پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهګڼو لوېدیځو هیوادونو د پخوانیو افغان ځواکونو د وژنو پر راپورونو اندېښڼه...

ګڼو لوېدیځو هیوادونو د پخوانیو افغان ځواکونو د وژنو پر راپورونو اندېښڼه وښوده

تاند (یکشنبه، د قوی ۱۴مه) د امریکا متحد ایالتونه او لوېدیځ متحدان یې وايي، دوی د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پخوانیو غړیو د قصدي وژنو او بې درکه کولو راپورونو ژور اندېښمن کړي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې په وروستیو ورځو کې وویل، طالبانو د اګست په نیمايي کې له واک ته رسېدو وروسته یوازې د افغانستان په ۴ ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر سلو ډېر پخواني غړي نیولي، وژلي او تري تم کړي دي.

د امریکا متحدو ایالتونو، اروپايي اتحادیې او ۲۰ نورو هیوادونو پرون (شنبې) په یوه ګډ بیان کې ویلي:

«موږ پخلی کوو چې ادعا شوي اقدامات د بشري حقونو جدي سرغړونه ده او د طالبانو د عمومي عفوې له اعلان سره په ټکر کې دي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او حکومت د پخوانیو غړیو د ژوند خوندیتوب په اغېزمن ډول یقیني کړي.»

د بشري حقونو د څار نیویارک مېشتې ډلې د نوومبر د دېرشمې نېټې په راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو د ۴۷ پخوانیو غړیو، چې د اګست د ۱۵ او د اکتوبر د ۳۱ ترمنځ طالبانو ته تسلیم شوي وو یا طالبانو نیولي وو، د وژل کېدو یا بې درکه کېدو اسناد راټول کړي دي.

دې ډلې ویلي چې په غزني، کندهار، هلمند او کندوز کې یې د افغانستان د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او ملېشو د څه باندې سلو پخوانیو غړیو د وژل کېدو په اړه کره معلومات ټول کړي دي.

د بشري حقونو څار ډلې د اسیا د برخې مشرې پاتریشیا ګراسمن ویلي:”د طالب مشرانو د عفوي ژمنې سیمه ییز قوماندانان د پخوانیو افغان امنیتي سرتیرو له وژلو او یا بې درکه کولو څخه نه دي راګرځولي. د دې مسوولیت د طالبانو په غاړه دی چې باید د زیاتو وژنو مخه ونیسي، له مسوولانو سره محاسبه وکړي او د قرباني شوو کسانو کورنیو ته تاوان ورکړي.”

د بشري حقونو د څار پر اساس، طالبانو له هغو دولتي اسنادو څخه، چې له پخواني حکومت څخه ورته پاتې شوي، د کسانو د نیولو او وژلو یا نیولو لپاره کار اخیستی دی.

په راپور کې د مثال په ډول په کندهار کې د پخواني حکومت د استخباراتو د یو کار کوونکي باز محمد یادونه شوې چې د سپټمبر په وروستیو کې طالبان کور ته ورغلي هغه یې نیولي او وروسته یې جسد د کورنیو غړو پیدا کړی دی.

لوېدیځو هیوادونو په خپل بیان کې غوښتنه کړې چې د بشري حقونو د څار ډلې په راپور کې د شویو ادعاوو په اړه دې په شفاف ډول پلټنه وشي او له مسوولو کسانو سره دې حساب وشي.

طالبانو تراوسه پورې د لوېدیځو هیوادونو د دې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي خو د بشري حقونو د څار ډلې د راپور په غبرګون کې یې ویلي و چې له خپلو لیکو څخه یې ۷۵۵ تنه ایستلي دي.

1 COMMENT

  1. تالبان د هغه لوی ذلیله شیطان مزدوران او خیلیفه ګان دی چی یوازینۍ موښه يی د افغانانو وژل ، ځورول، ربړول او بی عزته کول اوشرمول دی چی خپل ذلیله لوی شیطان بادار خوشحاله کړی

    دوۍ د افغانانو په وینو او غوښو پايي ځکه چی دا یو سړیخور خامار دی چی یوازی د انسانانو په غړښو او وینو پايی

    دا سړیخور خامار لا بیا د نړیوالو نه د رسنیت پیژندلو غوښتنه کوی
    زمونږ د نړۍ د بشر دوستو هیوادونو نه دا غوښتنه ده چی دا سړیخور او خونخوار وحشی ځناور دی د وحشی ځناور په حیث په ریمیت و پیژنی او اعلان مړی او د یو وحشی ځناور په حیث چلند ورسره وکړی.

    همدا راز ملګری ملتونه باید ددې وحشی سړیخور ځناورو قربانیانو او کورنیو ته چی د ۲۵ کلونو راهسی ددوۍ په بمونو الوځول شوی او وژل شوی یا ټپیان شوی هغو ټولو کورنیو ته د افغانستان ټوله کنګل شوی سرمایه ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب