Homeخبرونهط: د مخکینيو امنيتي منسوبينو د وژلو اسناد وړاندې کړئ

ط: د مخکینيو امنيتي منسوبينو د وژلو اسناد وړاندې کړئ

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏‏‏ ‏د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د دوی د ادارې لخوا د مخکينيو پوځي او امنیتي منسوبینو په وژلو کې لاس لرل ردکړل.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعید خوستي وويل، چې په دې اړه بايد اسناد وړاندې شي.

هغه مخکې په ځينو ټلویزیوني مرکو کې د يو شمېر مخکينيو قاضيانو د وژلو پړه پر هغو کسانو اچوله، چې د ده په وينا قاضيانو پخوا ورسره ظلم کړی و.

د بشري حقونو د څار ډلې په وروستیو ورځو کې وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې له واک ته رسېدو وروسته یوازې د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر سلو ډېر پخواني غړي نیولي، وژلي او تري تم کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي اتحادیې او ۲۰ نورو هیوادونو پرون (شنبې) په یوه ګډ بیان کې ویلي:

«موږ پخلی کوو چې ادعا شوي اقدامات د بشري حقونو جدي سرغړونه ده او د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره په ټکر کې دي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند خوندیتوب په اغېزمن ډول یقیني کړي.»

لوېدیځو هیوادونو په خپل بیان کې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه دې په شفاف ډول پلټنه وشي او له مسوولو کسانو سره دې حساب وشي.

2 COMMENTS

  1. دغه غاري خوستی يو جاهل مرتد انسان ده او د حقاني ای ايس ای غلام ده. دوۍ خو د اسنادو د وړاندي کولو کسان هم مخکي له منځه وړي.

  2. په زرګونو افغانان مو په بمونو والوځول او بی ګناه انسانان مو د اور دلمبو ښکار کړل
    افغانستان مو لوټی لو ټی که او اوس يی بیت المال او شتمنۍ پاکستان ته ورکوۍ او بیا د ثبوتونو خبری کوۍ

    افغانان په پټه او مرموزه ډول بل څوک وژنی؟ هم تاسی مسلح ټوپکماران لرۍ چی د خلکو کورونو ته ورځی او پخوانی مامورین وژنی او مخور مشران وژنۍ

    تاسو د وحشت او جهالت پیداوار یاست او یوازی وحشت پیژنۍ او په افغانانو مو وحشت او تور جهالت مسلط کړی دی.
    ستاسو د وحشی ځناورو وجود خپله ددې وژنو جنایتونو ثبوت دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...