یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد يوناما مشره د افغانستان په اړه ایران ته په سفر تللې...

د يوناما مشره د افغانستان په اړه ایران ته په سفر تللې ده

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏‏په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د يوناما دفتر مشره دبرا لاینز، د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د ایران پلازمېنې تهران ته په سفر تللې ده.

ويل شوي، چې نوموړې سره يو پلاوی هم ملګری دی.

یاد شوی پلاوی به له ایراني چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړي.

پلاوي نن د ايران د بهرنيو چارو وزارت له مرستيال عباس عراقچي سره لیدلي.

 ايراني رسنيو او دغه راز يوناما د دغې ليدنې په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

د افغانستان موضوع د طالبانو له واکمنیدو سره، د سیمې او نړۍ د هېوادونو په يوه مهم بحث بدله شوې ده.

دلته شديد اقتصادي او بشري ناورين، بې کاري، د نړیوال تروریزم د بيا پیاوړتیا وېره او د ښځو او بشري حقونو نقض د سیمې او نړۍ له لويو انديښنو څخه دي، چې د حل لپاره یې ډېری بهرني ديپلوماتان او د نړیوالو سازمانونو مسوولین په خبرو اترو اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب