Home+د نړۍ تر ټولو پخوانۍ کریکټره مړه شوه

د نړۍ تر ټولو پخوانۍ کریکټره مړه شوه

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۴مه) د انګلیستان د کریکټ پخوانۍ لوبغاړې ایلین اش د ۱۱۰ کلونو په عمر په حق ورسېده.

اش د نړۍ تر ټولو پخوانۍ پاتې لوبغاړې وه. د دې د مړینې اعلان نن د انګلیستان او ویلز کریکټ بورډونو وکړ.

دې په ۱۹۳۷ کې د استرالیا په وړاندې په ټیستلوبه کې برخه اخیستې وه.

د انګلیستان کریکټ بورډ اش د یوې کمسارې ښځې په توګه، چې فوق العاده ژوند یې درلود، یاده کړې ده.

دې ښۍ لاسې باولرې په اوو نړیوالو سیالیو کې د انګلیستان لپاره لوبه کړې چې ۱۰ ویکټونه یې پکې اخیستي او د ورکړیو منډو اوسط یې ۲۳ و.

دې د دوهمې نړیوالې جګړې په مهال د بریتانیا استخباراتي ادارې ایم آی ۶ ته کار کړی او د جګړې په موده کې یې ګلف لوبه کوله او تر ۹۸ کلنۍ پورې یې دوام ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...