چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهعبدالله: له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل ورځ را نږدې...

عبدالله: له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل ورځ را نږدې شوې

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۸) د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، چې له وسله والو طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيل ورځ رانږدې شوې ده.

عبدالله ویلي، چې د دوی مذاکراتي پلاوی مخامخ خبرو ته چمتو دی او ډېر ژر به دوحې ته د مخامخ خبرو د پيل لپاره لاړ شي.

عبدالله عبدالله له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې سوله د افغانانو هیله ده او هر افغان په دې تمه دی چې دلته روانه اوږده جګړه ژر پای ته ورسېږي.

د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر زیاته کړې، چې مذاکراتو ته چمتو دي، خو بل پلو طالبانو بیا د زندانیانو د تبادلې پروسې د نه بشپړتیا خبر ورکوي.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86-%d9%88%d8%a7%d9%8a%d9%8a-%d8%aa%d8%b1-%d8%a7%d9%88%d8%b3%d9%87-%d8%af-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%84%d8%a7%d8%b5%d9%88%d9%86-%d9%84/

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم وردګ ویلي، چې د حکومت له لوري د زندانیانو د خوشې کولو پروسه نه ده بشپړه شوې او همدا، چې بشپړه شي دوی بین الافغاني خبرې پيل کړي.

https://taand.net/%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86-%db%8c%d9%88-%da%81%d9%84-%d8%a8%db%8c%d8%a7-%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%ae%d9%be%d9%84%d9%85%d9%86%da%81%d9%8a-%d8%ae/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب