جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا او ۲۰ نور هېوادونه، د افغان ځواکونو مرموزو وژنو ته سخت...

امریکا او ۲۰ نور هېوادونه، د افغان ځواکونو مرموزو وژنو ته سخت اندیښمن یوو

تاند:( يکشنبه، د قوس څوارلسمه)‏ ‏‏د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ۲۱ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو لخوا د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرتېرو په مرموزو وژنو سخته اندیښنه ښودلې ده.

د دې ګډې اعلامیې په خپرولو کې المان، جاپان، بریتانیا او ګڼ نور هېوادونه د متحده ایالاتو ملګري دي.

په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د عمومي عفوې په اړه پر خپلې کړې ژمنې ودریږي.

یادو هېوادونو دغه راز غوښتنه کړې، چې د طالبان لخوا په دې برخه کې د شویو جنایتونو او ترسره شویو وژنو موضوع دې وڅېړل شي.

امریکا او نورو هېوادونو ټینګار کړی، چې طالبان باید په دې اړه ځواب ووایي.

دوی په دې اړه ځواب ویل او د طالبانو اقدامات، له هغوی سره د نړیوال تعامل له شرایطو څخه ذکر کړي.

طالبانو د دغو غوښتنو او اعتراضونو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

څو ورځې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وویل، چې طالبانو یوازې په غزني، هلمند، کندهار او کندوز ولایتونو کې د خپلې واکمنۍ په لومړیو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو ډېر مخکیني پوځي منسوبین وژلي یا لادرکه کړي دي.

پرون د افغانستان د حزب وحدت مردم ګوند مشر محمد محقق طالبان تورن کړل، چې په کندوز او دایکندي ولایتونو کې یې د نوید خان ازادي او محمد علي کربلایي په نوم دوه هزاره پوځي منسوبین وژلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب