې ډلو د عایداتو د منابعو وچول پر ضد مبارزه تر ډیره حده کامیابه روانه ده او دوام به کوي.
24. د ننګرهار د ګمرک، مستوفیت او شاروالې عاید د پخوانه ډير زیات شوی دي.

25. په ملي روحیه کار کول د ننګرهار په ولایتې ادارو کې ښه شوی دی.

26. په بیلابیلو ادارو کې د مشتریانو لپاره د ښه خدمت سهولتونه زیات شوی دي.

27. د قراردادونو په پروسه کې د پخوا په نسبت ډیر شفافیت راغلې دی. ټول قراردادونه د ننګرهار د رسنیو د دفتر له لارې اعلانیږي او انحصار تر یو حده ترمنځ ختم شویدي. لا نور کار ته هم اړتیا لري ترڅو پروسیجر او هم شفافیت ښه شي ترڅو ټول په سیستم اعتماد پيدا کړي.

28. شرکتونه هم د باجګیرې او سهم اخستلو نه تر ډیر حده خلاص شویدي او امید دی چې دوی هم په ملي روحیه ښه کار او مشروع ګټې باندې قناعت وکړي.

29. د بیلابیلو سکتوري ریسانو سره د ننګرهار ۲۱ ولسوالیو ته سفرونه وکړل. د ولسونو سره په لویوغونډو کې مو برخه واخستله، انکشافي پروګرامونومو ولسونو ته توضیح کړل، ولسونو مو وهڅول چې د پروژو د تطبیق نه ښه نظارت او هم په امنیت کې مرسته وکړي.

30. فکري تغیر لپاره کار کول، دولتي او غیر دولتي ادارو ته د ښې حکومتولۍ په اړه لیکچرونو ورکول تر یوه حده مؤثره دی.

31. ادارې مجالسو او غونډو په وخت شروع کولو کلتور رواجول، مسوولیت اخستل او منل او په ادارو کې د کار او ابتکار روحیه راژوندي شوی دی.

32. د زرګونو ننګرهاریانو سره مې د بیلابیلو کتنو په نتیجه کې خپل پروګرامونه تشریح کړل او په ډیرو غونډو او کنفرانسونو کې مو برخه واخستله او د ولایت دروازه مو د مشتریانو پرمخ بیرته ساتلې ده. هره سه شنبه د عامو مشتریانو لپاره وقف شویده چې سکتوري ریسان هم موجود وي چې د خلکو ستونځي حل کړي.

33. د ټولو نه مهم دا دی چې ټولو ته مې ثابته کړه چې د فساد نه کرکه مې د یو څو ورځو لپاره نه وه بلکې دا زما د ژوند تګلاره ده او په دې لاره به روان یم.

انکشافي کارونه:

34. د زر بستریز روغتون کار پیل شو او کار یې په ښه توګه په مخ روان دی.

35. د ننګرهار په پوهنتون کې د نجونو د شپږ پوړیزې نوې لیلیې جوړول چې دوه پوړه یې تکمیل شوی دي.

36. د کابل-جلال اباد دویم سرک لومړۍ فیز چې د درې څلوروکلونو راپدیخوا کار یې ولاړ و، بیا پيل اوانشاالله دوه میاشتو کې به یې کار تکمیل شي. د دویم فیز سروې روانه ده.

37. د سپين جومات قرار داد لغو کول او کار پیل شو. د نقشې نه شتون کار یو څه وځندوه کوښښ کوو چې بنایې د ډیزاین او احجامو کار ژر تکمیل کړي.

38. ۲۰۸ مکتبونو د ودانیو جوړول په بیلا بیلو ولسوالیو کې پیل شول او د ۱۵۰ ښوونځو د ودانیو چارې مخ په تکمیلیدو دي. د دې ښوونځو پیل، د قومونو ترمنځ لانجې او د ځمکې حقوقي مسایل حل څه اسانه کار نه و.

39. د شینوارو په ۶ ولسوالیو کې د ۶۶ جوماتونو جوړول او رغولو کار پيل شو.

40. د سرخاب نه د سره رود د دوه لارې (یوسف میړني چوک) سرک دویم لین مخ په تکمیلیدو دی او د برق پایې په نوې ډیزاین نصب شولې. دغه سرک د جلال اباد ښار ته نوې ښکلا ورکړه او اوس ښارته په داخلیدو سره یو څه د ښار تسل کیږي.

41. د سرخاب پل-درونټې ترمنځ د دویم لین کارونه تقریبا تکمیل شوي او ژر به پیل شي.

42. د یوسف میړني چوک په نوې بڼه جوړول او د څلور لارې د سرکونو پراختیا تکمیل شوله.

43. د غازي امان الله خان مقبره چې د کلونو راهیسې د ټولو عوامو او خواصو ارزو وه جوړه شوله.

44. د پادشاه خان په مزار کار روان دی او انشاالله درې څلور میاشتو کې به یې کارونه تکمیل شي.

45. د جلال اباد شاهي ماڼې بیا رغونه چې کار پرې د تیرو شپږو میاشتو راپدیخوا روان دی او شپږ میاشتې به نورې هم ونیسي چې تکمیل شي.

46. د پښتونستان واټ جوړونه په نوې بڼه سرته ورسیدله. د ډیرو منفي تبلیغات مو تحمل کړل او اوس د ډیرو ځوانانو لپاره د عکسونو اخستلو ښه ځای دی.

47. د بهسودو-عبدالخیلو د دولس کیلومتره په اوږدوالې د څلویښت متره سرک کار پیل شو چې تقریبا شل سلنه کار یې شوې چې د یونیم کال په موده کې به تکمیل شي.

48. د بهسودو د زوړ پل ترمیم چارې تکمیلې شو او د پلونو دواړو خواو جوړول د بهسودو-عبدالخیلو د سرک په قرارداد کې شامل دی. ژر به تکمیل شي.

49. د ګوریک او کاشکوټ ۱۲.۵ کیلومتره سره پخول چې کارونه یې د څو کلونو راپدیخوا ودریدلي و، نوې بودیجه پیدا او بیا پيل شول.

50. په سلهاو جریبه ځمکه د غضب نه د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې خلاصه شوې ده.

51. د خوګيانو د ابکوصیب استحکامې پل، د بر بیاراو سرمې پلونو د جوړولو کارونه پيل شوی دي.

52. د شینواور شپږو ولسوالیو ته د جلالتماب جمهور ریس صیب لخوا د بیلا بیلو پروژو لپاره د یو میلیارد نه زیاته بودیجه منظورشوله.

53. د ننګرهار ټولو ۲۲ ولسوالیو او نه ناحیو لپاره د بیلابیلو ادارو له لارې د پروګرامونو پیکجونه ترتیب شول چې هرې ولسوالې او ناحیې ته د ۵۰۰ نه تر ۱۵۰۰ میلونه افغانیو په ارزښت پروژې اعلان شولې. لست د پروژو د هرې ولسوالې شته تر څو د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې متوازن انکشاف رامنځته شي.

54. په لس ګونو نور لوی او واړه کارونه.

ستونځي، چیلنجونه او هغه کارونه چې باید وشي:

55. ننګرهار ته لا راغلې نه وم، زما د راتګ پر ضد روانې جګړه په کابل او ننګرهار کې د مغرضو کړیو له خوا پیل شوه. دا روانې جګړه اوس هم روانه ده.

56. ځینې مغرضو مدني کړیو او د رسنیو استازو هم د فشار، باجګرې او یا د دوی د شخصي غوښتنو په خاطر روانې جګړه زما پر ضد په انفرادي او ډله ایزه توګه پیل کړه. دا جګړه تر یوه حده اوس هم روانه ده.

57. ترورستي او جنګي ډلو هم د خپلو شبکو له لارې زما د کارونو او امنیتي پرمختګ پرضد پراخه تبلیغات وکړل، خو څه نتیجه یې ور نه کړه.

58. دا چې د ستراتیژیک کمیونیکشن په برخه کې تر یوه حده تجربه درلوده، مونږ هم د دې ټولو کړیو په مقابل کې د کمیونیکشن د مستقیم او غیر مستقیم اصولو نه کار واخیست او د روایتې حکومتولې شیوه مې ننګرهار کې لږه بدله کړه.

59. د ننګرهار با احساسه، باعلمه او زړه سواندې علمي او پوه کسان د عام ولس په ګډون خوشاله دی اما ډیر محدود کسان چې د جیبونو په درد اخته دي، خفه دي. څه خبره نشته.

60. دښمن په دې سیمه کې ډیر کلونه فکري کار کړیدی، که څه هم د فزیکي جغرافیې د کنترول په لحاظ د داعش او طالب موجودیت مخ په ختمیدو دی، خو د خپلو فکري ملګرو او پلویانو په واسطه کوښښ کوي چې دا سیمه نا امنه کړي.

61. که څه هم هدفي او جنایې وژنې د احصائیه په ارقامو د نورو لویو ښارونو په تناسب په ننګرهار کې کمې دي خو بیا هم کله زیاتې او کله کمې شي. علت یې دا دی چې دا شبکې وړې شبکې دي او پیدا کول یې وخت غواړي.

62. د فزیکي جنګ ترڅنګ، فکري ډیر کار پکار دی چې د داعش او طالبانیزم مفکوره ختمه شي او ځوانان د خپل وطن او خلکو سره مینه پيدا کړي. یوازې په وژلو، بندي کول او جنګ څه نه کیږي. البته دا اوږده مبارزه ده او باید ټول ورته متوجه اوسو.

63. زیات منتقدین د ولایتې ادارې او یا د حکومت حقوق ډیر غواړي او د وجایبو په سرته رسولو کې هیڅ فکر نه کوي. څومره چې یوه ټولنه خپل وجایت سم ادا کړي، هماغومره خپل حقوق ښه لاسته راوړلې شي. د ځینو کسانو تقاضاوې د یویشمې پیړۍ د مدرنې ټولنې په شان دي، خو د دوی فکر او هم د ټولنې عینې شرایط د شلمې پیړې د اوایلو او یا حتې د نونسمې پیړۍ په شان دي. په دیتوګه د ډیرو د تقاضا او ټولنیزو وجایبو ترمنځ واټن زیات دی. د دې واټن د کمولو لپاره هم زیات فکري کار او مبارزې ته اړتیا ده.

64. ولایتي اداره خاصه بودیجه نه لري خو کوښښ کوو چې د کمو او موجوده امکاناتو نه په اعظمې توګه مړثره استفاده وکړو.

65. د ننګرهار امنیتي او انکشافي بودیجه او تشکیل د نفوسو په تناسب نه دی. ننګرهار کې تقریبا یو میلیون زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. که هر زده کوونکی یو مور او پلار ولري، د ننګرهار نفوس د دریو میلونو نه زیات دی حال دا چې ننګرهار ته د یو نیم میلیون نفوسو په اندازه بودیجه په بیلا بیلو سکتورنو کې ورکول کیږي.

66. ۴۷۰۰ معلمینو کمبود په ننګرهار کې موجود دی چې تشکیل نه لري.

67. د ننګرهار د بریښنا ستونځه جدي مسله ده او دا په شعارونو نه حل کیږي. د ننګرهار د وکیلانو او سناتور صیبانو او هم لوړ پوړو چارواکو توجه او مرستې ته اړتیا ده چې کړې ژمنې عملي شي. ترڅو د د شیخ مصري د ۳۰۰ میکاواټو او د حصار شاهي د سل میګاواټو د بریښنا پروژې تکمیلې شي. د جلال اباد ښار د بریښنا اړتیا د ۲۵۰ میګاواټه نه زیاته ده خو ننګرهار بریښنا د ۵۵ نه تر اتیا میګاواټه بریښنا لري.

68. د جلال اباد ښار انکشافي پلان وجود نه لري.

69. د شهرکونو نه منظوریدلو او توزیع د غصب لپاره زمینه مساعده کړیده. په زرهاو کسانو سره اویزونه شته اما نمرې نشته. د شهرکونو تصفیه پکار ده. تر اوسه مې تقریبا ۴۰۰۰ کسانو ته نمرې د لومړې ځل لپاره توزیع کړلې خو ټوله پروسه لا د قناعت وړ نه ده. د ښارجوړونې وزارت سره په اړیکه کې یو چې دا لویه ستونځه حل کړو.

70. بعضي مهمې پروژې لا پيل شوې نه دي لکه د تورخم وچ بندر، ادارې کمپلیکس، د سپورت ژمني ستډیم او کامپلیکس، درې څلور مهم پلونو جوړول، د کونړ سیند مهارول او داسې نور.

71. د پاکستان د ویزې مسله که څه هم د پخوا په تناسب یو څه سهولتونه برابر شویدي خو بیا هم دا مسله اساسي حل غواړي. د افغانستان د بهرنیو وزارت، جمهوري ریاست او د پاکستان د سفارت سره مو خبرې کړیدي. اصلي ستونځه یو څه زمونږ د بهرنیو چارو په وزارت کې ده او زیاته برخه مشکل د پاکستان په سفارت کې دی چې هغوي د دې مسلې نه د سافټ پاور په توګه ګټه اخلي. ځینې تعلیمیافته کسان په دې خبره سر نه خلاصوي چې قونسلګرې د ننګرهار د ولایتې ادارې دفتر نه دی. فشار کار نه کوي که قونسلګرې وټړل شي زمونږ د ولسونو چیغي اسمان ته خیژي. پخوا چې قونسلګرې د یو څه وخت لپاره تړل شوې وه، هماغه ډب لا تر اوسه نه دی خلاص بلکې ستونځه نوره هم زیاته شوله. هر تغیر چې راځي، باید د قونسلګرې سره په توافق وشي ځکه په سیاسي لحاظ مونږ د قونسلګرې د ویزو په ورکړه او نه ورکړه کې مداخله نشو کولاې.

72. د مخدره موادو روږدو کسانو ستونځه هم لویه ستونځه ده چې د ولایتې ادارې د چوکاټ نه اوچته ده. مونږ ترخپله وسه کوښښ کړې او کوو. څه مریضان مو حتی د تداوې لپاره کابل ته ولیږل. لومړۍ لویه ستونځه د روږدو کسانو لپاره د دوی کورنۍ ده چې بچي راوړي او په تربیه یې نه پوهیږي. فقط بچي کوڅي ته وشړې او بیا چې هر څنګه لوی شول فرق نه کوي. همدا مسله په امنیت هم تاثیر لري. دا هم لویه ټولنیزه ستونځه ده او د ټول ولس مبارزه او جدي توجه د ټولو نه مهمه ده. دا مسله هم د امنیتي مسایلو په شان، په وژلو، نیولو، تداوې او بندي کولو نه حل کیږي. په مخدره موادو روږدیدل، پرمخ تللو هیوادونو لپاره هم لویه ستونځه ده او زیاته هر اړخیزه مبارزه او توجه غواړي.

73. دا چې د افغانستان د جنګ زیاته برخه ملکي وګړي دي، په دې اساس ملکي تلفات، د فامیلونو بې سرپرستي او فقر، د محلی ادارې او هم د افغانستان د حکومت لپاره لوی چیلنج دی. که دا تحملیي جنګ دوام پیدا کوي، بیګناه انسانان به حتما وژل کیږي. نور هیڅ مسایل ما نه زوروي لکه چې د بیګناه انسانانو وژل ما زوروې. د جنګ د ختم لپاره باید مونږ ټول په شریکه سره هلې ځلې وکړو. د جنګ دوام د افغانستان او ولسونو په خیر نه دی.

نوټ: د جلالتماب جمهور رئیس صیب نه مننه کوم چې د ننګرهار لپاره یې زما د راتګ سره ډیرې پروژې منظور او عملا یې کار پیل شو. د ننګرهار د ولایت دنده ماته امتیاز نه بلکې لوی مسوولیت دی. کوښښ کوم ترڅو چې دا دنده لرم، دا لوی مسوولیت په ښه توګه ادا کړم او په دې لاره کې شپه او ورځ تر خپلې وسې کار کوم. امید دی چې د خپل ټیم او دوستانو په حمایت او مشوره زیادتره ستونځو ته د حل لارې چارې پیدا کړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب