جمعه, مې 3, 2024
Home+هندوستانی مېړه به وکړم" / بصيرالحق عادل"

هندوستانی مېړه به وکړم” / بصيرالحق عادل”

يو وخت مې د ممتاز اورکزي پر يوه بيت ليکنه وکړه. بيت زموږ د کلي کور او پښتني ټولنې داسې يو انځور و چې هر چا ليدلی او حس کولی شو.

هغه بيت دا دی:

زما په خيال دا جنګ د شرم هيڅ احساس نه لري

چې پښتنو د محبوبو پر ځای وريندارې وکړې

جګړې رښتيا هم زموږ څخه ټول ارزښتونه واخيستل. پښتني ارزښتونه خو پکې بيخي پايمال شول. پښتانه او پښتنې داسې کارونو ته مجبوره شوې چې چا يې تصور هم نه شو کولی.

نن مې د منير بنيري صيب له خولې يوه ټپه واورېده، ماته يې د ډېرو ځوانو مېرمنو د ژوند ترخې کيسې او انځورونه مخته مخته کړل.

وايي ځينې ټپې داسې وي چې سل خبرې او سل کيسې په نغښتې وي. زموږ ټپې خو ټولې د دردونو زېږنده ده.

زه په خپل کلي مالت کې داسې مېرمنې پېژنم چې لومړی ځل يې خپل خاوندان د پخواني شوروي پر وړاندې جهاد کې له لاسه ورکړي. بيا ځينې داسې مېرمنې شته چې خپل لېور ته په نکاح شوي دي. په اوسنۍ جګړه کې يې دويم مېړه هم له لاسه ورکړی دی. داسې مېرمنې ما ليدلي دي او اوس هم شته.

ما چې د بنيري صيب له خولې لاندې ټپه واورېده نو دغه بېوسه مېرمنې مې سترګو ته ودرېدې

هندوستانی مېړه به وکړم

په پښتنه خاوره کې دوه ځل کونډه شومه

خدای ج دې موږ له يوې داسې سولې برخمن کړي، چې پښتنې مېرمنې پکې له خپلو مېړونو سره د ژوند ټولې ښې ورځې تېرې کړي.

۱۴۰۰ د ليندۍ ۱۴مه

هېواد خصوصي پوهنتون، کابل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب