جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د کار بازار؛ ځوانان اسناد لري خو مهارت نه | مجیب‌الرحمن لحاظ

د کار بازار؛ ځوانان اسناد لري خو مهارت نه | مجیب‌الرحمن لحاظ

په افغانستان کې له هرو لسو ځوانانو څخه اووه (۷) تنه نه یوازې بې‌کاره دي، بلکې هیڅ مسلکي مهارت هم نه لري؛ دا نسل له زده‌کړو او روزنې بې برخې، له بازاره شړل شوی، او له راتلونکي بې‌برخې دی.”

په افغانستان کې د کار بازار ورځ تر بلې د مسلکي، تخنیکي او مهارتمندو کارکوونکو تقاضا لري، خو له بده مرغه، د افغان ځوانانو اکثریت نه یوازې له مسلکي زده‌کړو بې‌برخې دی، بلکې له دودیزو تعلیمي نصابونو سره هم د کار بازار اړتیاوې نه شي پوره کولی.

د کار نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، د ۱۵–۲۴ کلنو افغان ځوانانو له ډلې شاوخوا ۷۰ سلنه هېڅ عملي، مسلکي یا تخنیکي مهارت نه لري.

دا احصایه یوازې یو شمېر نه، بلکې د یوې ټپي ټولنې د ناسم تعلیمي نظام، له زده‌کړو د محرومیت، او له فرصتونو د لرېوالي د واقعیت هنداره ده.

د UNDP د ۲۰۲۳ کال د راپور له مخې، له پوهنتونونو څخه د فارغو شويو له هرو پنځو تنو څخه څلور یې، د کار بازار ته د داخلېدو وړتیا نه لري، ځکه چې زده‌کړه یې له بازار سره ارتباط نه لري.

دا پدې مانا ده چې د سند لرونکو، خو مهارت نه ‌لرونکو ځوانانو یو نسل، دکار بازار له اړخه ردېږي.

له بل پلوه روزنیز مرکزونه هم له رکوده ان تر ړنګېدو رسېدلي، د حرفوي او تخنیکي زده‌کړو مرکزونه، چې یو مهال یې زرګونه ځوانان په بېلابېلو مسلکونو کې روزل، نن ورځ یا تړل شوي، یا یې فعالیتونه خورا کمزوري شوي دي.

په ۲۰۲۰ کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۳۲۵ روزنیز مرکزونه فعال ول، چې د نجونو ګډون پکې ۳۴ سلنه ته رسېده. خو تر ۲۰۲۵ پورې دا شمېرې تر ۶۰ سلنې ټیټې شوي دي او د نجونو ګډون تقریباً له منځه تللی.

د طالبانو د حکومت د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت چارواکي وایي، د بودیجې کمښت، د نړیوالو مرستو بندېدل، او د ظرفیتونو نشتوالی د دې لامل شوی چې روزنیز مرکزونه یا وتړل شي یا ډېر محدود فعالیت ولري.

یو چارواکی، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي: “موږ هڅه کوو د خصوصي سکتور له لارې دا خلا ډکه کړو، خو تمویل نه‌ شته، ښوونکي مو له هېواده وتلي، او وسایل مو زاړه دي.”

د کار بازار اوس په افغانستان کې هم تر ډېره عملي، تخنیکي او د اړتیاوو سره برابر مهارتونه غواړي.

 د خصوصي سکټور راپورونه ښيي چې تر ټولو زیاتو غوښتل شویو مسلکونو کې برېښنا، میخانیک، ودانیز کارونه، خیاطي، نجاري، فلزکاري، شبکه‌جوړونه، کمپیوټري خدمتونه، ژباړه او د ډیجیټل تولید مهارتونه شامل دي.

خو له بلې خوا، د فارغانو اکثریت یوازې نظري زده‌کړې لري، چې له عملي کار سره هیڅ تړاو نه لري.

کابل کې د یو ودانیز شرکت مسؤل، بشیر احمد وایي: موږ هر کال اعلانونه کوو، خو د سیمنټو مناسب ترکیب، د خښتو ایښودو زاویه، یا ودانیزه نقشه لوستل، دا ساده کارونه ډېر لږ کسان کولای شي. حتی هغه کسان چې انجنیري یې لوستې وي، نه ‌شي کولای عملي مسوولیت واخلي.”

ثریا حبیبي، چې د ښځو لپاره یو خصوصي خیاطي کارگاه لري، وایي:موږ څو ځله غوښتل نجونې استخدام کړو، خو نه‌یوازې چې مهارت نه‌لري، بلکې نه‌شي کولای دوامداره کار وکړي، ځکه یا روزنیز کورسونه بند شوي، یا ټولنیز محدودیتونه دي او د حاکمې ډلې څخه ویره خو ستر عامل دی”

د معلوماتي ټکنالوژۍ د یوه شرکت مشر وايي  موږ ته هره میاشت لسګونه CV‌ګانې راځي، خو یو هم داسې نه ‌وي چې ریښتینی مهارت ولري. ډېری ځوانانو یوازې یو نصاب تکرار کړی، خو عملي کار نشي کولای. دا د تعلیمي سیستم ناکامي ده.”

حبیب‌الله، چې په کابل کې د برېښنايي وسایلو یو شرکت لري، وایي: “ډېری ځوانان سند لري، خو یو پیچ نه شي خلاصولی. موږ څو ځله اعلان وکړ، خو داسې څوک مو پیدا نه کړ چې کار پرې وشي.”

له بل پلوه د طالبانو له لوري د نجونو د زده‌کړو بندیز نه یوازې د دوی تعلیمي حق تر پښو لاندې کړی، بلکې اقتصادي نظام ته یې هم جدي زیان رسولی دی.

د ښځینه کارکوونکو نشتوالی، د بازار نیمګړتیا، او د کورنیو اقتصادي بې‌ثباتي، د همدې بندیز مستقیمې پایلې دي.

فرشته، یوه ۱۸ کلنه زده‌کوونکې، چې غوښتل یې خیاطي زده کړي، وایي: “کورس بند شو، وسایل مې وپلورل، او اوس د لوږې پر لور روانه یم.”

په داسې حال کې چې هېواد کې د کار امکانات کم دي، او روزنیز فرصتونه محدود، زرګونه افغان ځوانان له هېواده د وتو په فکر کې دي.

د UNHCR د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، له هرو درې غیرقانوني مهاجرو ځوانانو څخه یو یې ویلي: “که کار وای، زه به نه تلم.”

دغه وضعیت د هېواد لپاره د مغزو او ظرفیتونو تدریجي له‌منځه‌ وړل دي، چې اوږدمهاله پایله به یې اقتصادي رکود، د انساني سرچېنو کمښت، او ټولنیز سقوط وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب