پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د مدافع وکیلانو خبري کنفرانس ګډوډ کړل شو

کابل کې د مدافع وکیلانو خبري کنفرانس ګډوډ کړل شو

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏په پام کې وه، چې نن د افغانستان د مدافع وکیلانو ټولنه د طالبانو له عدلیې وزارت سره د دغې ټولنې د یو ځای کولو پر وړاندې مطبوعاتي کنفرانس ورکړي، خو مخنیوی یې شوی.

ویل شوي، چې دغه کنفرانس د کابل په یوه هوټل کې ترسره کیده، خو طالبانو یې ممانعت کړی دی.

  د مدافع وکيلانو خپلواکې ټولنې څو ورځې مخکې ویلي و، چې طالبانو يې په کابل کې مرکزي دفتر تړلی او تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د‌ دغې ټولنې د تعليماتو د برخې مشر خواجه غوربندي ویلي و، چې دا کار د طالبانو د رياست الوزرا په امر شوی او دغه ټولنه له عدلیې وزارت سره اړونده شوې ده.

طالبانو د مدافع وکیلانو د خبري کنفرانس د ګډوډولو په اړه څه نه دي ویلي.

د دوی د عدليې وزارت وياند محمد بشار مخکې ویلي و، چې د طالبانو په تېره واکمنۍ کې هم مدافع وکيلان د عدليې وزارت اړوند وو او د ايران، متحده عربي اماراتو او پاکستان په شان ګڼو هېوادونو کې مدافع وکيلان د عدليې وزارت تر چتر لاندې فعاليت کوي.

د مدافع وکيلانو د ټولنې استازي بيا وایي، چې د طالبانو تېره واکمني نه بايد د دوی د اوسنيو چارو اساس شي.

د دوی په وینا که طالبان له هغو هېوادونو سره سيالي کوي، په اټومي ټيکنالوژۍ، اقتصاد او نورو برخو کې دې وکړي، نه دا چې قیودات پر خلکو زيات او لاسته راوړنې په شا وتمبوي.

د مدافع وکيلانو ټولنه، چې شاوخوا ۶ زره غړي لري، مخکې یې د دوی شکايتونو ته د نه پاملرنې په صورت کې د لاریونونو او مدني اعتراضونو خبرداری هم ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب