شنبه, اکتوبر 5, 2024
Homeادبلنډه کیسهړنګه معادله | عبدالکریم حقانیار

ړنګه معادله | عبدالکریم حقانیار

د نرۍ چیغي له ازانګې سره جوخت د لپټاپ پر کېبورډ مضبوط سوک ولګید، خرپ یي شو. معلمي په کاوړ له تختې مخ ور واړاوه:

ـــ  څه جک وهئ. څوک و؟

زده کوونکو له غُصې پرله ایشیدلې صنفۍ ته رډ رډ کتل، نجلۍ په قهرجنه لهجه وویل:

بلاو هلی، درسي پروګرام لا نه خلاصوي، ارزان بیه شیټ (shit) دی. 

ـــ  نو ماتوې یي؟ شاته دي المارۍ له کتابونو ډکه ده!

د ساندرا لاندنۍ شونډه لکه د جل وهلې جونګۍ کښته و ځړیده. د غبرګو لاسونو په چمبو کې غوښن غامبوران قبضه کړل. تر لنډ لستوڼي را وتلې څنګلي یې پر میز و لګولې، د اشارې په ګوتو یې د غوږونو پرنرمیو زور را ووست. زرغونې سترګي یې د کمپوټر په سکرین کې ننه ایستې.

 

اُستادي تباشیري قلم د تختي پر واړه رپک کیښود. پر لپټاپ یې ور کږه شوه، په تلوار یې ګوتي پر کیبورډ و ترپولې. طلایي رنګه ول ول کوڅۍ یې د کمپیوټر پرخوا ور وښویېدې، بیرته نېغه ودریده. کیڼ لاس یې تندي ته یووړ، آه یې کړل. له دیوالي المارۍ څخه یې د ریاضي پنډ کتاب را واخیست. د نجلۍ څنګ ته یې پر میز وواهه، شړق یې شو.

ساندرا ترهیدلی ټکان و خوړ. نیملوڅي اوږې یي تر غوږونو پورته و غورځیدې. د نمجنو سترګو تر کونجو یې کتاب ته وکتل، وسونګیده:

ـــ  دا نو سمه بې عدالتي ده!

ښوونکې له ځان سره بڼیدله. پر تخته یي معادله بشپړه کړه، و شاګردانو ته یې مخ ور واړاوه:

ـــ  پوهیږئ؛ هلته لیري په یوه اسیایي هیواد کې مکتبیان د خټینو ښوونځيو په ارمان دي، لپټاپ خو پیژني لا نه…

نجلۍ په خبره کې ور ولویده، په سونګیدا یې وویل:

ـــ  بیخې یې نه منم. که وي هم، نو د لټانو ملک دی! 

معلمې غاښونه و چیچل. ښي کونج ته نږدې ناستي، بلي شاګردي ته یې مخ ور واړاوه:

ـــ  مینې؛ پر بې وزلي خو یې زه وته غږیدلي یو، هیله کوم پوه یې کړه.

 

 شاګردانو مخونه د میني خواته ور واړول. دهغې ستونی سره ونښت، غریو ونیوه. پر میزغوړیدلی کتاب یې مخ ته نږدې ونیو.

ښوونکې د کیڼ لاس د ګورت پرشا د پزي څوکه پورته کښ کړه. اوږده باڼوګان یې لکه د ژیړبخوني کوکۍ وزَرونه و رپېدل، سکوت یې مات کړ.

ـــ  یو کال کیږي، میړه مې هلته په خیریه کار بوخت دی. د سویډن – افغانستان کمیټه (Swedish Comittee for Afghanistan) دریادوم. 

عکسونو ته ګورم. د کلیو په ښوونځویو کې ستاسي په کُل نجوني او هلکان تر سره لمر لاندي په سپیره ډاګ کې لوست ته ګونډې وهلې. نه سرکاري کمپیوټرونه لري او نه هم له کتابونو ډکي المارۍ.

ساندرا په تریو تندي – بړسکه وغړمبیده:

ـــ  مخه یې چا نیولي؟ ولي یې حکومت مکتبونه، نه دي ورته جوړ کړې؟

ـــ  لرل یې، جګړې ورڅخه وخوړل. خلک یې نیستۍ ځپلي.

ـــ  ملیارډونه ډالر و یورو بسپنه یې تر لاسه کړه. واکمن دې غلاوي بس کړي، خپل خلک دي نه وژني. مکتبونه دي جوړ کړي!

د معلمي سترګې تر چت لاندي ځوړند پروژیکتور (projector) ته سیخي شوې. د غبرګو لاسونو منګولې د سپین بنیان په جاغه کې بندي کړې، د سینې خوا ته یې را کښ کړه. 

د سترګو پرشین بخونو مړدکیو یې رڼې پردې وځلیدې. مخ یې تختې ته ور واړاوه. سوړ اسویلی یې وکیښ. د لیکلي معادلې پر حاصل ضرب یې تخته پاک کلک راکښ کړ، په درنو ګامونو له ټولګې ووتله.

ستوکهلم، سویډن

کال ۲۰۲۰ میلادي، د اګست درویشتمه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب