دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهسبا ۱۵ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش پيلیږي

سبا ۱۵ نورو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش پيلیږي

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏د افغانستان د پاسپورټ د عمومي رئیس په توګه د طالبانو معرفي شوی رئیس عالم ګل حقاني وایي، چې سبا به د هېواد په ۱۵ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش چارې پيل شي.

نوموړي نن په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې دوی به تر راتلونکي یو نیم کاله پورې د جمهوریت په لوګو چاپ شوي پاسپورټونه وېشي او تر هغې وروسته به د پاسپورټونو د لوګو او نورو جزییاتو په اړه پریکړه کیږي.

د هغه په وینا، دوی په څه باندې درېیو میاشتو کې تر ۱۲۵ زرو پورې پاسپورټونه وېشلي.

د حقاني په خبره، زر به پلازمېنه کابل او د افغانستان په سفارتونو کې هم د پاسپورټونو د وېش چارې پيل شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره میلیونونه افغانان د پاسپورټونو د اخیستو هڅه کوي، څو ورسره له هېواده ووتلای شي.

د بې کارۍ، فقر، بشري ناورین او ژوند په اړه د طالبانو سخت شوي قیودات هغه څه دي، چې د میلیونونه کسانو د وتو سبب شوي دي.

طالبان له خلکو غواړي، چې په هېواد کې پاتې شي او له هېواده وتلي کسان هم بیرته هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو په حواله ۲۴ میلیونه افغانان د خوراک ډوډۍ نه لري او میلیونونه ماشومان د خوارځواکۍ او په دې سړه یخنۍ کې د سرپناه نه لرلو له کبله د مرګ ګواښ سره مخامخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب